یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهيوناما: د افغانستان له تمویلونکو سره د عادي وضعيت په اړه خبرې...

يوناما: د افغانستان له تمویلونکو سره د عادي وضعيت په اړه خبرې روانې دي

تاند:( چار شنبه، د ليندۍ پینځمه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر ( يوناما) مشرې ویلي، چې د افغانستان د پراختيايي پروژو له تمویلونکو سره د افغانستان د عادي وضعيت د بيرته ستنولو په اړه خبرې روانې دي.
دبورا لاينز دا خبره د طالبانو د رئيس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په سپیدار ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال کړې ده.
ويل شوي، چې په دې لیدنه کې طالب لوري د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ په اړه پر امريکا متحده ايالاتو د ملګرو ملتونو سازمان د فشار غوښتنه کړې ده.
مولوي کبير له ملګرو ملتونو څخه د افغانستان د انساني فاجعې د مخنيوي لپاره د پیل کړو هڅو له کبله مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې له اړوندو ادارو سره به یې همکاري کوي.
طالب چارواکي دغه راز، د شريعت په چوکاټ کې د ښځینه حقونو د تامینولو ډاډ هم ورکړی.
د ملګرو ملتونو استازې ټينګار وکړ، چې د ژمي له پیل څخه مخکې باید د انساني فاجعې د مخنيوي په هدف افغانستان ته عاجلې بشري مرستې همغږي شي.
د دې ليدنې په اړه د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.
د افغانستان د ډېرو پروژو تمویلونکي طالبان په رسميت نه پېژني او د نه په رسميت پېژندلو په صورت کې يې د پروژو د تمويل په اړه د ځینو شرایطو يادونه کړې وه.
اوس معلومه نه ده، چې طالبان د دغو شرايطو په اړه څه هوکړې ته رسېدلي دي؟
پرون د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل، چې افغانستان د نړۍ په تر ټولو ستر ناورين بدلیدونکی دی.
د افغانستان ۱۸ ميليونه خلک دا اوس پوره وږي او ۲۳ ميليونه چې تر نیمايي نفوس یې ډېره برخه جوړوي، د شديد فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د‌ دې ترڅنګ ۳ ميليونه ماشومان د لوږې له کبله د مرګ په پوله ولاړ دي.
همدا اونۍ د کابل ښار په لويديځ کې د لوږې له کبله د يوې کورنۍ د اتو ماشومانو د مړينې خبر ورکړل شو.
د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح پرون طالبان د مالي اختلافاتو له کبله د خلکو ژوند ته په نه پاملرنې تورن کړل او ويې ويل، چې طالب مشران پرون په یوه غونډه کې د خپلو جنګیالیو د مالي تخصيص په اړه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.
د هغه په ادعا، طالبانو په دې غونډه کې د خلکو د مرګوني وضعيت په اړه هيڅ بحث نه دی کړی.
طالبانو دغو ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب