یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغان کرکټ بېګاني برياليتوب ته د عمران خان او نورو پاکستاني...

د افغان کرکټ بېګاني برياليتوب ته د عمران خان او نورو پاکستاني څېرو غبرګونونه

تاند:( سې شنبه، د ليندۍ څلورمه) په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بېګاني برياليتوب د پاکستاني چارواکو او يو شمېر کړکټ پوهانو پام ځانته اړولی دی.

افغان لوبډلې تېره شپه له سکاټلنډ سره لوبه لرله، چې په لوی توپير یې ترې وګټله.

د پاکستان صدراعظم عمران خان، چې خپله هم يو مهال مشهور کرکټ لوبغاړی و، په يوه ټویټ کې افغانستان ته د دې برياليتوب لپاره مبارکي وويله.

نوموړي زياته کړې:(( له ټولو مصيبتونو سره، چې افغانستان یې لري، افغان لوبډلې د لوبې او بریالیتوب لپاره له ځانه لوړ ځواک او اراده وښوده)).

د پاکستان يوه مشهور کرکټ لوبغاړي شاهد افريدي بيا ويلي، چې د افغانستان د لوبډلې مقابله جدي، با کیفیته او په نړیوالو معیارونو برابره وه.

نوموړي په مشخص ډول د مجیب یادونه کړې او ويلي، چې هغه به په راتلونکو لوبو کې د افغانستان حريفانو ته یو لوی سرخوږی وي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم په يوه ټویټ کې افغان لوبډله ستایلې او لوبه یې عالي ګڼلې ده.

پاکستاني چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په افغانستان کې د طالبانو له وياند پرته د دوی نورو لوړ پوړو چارواکو دغه برياليتوب ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو دا بې تفاوتي نقد شوې او ملي لاسته راوړنو ته په کمه سترګه کتل ګڼل شوي.

د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د افغانستان د لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل سره ټلیفوني خبرې کړي او ويلي، چې کرکټ ملي لوبډله د افغانستان د ځوان نسل د استازي په توګه وښوده، چې دغه هېواد هيڅوک یرغمل نه شي ساتلی.

تېره اونۍ د اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح پاکستان تورن کړ، چې د طالبانو په وسیله يې افغانستان یرغمل کړی دی.

هغه دا هم ويلي وو، چې افغانستان د پاکستان له خولې څخه لويه مړۍ ده او دا هېواد به یې هضم نه کړای شي.

1 COMMENT

  1. دا طلبان وخت نلری او مصروف دی ، ځکه هغوی تر اوسه د افغان ښځو سره په روښانه او واحده پالیسی باندی جوړ ندی راغلی او نه پوهیږی چه دغه قشر سره څه وکړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب