چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهد هند صدراعظم وايي، که بیا پر هند تروریستي برید وشو، د...

د هند صدراعظم وايي، که بیا پر هند تروریستي برید وشو، د ترهګرۍ جرړې به وباسي

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۲ مه) د هند صدراعظم نریندر مودي ویلي، چې د “سیندور عملیاتو” د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې یو نوی حد وټاکو.

ده ویلي: «که پر هند ترهګریز برید وشي، نو کلک او سخت ځواب به ورکړو. موږ به په خپل طرز، د خپلو شرایطو له مخې ځواب ووایو. هر هغه ځای ته به ورشو، چې د ترهګرۍ جرړې وي.»

ده زیاته کړه: «هند به هېڅ ډول اتومي ګواښ یا د اتوم بم د لرلو په نوم بلک‌میل ونه مني… موږ د ترهګرۍ ملاتړي حکومت او باداران یې له یو بله جلا نه ګڼو.»

مودي وویل: «د پاکستان پوځ او حکومت چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، بالاخره به په خپله پاکستان د نړۍ له نقشې ورک کړي.»

ده ټینګار وکړ: «که پاکستان غواړي پاتې شي، نو باید د ترهګرۍ د جوړښت او بنسټونو د ختمولو لپاره اقدام وکړي. له دې پرته د سولې بل هېڅ لار نشته.»

د هند صدراعظم دا څرګندونې له هغو نښتو او بریدونو وروسته وکړې چې هند او پاکستان په وروستیو ورځو کې پر یو بل وکړل.

مودي همداراز وویل: «تجارت او ترهګري یو ځای نه شي کېدای. لکه څنګه چې اوبه او وینه یو ځای نه شي بهېدای.»

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل: «که له پاکستان سره خبرې کېږي، نو دا به یوازې د ترهګرۍ په اړه وي. که خبرې کېږي، نو دا به یوازې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اړه وي.»

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان د هند تر کنټرول لاندې کشمیر لانجمن بولي او وايي چې باید له کشمیریانو وپوښتل شي چې خپلواکي غواړي او که له هند یا پاکستان سره یوځای کېږي.

خو هند د پاکستان کشمیر لانجمن بولي او خپل یو د هند نه بېلېدونکې برخه ګڼي.

3 COMMENTS

  1. مودي مونږ چې څومره توقع لرله هغومره څه ونشول دا موضوع ختمه نده او پاکستان به بیا درسره داسې لوبه کوي چې حق حیران به شې. هند هم څومره چې سوشل میډیا چیغې وهلې هغومره توانمندي نلري او پدې جنګ کې هم پاکستان ځان ګټونکی حساب کړ. که غواړئ پاکستان په ګونډو کړئ باید دا جنګ یو څو ورځې اوږد کړای شوی وی بیا به تاسو د پاکستان سوال او زارئ لیدلی وی او ستاسو دپاره ښه موقع وه چې پښتانه او بلوچ هم ورسره جوړ ندي.

  2. کشمیر اصلا د افغانستان ملکیت و، خو کله چې د افغان دراني واکمنانو ترمنځ خپل منځني جګړې پیل شوې ، دا سیمه بېرته هندوستان ته په لاس ورغله .
    پنجابستان یا په بل عبارت منافقستان خو په 1947 کې جوړ شو. بنا دا مصنوعي هېواد دا حق نه لري ، چې پر کشیر دعوه وکړي . که دوی پر کشمیر دا ریفرندوم کول غواړی ، چې له هند سره غواړي که له پنجاب سره ، نو بیا پښتانه او بلوڅان هم دا حق لري چې د دوی په هکله یوه ټول پوښتنه جوړه شي ، چې دوی له افغانستان سره یوځای کېدل غواړي ، که له پنجاب سره او یا هم د خپل سرنوشت د ټاکلو یا خپلواکي غوښتونکي دي .
    که خبره د کشمیر د مسلمانانو وي ، نو پنجاب خو خپله یو اسلامي ضد او منافق هېواد دی ، دوی میلیونونه مسلمان بنګلدیشیان ووژل ، د هغوی پر ښځو یې تعرض وکړ او حتی کراچۍ ته یې د خرڅلاو لپاره راوړې ، آیا دا اسلامي عمل او د اسلامي هېواد کړنه وه ؟
    پنجاب د خپل مسلمان ګاونډي یعنې افغانستان پرضد دا پنځوس کاله فعالیت کوي او لکه چې د هغوی د دفاع وزیر خواجه محمد آصف رسما دا ومنله چې د نورو په فرمایش یې د افغانستان پرضد ترهګریزې پروژې پرمخ وړي او د میلیونونو خلکو د وژلو سبب شویدي .
    د پنجاب پوځي دیکتاتور جنرال ضیاالحق په اردن کې د پنجابي اجیرو قواوو قوماندان د 1970 کال له سپتمبر نه د 1971کال تر جنوري پورې هلته مېشت فلسطیني ازادي غوښتونکو مبارزینو پرضد عملیات وکړل او تر شل زرو پورې فلسطینیان یې ووژل ، چې د همدغو مسلمان قتل عام په اساس یې جنرالي رتبه ترلاسه کړه .
    بنا د پنجاب حکومت او مشران دا حق نه لري چې په ګاونډیو هېوادونو او نورو ځایونو کې د مسلمانانو د دفاع په نوم ترهګریز فعالیتونه وکړي.

  3. د هند حکومت چې ځان خپلواک ګڼی تیره ورځ اوربند منل یی وښودل چې لا تر اوسه د ټولي لوبي مشری دامریکا په لاس کې ده چې د ټرمپ او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر په یو زنګ باندې اوربند وشو مطلب دا چې هند لا تر اوسه پخپله خوښه جګړه نده کړی او نه یې اوربند کړی ځکه پدې جګړه کې امریکا فکر کاوو چې چین او روسیه به غږ یا ګام پورته کړی مګر داسې ښکاری چې امریکا اوس له ایران ، اکراین او غزی جګړه کې مصروف ده نو هند ته اجازه ورنکړه چې له چین سره ونښلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...