سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeکالمونهننګیالله نورو وړاندې…؟ شهرت ننګیال

له نورو وړاندې…؟ شهرت ننګیال

وینه په قلم کې مې چې کیښ نو د لیکوالو لړ لیک مې چمتو کړ ـ له مشرانو سره د سلا مشورو په لړ کې شرعیاتو پوهنځي کې خپل استاد ته ورغلم ـ دده نوم ځکه نه راوړم چې اوس زموږ منځ کې نشته…

ده پخپله همیشنۍ لورېینه ددې کار ستاینه وکړه، ویې هڅولم، خو یوه کرښه یې هم زما پر وړاندې تېره کړه ـ هغه دا چې تذکره یواځې تر تحریکي (اخواني) لیکوالو را لنډه کړم.

ده ځینې بېلګې هم راته کېښوې، چې ماجد ابو العشیر داسې یوه تذکره کښلې او تواب عبدالمفعم هغسې یوه…

استاد راته کړه چې د دغسې تذکرې په مټ به درته د رابطې معاش هم منظور کړم ـ دغسې یې نور هډوکي، واښه او دانې هم راته وغورځولې…

ما په ډېر ادب ورته کړه چې د عادي حالاتو تذکره نه ده، چې په دغسې کرښو یې ووېشو، له شوروي یرغل سره جهاد په مخ کې دی ـ که څوک توره چلوي که قلم د ملت برخه ده او د ملت په رول سترګې نشي پټېدای…

ده له ما نوملړ وغوښت ـ د نوملړ سر کې د استاد مجروح، پوهاند مجروح، عزیزالرحمن الفت، ولسمل، استاد رفیع او نور…. نومونه وو.

د نومو په لوستو ده راته کړه : ښه شروع دې هم له دوی کړې…؟

زه وارخطا شوم ـ لکه لار رانه ورکه وي ورته کړه مې …. داسې نه ده استاده! د دوی نومونه مې هسې ذهن ته راغلي دي…

ده راته کړه دا هسې دې څرنګه د نورو نومونونه ذهن ته نه راتلل…؟ خبره داده چې د دوی نومونه ولې هسې ذهن ته درغلي دي…؟

څو ورځې وړاندې مطبوعاتي کنفرانس کې یې ولسمشر له خپل کاندید او دا چې چاته به رایه ورکړي پوښتلی و….؟

ولسمشر وویل، چې دی د چا د ننګې او ملاتړ نیت او اراده نلري ـ البته د یوه فرد په توګه خپله رایه پخپل وخت د خپلې خوښې کاندید ته ورکولی شي…

احتمالي کاندیدانو کې ولسمشر درې نومونه یاد کړل ـ له ټولو وړاندې استاد سیاف، دویم ډاکتر عبدالله عبدالله او وروستی هغه ډاکتر اشرف غني احمدزی.

پوښتنه داده چې څرنګه تر ټولو لومړی د استاد سیاف نوم د ولسمشر ذهن ته ورغلی، په داسې حال کې چې د خلکو پر خولو له ټولو زیات د ډاکتر اشرف غني احمدزی ګرځي، چې دی د مخکنیو ټاکنو نوماند هم و…

له ټولو وړاندې د استاد سیاف نوم هسې د ولسمشر خولې ته نه دی ورغلی لکه زما ذهن ته چې هغه نومونه راغلي وو ـ چې استاد سیاف هسې سړی یا لیډر نه دی…

دده نوم هرومرو د یوه علت یا لامل له امله د ولسمشر خولې ته له ټولو وړاندې لویدلی او له ټولو دمخه راوتلی دی، خو په دې د حرف علت خبره نشته….

چې نه د ولسمشر له خولې هسې د چا نوم راوځی او نه د استاد سیاف په نامه هسې د چا خوله چوله کېدای …. نه دا نوم هسې دی، نه دا خوله هسې…

د استاد سیاف یواځې نوم خولو ته نه ننوځي، بلکې که ننوځي دی خپله رګ، رګ ته ننوځي، چې دی رګ، رګ ته د ننوتلو لار له ټولو د مخه موندلی شي.

او له ټولو دمخه رګ، رګ کې ځای نیولی شي ـ دغه نیونه اشغال نشي بلل کېدای، بلکې یا له محدودو قطعاتو سره ځای نیسي یا د ملګرو ملتو د پرېکړې له مخې د خارجي دوستانو له جنډې سره هلته خپل بېرغ درولی شي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب