یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتهران نن د افغانستان په اړه د سیمه ییزې غونډې کوربه دی

تهران نن د افغانستان په اړه د سیمه ییزې غونډې کوربه دی

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۵مه) ټاکل شوې ده چې تهران نن د افغانستان به اړه د سیمې د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی سعید خطیب زاده د دې غونډې په درشل کې پرون / سې شنبې وویل، په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات د افغانانو د غوښتنو له عملي کېدو سره تړلې ده.

په کابل کې د ایران سفیر وايي، د تهران په غونډه کې به د افغانستان د اقتصادي او امنیتي ستونزو ترڅنګ په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو په اړه خبرې وشي.

د افغانستان په اړه د تهران په غونډه کې به د ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د باندنیو چارو وزیران په حضوري ډول او د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیران په انلایڼ ډول ګډون وکړي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې د رامنځته کیدو او له افغاني حل لارې څخه د افغانستان د ستونزې د حل لپاره استفاده د یادې غونډې اساسي هدفونه ګڼل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب