دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهنړيوال سرمنشي: افغانستان د نړۍ په تر ټولو ستر ناورين بدلیدونکی دی

نړيوال سرمنشي: افغانستان د نړۍ په تر ټولو ستر ناورين بدلیدونکی دی

تاند:( سې شنبه، د ليندۍ څلورمه) د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو گوترش په افغانستان کې د بشري ناورين پراختيا ته په اشارې سره، خبرداری ورکړی چې دا هېواد د نړۍ په تر ټولو ستر ناورين بدلیدونکی دی.

هغه پر نړۍ غږ وکړ، چې د افغانستان د بشري فاجعې د مخنيوي لپاره دغه هېواد ته په عاجل ډول بشرپاله مرستې واستوي.

د نړيوال سرمنشي په خبره، د ژمي له پیل څخه مخکې باید افغانستان ته دا مرستې ورسيږي او د زيانمنو کورنيو عاجل لاسنیوی وشي.

نړيوال بنسټونه په يوبل پسې ګواښ کوي، چې که افغانستان ته په ډېر عاجل ډول بشري مرستې ونه ليږل شي، د له منځه تللې حکومتولۍ او ميليونونه کسانو د وزګارۍ له کبله چې دليل یې پر افغانستان د طالبانو واکمنيدل دي، سمدستي ۳ ميليونه ماشومان له لوږې مري.

د طالبانو د واکمنۍ تر څنګ وچکالي او د کرونا ويروس له کبله په نړيواله کچه ډېر شوي اقتصادي مشکلات لازمو خوړو ته د افغانانو د لاسرسي پر وړاندې د خنډ جوړیدو عمده دليلونه دي.

طالبانو د نړيوالو پرله پسې دغو خبرداريو ته غبرګون نه دی ښودلی.

څو ورځې مخکې د کابل ښار په لويديځ کې د سختې لوږې له کبله د يوې کورنۍ اتو ماشومانو د مړينې خبر ورکړل شو.

د افغانستان يوه مطرح هزاره سياستوال محمد محقق ياده پېښه طالبانو ته شرمونکې وګڼله او دوی یې د خلکو ژوند او امنيت ته په نه پاملرنې تورن کړل.

طالبانو د دې او د ځانوژنې د هغو پېښو په اړه، چې دليل يې فقر ګڼل کېږي، څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب