Homeخبرونهایران: سبانۍ غونډه مو په افغاني حل لاره، د افغانستان د ستونزې...

ایران: سبانۍ غونډه مو په افغاني حل لاره، د افغانستان د ستونزې حلولو لپاره ده

تاند:( سې شنبه، د ليندۍ څلورمه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده نن په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون د ترسره کیدونکې سبانۍ غونډې په اړه رسنیو سره خبرې کړي.

نوموړي ویلي، چې یاده ناسته به د ایران د بهرنیو چارو ،وزیر امیر عبداللهیان په وینا پرانیستل شي.

ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او پاکستان هغه هېوادونه دي، چې د بهرنیو چارو وزیران به یې د روسیې د استازي ترڅنګ په یاده انلاین غونډه کې ګډون ولري.

 د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه ناسته کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د وینا یادونه هم کړې ده.

د ده په خبره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي پيغام به هم له دغې انلاین غونډې سره شریک شي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې د رامنځته کیدو او له افغاني حل لارې څخه د افغانستان د ستونزې د حل لپاره استفاده د یادې غونډې اساسي هدفونه ګڼل شوي دي.

 طالبانو پرون وویل، چې دغې غونډې ته بلل شوي نه دي، خو د ښو پایلو هیله یې لري.

 تېره چارشنبه د روسیې پلازمېنه مسکو هم د افغانستان په اړه د یوې ورته غونډې کوربنه وه.

له دې سره خوا کې، د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون د قطر پلازمېنې دوحې ته تلی څو هلته د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو موضوعاتو وغږیږي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو او په دغه هېواد کې د بشري ناورین له شدت سره، افغانستان د سیمې او نړۍ د هېوادونو او مهمو سازمانونو د بحثونو یو مهم سرټکی ګرځیدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...