Homeخبرونهریچارډ بنېټ: ازادې رسنۍ په سوله‌ییزه ټولنه کې مهم رول لري

ریچارډ بنېټ: ازادې رسنۍ په سوله‌ییزه ټولنه کې مهم رول لري

تاند (یکشنبه د ثور/ غويي ۱۳مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې ازادې رسنۍ، د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی د یوې سوله‌ییزې او فعالې ټولنې بنسټیز عناصر دي.

ریچارډ بنټ دا خبرې نن یک‌شنبه د مې۳مه د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي دي.

بنېټ ویلي، افغانستان کې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په تامین کې مهم رول لري.

د مې ۳مه په ۱۹۹۳ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له لوري د مطبوعاتو د ازادۍ ارزښت په اړه د پوهاوي لوړولو او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا یادونې په موخه، د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

دا ورځ په داسې مهال بیا نمانځل کېږي چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان په ځانګړي ډول ښځينه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې تر بل هر وخت فشار لاندې دي او له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...