Homeخبرونهغفران: تېر کال له ۱۴۰ زیاتو رسنیو او رسنیزو بنسټونو ته د...

غفران: تېر کال له ۱۴۰ زیاتو رسنیو او رسنیزو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي

تاند (یکشنبه د ثور/ غويي ۱۳مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د مې ۳مه د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو حکومت په ټولنه کې د رسنیو پر اساسي رول باور لري.

غفران نن یکشنبه د مې ۳مه یوه ویډیويي کلپ کې دغه خبرې کړې دي.

هغه زیاته  کړې چې، دوی د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي د رسنیو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

نوموړي له ټولو رسنیو غوښتي چې خپل فعالیتونه د افغانستان د خلکو دیني او کلتوري ارزښتونو، د نشراتي پالیسۍ، ملي ګټو او د اشخاصو د حریم په چوکاټ کې تنظیم کړي.

د غفران په وینا، د یاد وزارت د ملاتړ په پایله کې په ۱۴۰۴ کال کې له ۱۴۰ څخه زیاتو رسنیو او رسنیزو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي.

خبیب غفران زیاته کړې چې د رسنیو په برخه کې پرمختګ شوی هڅه کوي چې د سیمینارونو په جوړولو سره، د رسنیو او دولت ترمنځ ښې اړیکې رامنځ ته کړي.

بل لورته بیا  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې ازادې رسنۍ، د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی د یوې سوله‌ییزې او فعالې ټولنې بنسټیز عناصر دي.

ریچارډ بنټ ویلي، افغانستان کې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په تامین کې مهم رول لري.

د مې ۳مه په ۱۹۹۳ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له لوري د مطبوعاتو د ازادۍ ارزښت په اړه د پوهاوي لوړولو او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا یادونې په موخه، د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...