دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د وزيرانو شورا غونډه، د نفوسو سرشمېرنې ته طرحه جوړوي

د طالبانو د وزيرانو شورا غونډه، د نفوسو سرشمېرنې ته طرحه جوړوي

تاند:( سې شنبه، د ليندۍ څلورمه) د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی د وزیرانو شورا په غونډه کې بېلابېل موضوعات بحث شوي.

د سرچينې په وينا، دا غونډه د وزیرانو غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ ترسره شوه.

مجاهد زياتوي: په غونډه کې د هیواد په اقتصادي حالت او د زیربنایي پروژو په تکمیل د بحث تر څنګ يو لوړرتبه پلاوی وټاکل شو تر څو د هغو شرکتونو شکایات وڅیړي او د حل لاره یې راوباسي چې په بانکونو کې یې پیسې بندې دي.

دغه راز اقتصادي هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د شاه و عروس بند د کار د تکمیل موضوع وڅیړي او راپور دې مجلس ته وړاندې کړي.

ويل شوي، چې په دې غونډه کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې په کار او فعالیت هم بحث وشو، د تذکرو د ویش پر دوام ټینګار وشو او د افغانستان د نفوس د سرشمیرنې د طرحې چمتو کولو پریکړه وشوه.

په یاده غونډه کې د نشه یي توکو او معتادینو د ستونزې حل کول، بهرنیو مرستو د سالم مدیریت، د دیني علماء کرمو د اسنادو د ارزیابي او رتبو د تثبیت، ټاپي پروژې او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه هم تفصیلي بحث او مهمې پریکړې وشوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب