ډېر وخت چې د ښځينه او نارينه د توپيرونو په هکله خبرې کېږي نو خبره چې هرڅومره تاو راتاو شي بېرته دې ته راځي چې ښځه احساساتي ده، عاطفه یې ډېره ده، زړه یې نرم دی او نور، خو په دې هکله، د زړه په هکله طب څه وايي، پدې ليکنه کې په همدې توپير خبرې کوو.
د نارينه زړه په فزيکي ډول د ښځو د زړه څخه غټ دی، د زړه وزن د بدن د وزن په پرتله تخمین کېږي، په نارينه و کې د کيلو په سر ۵,۷ ګرامه خو په ښځينه و کې بيا ۴,۸ ګرامه دی، په دې نسبت د ښځو د زړه وزن په عموم کې ۲۰۰-۲۸۰ ګرامه او د نارينه و ۲۵۰-۳۹۰ ګرامه وي.
د يوې ښځې زړه د خپل بدن د اړتيا وړ اوکسيجن ترلاسه کولو لپاره د نارينه د زړه څخه ډېر غورځي، په یوه دقیقه کې د ښځو زړه په اوسط ډول ۷۰ ځل غورځي او د نارينه و د زړه لپاره بيا دا اوسط ۶۰ دی.
نارينه تر ښځو زيات د زړه په ناروغۍ اخته کېږي، د زړه د ناروغۍ تشخيص ۴۷ نارينه و ۴۲ سلنه ښځینه ، خو توپير دا دی چې په ښځو کې د زړه ناروغي ډېر وخت تر نارينه و سخته تېرېږي.
په ښځو کې د زړه د ناروغيو څخه د ژوند د لاسه ورکولو سلنه اته سلنه لوړه ده، ددې سبب د ښځینه و کم معلومات دي، دوی ډېر وخت د زړه د ناروغيو په نښو سمې نه پوهېږي او په غلط ډول يې تعبير وي.
هغه ښځې چې د شکر يا ديابت ناروغي لري او ترڅنګ یې د زړه په ناروغۍ هم اخته شوې وي د همدې ډول نارينه و په نسبت يې د ژوند له لاسه ورکولو کچه پنځوس سلنه زياته ده، څیړنې وايي چې ديابت په ښځو تر نارینه و ډېر ژور اغېز پرې باسي.
ښځې تر نارينه و په ځنډ د رګونو په ناروغۍ اخته کیږي، د مثال په ډول ډېري نارينه چې په پنځوس کلنۍ د رګونو ناروغ کېږي ښځې په شپېته کلنۍ په دې ستونزو اخته کېږي.
د زړه د حملې نښې په ښځو کې متفاوتې دي، د مثال په ډول په نارينه و د زړه د حملې نښه ډېر وخت د سینې په چپ طرف کې شديد درد وي، خو په ښځو کې بيا ډېر وخت مسله دا وي چې ددوی د نس پورتنۍ برخه درد کوي، يا زيات د زړه بدوالی لري او دې ته ورته نور.