Homeخبرونهبښنې نړیوال سازمان: ۲۰۲۵ نړۍ کې خبریالانو لپاره تر تولو خونړی کال...

بښنې نړیوال سازمان: ۲۰۲۵ نړۍ کې خبریالانو لپاره تر تولو خونړی کال وو

تاند (یکشنبه د ثور/ غويي ۱۳مه) ‏د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې، ۲۰۲۵کال د خبریالانو لپاره تر ټولو د خونړي کال په توګه ثبت شوی دی.

یاد سازمان په راپور کې ویلي چې، په یاده موده کې ۱۲۹خبریالان وژل شوي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې اسرائیل د خبریالانو له درېیو برخو دوو برخو خبریالانو د وژنې مسول بللی او زیاته کړې ده چې، غزه د خبرې پوښښ پر مهال تر ټولو خونړۍ سیمه ده.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د جګړو پر مهال د خبریالانو په نښه کولو او په رسنیو د محمدودیتونو لګولو اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی هم ستونزمن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې، نن یکشنبه د مې ۳مه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې چې، هر کال دا ورځ په بېلابیلو هیوادونو کې نمانځل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې...