تاند ( دوشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۲مه) بدخشان کې د طالبانو د حکومت له مخدره توکو سره د مبارزې کمېسیون مسوول جمعه خان فاتح وایي، چې ۱۳۰ کروندګر یې د کوکنارو د کښت په تور نیولي دي.
یاد شمېر کروندګر د بدخشان ولایت په ارگو، درایم، جرم، یفتلپایان او بهارک ولسوالیو کې نیول شوي دي.
د فاتح په وینا د طالبانو د مشر مولوي هبة الله د فرمان له مخې د مخدره موادو کښت منع او هېڅوک اجازه نه لري چې کوکنار وکري.
پرون یکشنبه هم په یاد ولایت کې د ۳۱ تنه بزګرانو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی وو.
د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په راپور کې هم ویل شوي وو چې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید د دغو موادو په دودیزو سیمو لکه هلمند کې کم شوی خو د بدخشان په څېر په نویو سیمو کې ډېر شوی دی.
د دې ادارې پر اساس، د ۲۰۲۳ کال پرتله په شمال ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو کښت ۳۸۱ سلنه زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، تېر کال په افغانستان کې پر ۱۰،۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو دا شمېره سږ کال ۱۲،۸۰۰ هکتارو ته لوړه شوې ده. راپور، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، څرګندوي چې په شمال ختیځو سیمو کې د کوکنارو کښت زیات شوی او د تریاکو د هر کیلو بیه ۷۳۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
د ملګرو ملتونو دفتر ټینګار کړی چې باید د افغان بزګرانو ملاتړ وشي او اقتصادي فرصتونه ورته برابر کړل شي څو له غیرقانوني بازارونو څخه ځان خلاص کړي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په ۲۰۲۲ کال کې په یوه فرمان کې په افغانستان کې د کوکنارو کرل، د تریاکو قاچاق او خرڅلاو بند کړل چې له دې سره د مخدروموادو په تولید کې د پام وړ کموالی راغی، خو د ملګروملتونو د یوه وروستي راپور له مخې د دې هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو په کرکېله کې یوځل بیا څه ناڅه زیاتوالی راغلی دی.