یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملي بیرغ په اړه د ستار سعادت څرګندونو توند غبرګونونه پارولي...

د ملي بیرغ په اړه د ستار سعادت څرګندونو توند غبرګونونه پارولي دي

تاند:( سې شنبه، د ليندۍ څلورمه) د افغانستان د ملي بیرغ په اړه د ټاکنيزو شکایتونو د څیړلو د کميسيون د پخواني رئيس او طالب پلوه سياسي کارپوه عبدالستار سعادت نننيو څرګندونو د یو شمېر خلکو توند غبرګونونه پارولي دي.

ښاغلی سعادت، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل څخه وروسته، تازه له ترکیې څخه کابل ته را ګرځيدلی، نن يې له يک ټلويزيون سره لومړنۍ حضوري مرکه کړې ده.

دا مرکه، چې بشپړه بڼه يې لا نه ده خپره شوې او يوازې اعلان یې خپريږي، سعادت پکې د افغانستان د ملي بیرغ په اړه خپل نظر هم شريک کړی‌.

نوموړي ويلي، چې د افغانستان د اساسي قانون د نه نفاذ له کبله درې رنګه ملي بیرغ هم اوس ملي بیرغ نه دی او يوازې د يوې ټوټې ارزښت لري.

‌په دې اړه د نوموړي نورې څرګندونې لا نه دي خپرې شوي، خو اعتراضونه یې پارولي دي.

د پوهنتون استاد او د حقوقي چارو کارپوه سید خالد سادات(د ملي بيرغ حقوقي مسله!) تر سرليک لاندې په يوه خپاره کړي مضمون کې ليکلي:((د ملي بيرغ او نورو ملي ارزښتونو ټاکل د ملت ارادې پورې تړلي مسايل دي. په افغانستان کې د ملت ارادې تمثيل لوی او ستر مظهر يوازې لويه جرګه او ريفرنډم دی. اوسنی ملي بيرغ د ۱۳۸۲ لمريز د لويې جرګې محصول دی او په شپاړلسمه ماده کې يې د ملي بيرغ شکل او بڼه تعړيف کړې. تر هغې وړاندې زمونږ اتو اساسي قوانينو ملي بيرغ تعريف کړی وه چې هر يو يې خپل شکل درلود.))

د نوموړي په وينا د اوسني اساسي قانون عمر تر د بل نوي اساسي قانون پورې د اعتبار وړ دی. پدې معنی تر څو چې بل اساسي قانون ملي بيرغ تعريف کړی نه وي او لويې جرګې پرې تصميم نه وي نيولی، تر هغه وخته به اوسني ملي بيرغ د ملي سمبول په توګه ولاړ او رپاند وي.

خالد سادات له ستار سعادت څخه پوښتنه کړې، چې که ومنو چې اساسي قانون له منځه تللی نو بيا ولې ځانته افغانان وايو. بيا مو افغانيت هم له منځه ځي ځکه د اساسي قانون څلورمې مادې د افغانستان هر فرد‌ ته د افغان اطلاق کړی.

د ملي بیرغ دا مدافع استدلال کوي، چې اوسنی ملي بيرغ سل کاله وړاندې غازي امان الله خان افغان ملت ته د ميړانې، سرښندنې او برياليتوب نښه پريښی وه.

خالد سادات زیاتوي، چې هغه مهال لا د طالبانو بانو تحريک څه چې لوی ملا يې هم نه وه زيږيدلی.

خالد سادات پر سعادت تور پورې کړی، چې پر ملي بیرغ معامله کوي.

نوموړی لیکي:(( نو اوس چې د حقوقو فعالينو په نوم خلک ملي بيرغ نفې کوي، په حقيقت کې د ملي ارزښتونو په قيمت د دندې موندلو په پار لکۍ وهي ګويا دا غوړه مالي او چاپلوسي به يې د کومې دندې څښتن کړي. يو څوک چې ملي ارزښت پلوري ، سبا هر څه پلورلی شي.))

د ستار سعادت یو نيږدې ملګری او لیکوال عماد الدين دوران هم په دې اړه غبرګون ښودلی.

دوران لیکلي:(( دا به غیرعادلانه وي، چې د یو ملت د اکثریت خلکو د هیلو، انګېرنو، باورونو او ملي سایکالوجۍ په درک کې پاتې راشو او ملي بېرغ یوازې یوه ټوټه وګڼو.

درې رنګه بېرغ لږ تر لږه اویا کاله زمونږ ملي بېرغ پاتې شوی.))

ښاغلي سعادت د خپلو دغو څرګندونو او ورته د ښودل شويو غبرګونونو په اړه څه نه دي ويلي.

14 COMMENTS

  1. پرملی بیرغ د سعادت څرګندونی فقط د طالب او دهغوی د بادارانو د خوشحالی لپاره دی ترځو نوموړی ته د ټیټو سترګو نه ډکه دنده ورکړی. سعادت او داسی یو څو نور سعادتیان دا خوبونه وینی چې څه وخت به د طالب لخوا د معین او سفیر به توګه وټاکل شی.

  2. Every country on earth, consider their flag as visible sign of their nations identity and seems to me present set up unable to comprehend such concept.

  3. وائي د یو انسان اصلي څیره د زمان په تیریدو او په حساسو شیبو کې بربڼدیږي، ښه شو چې د دې غوړه مال او وطن پلور انسان اصلی څیره هم ټولو ته څرګند شو، زموږ ټولنه که له یوی خوا د کپتان محمد نبی غوندی په وطن او خلکو مین شاه ځلمي لري چی د لوبې په وخت کې دواړو اوږو کې د وطن ملی بیرق ځلیده او د ملی سرود په غږولو سره یی د سترګو نه اوښکې جاري شوی خو په عین حال کې د ستار سعادت غوندی بی همته او غوړه مال سیاستوال هم لري چې د چوکۍ او مقام پخاطر حاضر دی له خپل هرڅه تیر شي.
    ستار سعادت په خپل دې خبرو چې ږموږ دری رنګه ملی بیرغ یوازی د یوې ټوټې ارزښت لري ټول افغان ولس ته سپکاوۍ کړی .

  4. بس دا بېناموسه په خپله ښځه هم نه ده بند او ورته واضح دې ووايي چې د پنجاب په کومه کوڅه کې دې د فحشاء بنسټګره سي

  5. THIS ABDUL SATAAR IS NOT SAADAT
    HE IS SON OF DUNKEY.
    WHERE HE WAS BY YESTERDAY.HE WAS CORRUPT
    NOW TALKING ABOUT NATIONAL FLAG.TALIB WILL NOT STAY FOR LONGER.WHEN TALIB GO/YOU WILL GO AWAY TOO.
    INSHAL LAH

  6. سعادات هم بايد محکمه سي دغه خبيث د غني په وخت جيب ډک کړی. دغه غوړمال نجس اوس غواړي د طالبانو ډول ته ونڅيږي. دغسي خبيثانو نه بيراغ او نه ملي هويت مهم ده. دغسي کسان سي خپل ځان ځای کړي له هر څه تير دي.

  7. هو دغه خبيث د چوکۍ او مقام لپاره خپله ښځه هم سودا کوي. اول دغه خنزير په ترکيه په څه شي ژوند کول؟ دا پيسې يې له کومه کړې؟

  8. کداسی وی چه قانون اساسی نشته او سابقه نافذ شوی ندی ، نو بیا خو د افغانستان نوم ، جغرافیه او هویت هم مفهوم نلری او همدارنګه پاسپورت ، ملی ورځی او کرنسی هم باید تعطیل شی ، عجیب عقلمند خدای ج د هیواد ته ورکړی ، ځکه مو ډیر ښه خال دی او دغه شان بیا ډیر طرفدار هم لری چه خپل تلویژن ته یی راغواړی د چارپای په نوم

  9. ستار سعادت هم د پخوانیو غلو له ډلی دی ، ده ته ملی ارزښتونه اصلا اهمیت نلری و دی د یوی څوکی د مقام نیولوو لپاره راغلی نو ځکه ملی بیرغ ته توهین کوی او هغه یوه ټوټه بولی . زه مطمین یم چه طالبان به د سعادت تیر تاریخ مطالعه او له هغه وروسته به ورسره حساب وکړی .

  10. له ستار سادات ګله می کوی ځوک چی ناموس فروشه وی له هغه د وطن او د وطن د نوامیسو د ساتنی تمه مه کوی. هغه فارسی ظرب المثل دی ( ار خران چی تاوان از خرسان چی پرسان). له وطن پلورنکو، رشوت خورو، فاصدو خلکو څه ګله. دا بی شخصیته همیش ددی مملکت او خلکو د ملی ګټو په خلاف خپلی د تل په څیر منفی نظریات څرکند کړی سادات او ورسره پدرام خود فروشه او ناموس فروشه خلک دی.

  11. کله چی د سادات به وړاندی دومره کرکه ګورم او دملی ارزښتونو ننګه وینم او د ملی اندیشه وطنوالو پاک احساسات لولم ټول غمونه می هیر شی. ټولو ۱۲ کمنت لیکونکو ته دعقیدت او پیرزوینی او خلوص ګلونه وړاندی کوم که افغانانو کی د ملی رزشونو د ساتنی او د خاینینو د رټنی دا ډول احساسات موجود وی، افغانستان هیڅکله ماتی نه خوری او ملی ارزشونه مو له لاسه نه وځي
    د ټولو په اجازه یوه خبره کو م هیله ده نور درانه سادات خپه نشی، په ساداتو کی موږ ډیر غیرتیان نلرو او ستانه ندی کاشکی دوی اقلاً یو ځل ځان تثبیت کړی که دوی کی یو تګړه ملی اتل پیدا شی موږ به یی ټولو ته درناوی ولرو خپه مه شئ تاسو ټولو نه مننه

  12. وحید جان ورورکه!
    دوه درې ټکی:
    ۱ – دا به زما د حماقت نخښه وی که په عمومی مجلس ( څه حضوری وی یا مجازی وی ) د خپلی شخصی سلیقې په باب وږغېږم او مثلاً ووایم چی پیاز می خوښ دی او مستې او شلومبې می نه دی خوښی یا…..
    امّا
    د ملی – افغانی – انسانی – عقیدتی مسائلو په ډګر کی بېله مقدمې خپله انسانی وجیبه ګڼم چی فریاد وباسم فلانی څیز می خوښ او فلانی څیز می نه دئ خوښ. د یو قوم یا فرهنګ یا تبار یا سمت عمومی سپکاوی د انسانی او افغانی او اخلاقی معیارونو خلاف کړنه ده خصوصاً سادات یو خاص اجتماعی منزلت لری البته د یو شخص پتوګه د هر ناصالح انسان ( ولو که د سادات ټبر هم وی ) نقد او حتی غندنه هیڅ ممانعت نلری.
    ۲ – ستار سعادت اصلاً د سادات سره هیڅ اړه نلری بلکه سعادت یو بل مفهوم دئ چی البته که په لاتین تورو ولیکل سی نو د سادات بڼه به غوره کړی.
    ۳ او ۴ – چی را نه خپه نه سې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب