Homeخبرونهریچارډ لینډسي: افغان خبریالان په ستونزمنو حالاتو کې د ولس ریښتینې غږ...

ریچارډ لینډسي: افغان خبریالان په ستونزمنو حالاتو کې د ولس ریښتینې غږ تر نړۍ رسوي

تاند (یکشنبه د ثور/ غويي ۱۳مه) ‏‏د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په تړاو، د افغان خبریالانو مېړانه او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې.

نوموړي په خپله تازه وینا کې د بیان د ازادۍ پر حیاتي ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې خبریالي د یوې ژوندۍ ټولنې لپاره اړینه ده.

لینډسي زیاته کړه چې، تېره اوونۍ یې له یو شمېر افغان خبریالانو سره لیدلي او د هغوی د کاري شرایطو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي چې، افغان خبریالان په خورا ستونزمنو او پېچلو حالاتو کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي او د ولس رښتیني غوښتنې نړۍ ته رسوي.

د نوموړي په وینا، دغه خبریالان د افغان ولس اندېښنې، ګټې او لومړیتوبونه په نښه کوي او په خپلو راپورونو کې ورته ځای ورکوي.

ریچارډ لینډسي زیاته کړه چې افغان خبریالان د هغو کسانو غږ پورته کوي چې تر هر چا زیات ورته اړتیا لري او د ټولنې د هغو برخو استازیتوب کوي چې غږ یې نه اورېدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې میاشتې درېیمه په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...