Homeخبرونهصالح: طالبان په پيسو وران دي، جنګياليو ته تخصیص نه لري

صالح: طالبان په پيسو وران دي، جنګياليو ته تخصیص نه لري

تاند:( سې شنبه، د ليندۍ څلورمه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د طالبانو تر منځ د مالي اختلافاتو خبر ورکړی.

هغه نن په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي، چې نن د همدې اختلافاتو له کبله د طالبانو پوځي مشران خپلو جنګیالیو ته د ژمني تخصیص په اړه يوه غونډه کې پايلې ته نه دي رسېدلي.

د صالح په وينا، د طالبانو ماليې وزارت حقاني شبکې ( چې هغه ترهګره شبکه ګڼلې) په خپل واک کې نيولې او ځانته ډېر سهم غواړي ډ

 د امرالله صالح په وينا، د طالبانو په داسې ناستو کې د خلکو د وضعيت په اړه هيڅ بحث نه کيږي.

 صالح يو ځل بيا پاکستان د دغه وضعيت مسوول ګڼلی او ويلي ژ چې دغه هېواد ته د ترهګرۍ ملاتړ ارزانه و، خو په افغانستان کې به یې د رامنځته کړي ترهګريز رژيم ساتل او په دې ډول د افغانستان خوړل ورته ناممکنه تمام شي.

طالبانو د امرالله صالح ادعا او تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو له واک ته رسېدو راهيسې د خپلو اقتصادي غونډو، اقتصادي تګلارې او د حکومتولۍ د نورو موضوعاتو جزييات خلکو ته نه دي روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په تاريخي لحاظ د خپل عصر تر ټولو بېساری بشري او اقتصادي ناورين سره لاس و ګریوان دی.

نن د ملګرو ملتونو د نړيوال سازمان سرمنشي خبرداری ورکړ، چې افغانستان د نړۍ په کچه په تر ټولو ستر ناورين بدلیدونکی دی.

څو ورځې مخکې د کابل ښار په لويديځ کې د لوږې له کبله د يوې کورنۍ د اتو ماشومانو د مړينې خبر ورکړل شو.

نړيوالو بشري ادارو ويلي، چې د افغانستان ۳۰ لکه ماشومان سمدستي د شديد فقر له کبله د مرګ ګواښ سره مخ دي او په ټوله کې ۲۲ ميليونه کسان لازمو خوړو ته لاسرسی نه لري.

د فقر له کبله په یو شمېر ولایتونو کې ځينې کسانو ځانوژنه هم کړې، خو طالبانو یې په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...