چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهد بریتانیا پخوانیو ځانګړو ځواکونو د خپلو همکارانو جنګي جنایتونه افشا کړل

د بریتانیا پخوانیو ځانګړو ځواکونو د خپلو همکارانو جنګي جنایتونه افشا کړل

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۲مه) د بریتانیا د پخوانیو ځانګړو ځواکونو (SAS) غړو له کلونو چوپتیا وروسته د بي بي سي Panorama پروګرام ته د هغو جنګي جنایتونو عیني کیسې شریکې کړې چې د دوی له خوا یا د دوی د همکارانو له لوري په عراق او افغانستان کې شوي دي.

دوی چې دا ځل په لومړي ځل په علني ډول خبرې کولې، ادعا وکړه چې د SAS ځواک غړو بې‌وسلې خلک د خوب پر مهال وژلي او بنديان شوي کسان، حتا ماشومان، یې په لاس تړلي حالت کې اعدام کړي دي.

یوه پخواني سرتېري چې په افغانستان کې یې له SAS سره خدمت کړی، وویل: «هغوی یو کوچنی هلک په لاس تړلي حالت کې وویشت. هغه له ورایه ښکارېده چې ماشوم دی حتا د جګړې عمر ته نژدې هم نه و.»

دغه پخوانی سرتېری وايي د بندیانو وژل «یوه عادي چاره ګرځېدلې وه. دوی به څوک لټاوه، لاسونه به یې ورتړل، بیا به یې ویشتل»، وروسته به یې «د مړي ترڅنګ ټوپک کېښود» تر څو دا یوه قانوني وژنه ښکاره شي.

دا نوې شهادتونه له لسو کلونو د زیاتې مودې ادعاوې رانغاړي، حال دا چې په بریتانیا کې د یوه قاضي په مشرۍ په یوه علني پلټنه کې یوازې د درې کلونو پېښې څېړل شوي دي.

د سمندري ځواکونو ځانګړې برخه SBS هم په لومړي ځل په دې جدي تورونو کې ښکېله شوې – چې بې‌وسلې او ټپیان یې وژلي دي.

یوه پخواني SBS سرتېري وویل، ځینو ځواکونو «قهرجن ذهنیت» درلود، د دوی چلند «وحشیانه» و.

هغه وویل: «ما تر ټولو چوپ سړي ولیدل چې بدل شول، خطرناکې رواني ځانګړتیاوې یې ښکاره کړې. دوی بې‌قانونه وو. دوی باور درلود چې څوک ورڅخه پوښتنه نه کوي.»

ځانګړي ځواکونه افغانستان ته د دې لپاره لېږل شوي وو چې د بریتانیايي پوځیانو ساتنه وکړي، خو دا جګړه ډېره خونړۍ وه – ۴۵۷ بریتانیايي سرتېري ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

کله چې بي بي سي له دفاع وزارت څخه د دې نویو شهادتونو په اړه وپوښتل، دوی وویل چې روانو علني پلټنو ته «بشپړ ډول ژمن» دي او ټولو پخوانیو سرتېرو ته یې غږ کړی چې که مهم معلومات لري، وړاندې دې کړي. وزارت همداراز ویلي چې د پلټنې تر بشپړېدو پورې له تبصرې ډډه کوي.

په قطعه کې رواني قاتلان”

دا شهادتونه چې له ۳۰ زیات پخواني سرتېري پکې شامل دي، د بي بي سي Panorama د کلونو راپورونه غښتلي کوي – چې پر اساس یې SAS بې له دې چې د قانون سیوری پر سر ولري، په خلاص لاس جنایتونه کول.

Panorama دا هم ښيي چې د وخت صدراعظم ډیویډ کامرون ته په پرله‌پسې ډول خبرداری ورکړل شوی و چې ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې ملکي وګړي وژني.

دوی چې د ځانګړو عملیاتو د چوپتیا له امله د نوم له ښودلو ډډه کړې، بي پي سي ته ویلي چې په عملیاتو کې د جګړې قوانین په قصدي ډول ماتېدل.

قوانین وایي چې یوازې هغه څوک وژل کېدای شي چې مستقیم ګواښ وي، خو SAS او SBS خپل اصول جوړ کړي وو.

یوه پخواني SAS سرتېري وویل: «که یو هدف دوه یا درې ځله پخوا نیول شوی وای، موږ به دا ځل له مخکې د وژلو نیت درلود. د نیولو هېڅ هڅه نه کېده.» هغه وویل: «کله به مو تشخیص تأییداوه، بیا به مو ویشت، خو ډېر وخت به ټول نارینه چې هلته ول، وژل کېدل.»

بل شاهد وویل چې دا وژنې “اعتیاد جوړوونکی عمل” ګرځېدلی و او ځینې غړي په دې کار عادت شوي وو. هغه وویل: «هلته ډېر رواني قاتلان وو. په ځینو عملیاتو کې به ټول مېلمستون ته ننوتل او هر څوک چې به هلته وو، هغه به یې واژه، حتی هغه چې ویده وو. دا د توجیه وړ نه ده.»

دSBS یوه پخواني غړي بي بي سي ته وویل، کله چې یوه سیمه یې نیوله، د یرغلګرو ډلې به هر څوک چې پر ځمکه ول ویشتل، بیا به یې جسدونه کتل او که څوک ژوندي وای، هغه به هم وژل کېده. هغه وویل: «دا پټه خبره نه وه، ټولو ته معلومه وه.»

د ټپیانو چې هېڅ ګواښ نه‌لري قصدي وژل، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، خو دا سرتېری وايي چې دا کار معمول و.

2 COMMENTS

  1. جهاني:

    ته دغم په شپه پیدا يی
    ته ماتم ته زيږيدلى
    ته د هرې بلا سپر يې
    هره ورځ اجل نیولی
    هر خونکار دې په لمن کې خپل غضب دی آزمویلی
    چا دې سترګې در ایستلي
    چا دې زوی دی دروژلی
    چا دې وينې بهولي چا دې کور دی سوزولی
    چا له پاسه په بمونو چا په مځکه يې ویشتلی

  2. د پښتون وینه مباح ده، حتی د بشر حقوق او دموکراسی ټیکه دارانو هم رحم نه پری کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...