دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهدوحې تړون نه د خليلزاد دفاع، طالبانو يو امريکايي سرتيری هم ونه...

دوحې تړون نه د خليلزاد دفاع، طالبانو يو امريکايي سرتيری هم ونه واژه

تاند:( سې شنبه، د ليندۍ څلورمه) د افغان سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مستعفي شوي ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خليلزاد له طالبانو سره د متحده ايالاتو په استازيتوب د دوحې سولې تړون له لاسلیکولو څخه دفاع وکړه.

هغه په يوه بله تازه مرکه کې وويل، چې طالبانو د ياد شوي تړون په اساس له متحده ايالاتو سره د اوربند تړون ته پوره ژمنتيا ثابته او یو امریکايي سرتیری هم تر برید لاندې رانه وست او ونه واژه.

هغه د دغه تړون پر خلاف د افغانستان پر لویو ښارونو او د زور له لارې د واک ته رسېدو لپاره د طالبانو هڅو ته اشاره ونه کړه.

زلمي خليلزاد ادعا وکړه، چې متحده ایالاتو له نسکور شوي افغان جمهوري نظام سره يې د هغوی په دفاع کې د طالبانو خلاف مرسته کوله.

د دې ترڅنګ نوموړي دا هم ويلي، متحده ايالاتو د افغانستان د جګړې د ګټلو وس نه درلود او په دې اړه يې ډېر تمرکز هم نه کاوه.

زلمي خليلزاد په دې مرکه کې همدا شان د دوحې تړون په ناکامۍ کې خپل مسووليت رد کړی او ويلي، چې دی د متحده ايالاتو د دوو حکومتونو ( د ټرمپ او بايډن) د پاليسیو عملي کوونکی و.

دغه پخواني امريکايي استازي پخپله دغه تازه مرکه کې له طالبانو سره د دوحې تړون د ناکامۍ پړه پر بې واکه شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني اچولې ده.

د ده په وينا، که اشرف غني په ناببره توګه له افغانستان څخه نه وای وتی، جمهوري نظام نه سقوط کیده او طالبانو سره د ښځو د حقونو په شان په ډېرو موضوعاتو کامیاب مذاکرات کیدای شول.

د خليلزاد منتقدین بيا د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او د افغانستان د تباهۍ اصلي عامل نوموړی ګڼي.

2 COMMENTS

  1. د ډيلېبيست له مخې نوموړي له ټرمپ څخه د طالب پروژه اخېستې وه. د نوموړي ټول تپ وتلاش همدا وو چې څنګه دغه پروژه بريالۍ او طالبان واک ته د امريکا وپاکستان په غوښتنه واک ته ورسوي. رسول خو يې وکړل، خو له غولو ډک.
    اوس چې هر څومره پلمې وکړي او بېلابېل تورونه پر ولسمشر غني پورې کړي بېځايه خبره ده. د غولو بوي يې ټوله نړۍ ونيوله. ان تر دې چې اوس يې خلک له نوم څخه هم کرکه کوي او سپږمې بندوي چې بد بوي ترې ورنه شي.

  2. TO. KHALILZAAD
    WE AFGHANS KNOW;YOU ARE BUCHER OF AFGHANS.
    YOU FALLOWER OF PAKISTANI AGENDA.
    NOW AFGHANS HAVE ALLERGY WITH YOUR DIRTY FACE.
    AFGHAN GOVERNMENT WAS ONE SIDE OF AFGHAN WAR.WHY YOU DID NOT SHARE IN PEACE PROCESS.
    WE HAVE MILLIONS AFRICAN AMERICAN/INDIAN AMERICAN /ASIAN AMERICAN AND MORE
    ALL ARE HONEST TO MOTHERLAND COUNTRY BUT ONLY YOU SOLDOUT ALWAYS DO BUSINESS ON AFGHAN BLOOD..
    I THINK YOU WORKING FOR I S I.US MOST INVISTIGATE ABOUT YOU.
    ZENDA BAAD DOCTOR ASHRAFGHANI

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب