جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونهقانعله استاد رباني سره وروستۍ مکالمه/ عصمت قانع

له استاد رباني سره وروستۍ مکالمه/ عصمت قانع

استاد برهان الدين رباني د افغانستان په معاصر سياسي تاريخ کې څو اړخيز شخصيت وو. د يوه رهبر په توګه، د يوه سياسي فعال په توګه، د يوه ليکوال په توګه او د قران شريف د يوه غښتلي مبصر په توګه يې ځانګړي اوصاف او خصلتونه درلودل.

پوره لس کاله ورسره نېږدې پاتې شوم. په ١٣٥٩ هه ل کال کې زه ايله د ١٩ کالو ځلمى وم، چې د افغانستان په اسلامي حزب کې د خپلو تېزو ناسيوناليستي افکارو په وجه مځکه راته سور اور شوه.

د کوټې په مسلم باغ کې له اسلامي حزب څخه په دې وجه ولاړم چې د انجينر حبيب الرحمن پر يوه ټايپ شوې وينا مې انتقاد وکړ. ويل کېږي، چې انجينر حبيب الرحمن د بغلان د نجراب وو او په کابل پوهنتون کې يې د ځوانو مسلمانو د غورځنګ سياسي فعاليتونه تنظيمول.

د حبيب الرحمن يوه وينا ټايپ شوې وه، چې په کې د شيخ مجبيب الرحمن تر سياسي زعامت لاندې د بنګالي ناسيونالېزم لخوا د بنګله دېش په نوم د يوه هېواد جوړېدو ته شيطاني او طاغوتي دسيسه ويل شوې وه.

ماته د مرحوم حبيب الرحمن دغه وينا د بنګاليانو د هېواد پرضد يوه ښکنځا ښکاره شوه او په هماغه مجلس کې مې وويل، آيا اسلام موږ ته دا اجازه راکوي، چې د يوه ملت د استقلال غوښتنې ملي ارادې ته بد ووايو؟

استاد علي انصاري چې اصلي نوم يې غلام سخي وو او په حزب کې يې فرهنګي چارې چلولې يوځل په قهر شو او غوسه کې يې راته وويل، خبيثه ته د يوه اسلامي هېواد تجزيه د يوه ملت ملي اراده بولې؟

استاد علي انصاري تهديد کړم، چې بيا داسې دريځ څرګند نه کړم اوکه يې کړم، نو د شلغمو په تول کې به ولاړ شم.

په هماغه ورځ مسلم باغ څخه په تېښته بريالى شوم او د پېښور لاره مې په مخه پسې واخيسته. په پېښور کې د اسلام او جهاد په نامه نوي دوکانونه او شرکتونه پرانيستل شوي وو.

د پير او حضرت پر دوکانونو مريدان رامات شوي وو، د مولوي نبي تنظيم بيا د ملايانو وو، د خالص د تنظيم چندان خوند نه وو او استاد سياف تازه له کابله راغلى وو، لا يې مارکېټ کې دوکان نه وو په نښه شوى.

له ملايانو، پيرانو، حضرتانو او نورو سره مې په طبيعت کې نده جوړه. بل ځاى نه وو، هماغه لوګرى متل دى، چې اوبازک چښتن نه موندو او خدرخېل ټاټوبى نشواى پيدا کولاى.

په جمعيت کې پښتانه چندان نه وو او زه د يوه پښتون په توګه د ځاى ځايګي په لټه کې وم. ښه مې ياد شي د اوړي ټکنده غرمه وه، چې په فقير آباد کې د استاد رباني کور ته ورغلم.

د کور دباندې يوه مشرقيوال پښتون چې غالباً د استاد د کور محافظ وو د کور په دروازه کې يوې خونې ته چې پېښوريان يې بېټک بولي بوتلم اوشېبه وروسته استاد رباني راغى.

استاد له قده لوړ نه وو، خو ډېر ټيټ هم نه وو، په اصطلاح ميانه قده وو. توره ږيره يې تازه په ماشين وهلې وه، چې له حده زياته کونډۍ او لنډى معلومېده، چترالى پکول يې پر سر وو، په روغبړ کې يې خورا توده مينه راسره وکړه. په ماته ګوډه پښتو يې خبرې راسره شروع کړې. په لومړي سر کې يې جوړ پخير په مشرقيواله لهجه راسره کاوه، خه يې، خه يې راته ويل، خو وروسته پوه شو، چې مورنۍ لهجه يې کندارۍ ده، نو شه شه يې شروع کړل او هڅه يې کوله چې په کندارۍ لهجه خبرې راسره شروع کړي.

په خبرو  خبرو کې يې د ولايت، تعليم او قبيلې پوښتنه راڅخه وکړه، ما د خپل بشپړ معرفت ترڅنګ له اسلامي حزب څخه د خپلې تېښتې کيسه ټکي په ټکي ورته وکړه.

ده راته وويل، چې حزبيان مخالفت نشي زغملى، تاسو بايد په مکالمو او مجالسو کې احتياط ورسره وکړئ.

په هماغه غرمه يې له ځان سره ميلمستيا ته بوتلم، له حده زيات باور يې را باندې وکړ. کله چې به زه په مجلس کې ناست وم، نو نورو ته به يې هم په خورا محترمه لهجه معرفي کولم او د تعارف تر څنګ به يې زما په هلکه توصيفي او تشويقي هڅې کولې.

درې مياشتې وروسته استاد برهان الدين رباني زه د خپل تنظيم د نشراتي ارګان (مجاهد) مسوول مدير وټاکلم.

ما هڅه کوله چې اخبار پر وخت چاپ کړم او پر وخت يې ووېشم. دې کار هم استاد رباني زما په نسبت د ترسره شوي اعتماد له امله قانع کړى وو.

په ډېرو مواردو کې يې زما خبرې ته غوږ نيوه، که څه هم زه د شلو کالو ځوان وم، خو په حساسو مسايلو کې يې زما مشورو ته اهميت ورکاوه. په سفرونو کې ورسره وم، د مهاجرينو کمپونو ته ورسره ولاړم.

په غونډو او ميټينګونو کې يې ترڅنګ ناست وم. له استاد سره د تېر شوي وخت په باره کې ما خپل ټول يادښتونه ليکلي دي، چې اوس هم زما په شخصي کتابخانه کې په کوټه کې محفوظ دي او که ژوند وو چاپ به يې کړم.

استاد رباني برسېره پردې چې يو ديني عالم وو، د يوه انسان په توګه يې د علم مخالف خصوصيت يعنې تعصب درلود. دى هوښيار وو، خو ټوله هوښياري يې دې ته وقف کړې وه، چې څرنګه پښتانه په خپل لوى کور کې د يوه لوى اکثريت له موقف څخه را وغورځوي او په يوه ګډوډ متشتت اقليت يې بدل کړي. د خپلې خندانې څېرې تر شا يې د تعصب او تنګ نظري دريځونه په خورا مهارت او چالاکۍ سره پټول.

متحمل مزاجه وو، خو د تحمل تر شا يې محيل هُنر درلود او په اسانۍ سره يې خپل چل او فريب ته د معصوميت او بې ګناهۍ جامه ور اغوسته.

نرم خويه وو، په خبرو اوغږېدا کې نه احساساتي کېدلو، خو په پټه کې يې عقده او غوټه داسې له پړسوب څخه ډکه وه، چې بيا يې پړسوب په هېڅ ډول د تداوۍ اومعالجې وړ نه وو.

له ديني ارشاداتو څخه به يې خبرې کولې، خو په عملي ژوند کې يې بنياد ګرايي نه درلوده. اولادونه اوکورنۍ يې په سختۍ سره نه اداره کوله اوبشپړه ازادي يې ورکړې وه.

زما وروستي ليدل ورسره د ملي سرود په جلسه کې وو. استاد په کابل کې د قدرت تر اخيستو يو کال وروسته هڅه وکړه، چې د تېر چپي رژيم ملي سرود په اسلامي سرود بدل کړي، ددې کار لپاره يې محمود فاراني او زه دواړه ګومارلي وو.

ما ځان ته جر‌ئت ورنکړ، چې د عبدالرؤف بېنوا د تخليق شوي ملي سرود په مقابل کې په کستاخۍ لاس پورې کړم، هڅه مې وکړه، چې د بېنوا صاحب ملي سرود د يوه تل پاتې سرود په توګه د افغانانو د هويت او شخصيت هېنداره واؤسي.

خو فاراني يو بل شعر په فارسي ليکلى وو، د استاد رباني د اقتدار په دويم کال کله چې يې د فاراني شعر د ملي سرود په توګه قبول کړ، نو ما اعتراض وکړ، چې دا کار د يوه ملت له هويت څخه انکار دى. لومړى خو دا شعر په افغاني ژبه نه دي او فارسي ژبه د يوه ملت د هويت ژبه نه ده، بلکې په اسيا کې هندوانو، ازبکانو، بلوڅانو، عربو اونورو توکمونو فارسي ژبه ويلې ده او اوس هم خبرې پرې کوي. د هندو سرود په هندۍ ژبه دى، د عرب سرود په عربۍ ژبه دى، د ازبک سرود په ازبکي ژبه دى، د ترک سرود په ترکۍ ژبه دى. که تاسو رښتيا مسلمانان ياست يا جمعيت اسلامي د اتنيکي تعصب سياست نه کوي، نو واقعيت دادى چې د يوه ملت د هويت له رنګ څخه بايد مخ وانه ړول شي.

غالباً د ١٣٧٣ هه کال د جدي د مياشتې دوهمه هفته وه، چې زه د اعتراض په توګه په داسې وخت کې چې جمعيت پر قدرت بشپړې منګولې لګولې وې له جمعيته ووتم.

د ارګ د ګل خانې د ماڼۍ په هغه اطاق کې چې د اوسني جمهور رييس د کار دفتر هم په کې دى زما له استاد رباني سره وروستۍ مکالمه په دې ډول وه.

استاده!

ستا دا کار به د افغانانو تر مېنځ بېلتون رامېنځته کړي، ملي سرود بايد د افغانانو د هويت په ژبه وي. استاد رباني لږ څه په غوسه شو يوه ترخه مُسکا يې وکړه او بيا يې د قران شريف دا ايت چې (( و اذا خاطبهم الجاهلون قالو سلاما)) ووايه.

ما هڅه وکړه چې له دفتره يې ووزم، سخيداد فايز چې اوس هم ژوندى دى هڅه کوله چې ما کښېنوي، خو زه راووتلم، فقط د استاد رباني آخري خبرې مې واورېدې. استاد فايز ته يې وويل: فايز صاحب! عصمت قانع استعداد خوب است اما حيف که پشتون است، نشنليزم افراطى بالاخره او را هلاک خواهد کرد.

او زه تر اوسه پورې لا د پښتونولۍ په تور لکه بسمل مرغه ترپ ترپ ترپېږم او پښتونولۍ زما او زما د اولادونو د رزق او روزۍ مخې ته پاټک اچولى دى.

وروسته بيا ما په څمکنو کې د جمعيت دفتر ونيو، اى ايس اى زه ونيولم.

بيا ما استاد ونه ليد.

د جمهوري رياست د دوهمې دورې په انتخاباتو کې استاد زياته هڅه وکړه، چې کور ته مې ور وغواړي، څو ځله يې پيغام را ولېږه، چې يو بدخشي شور چاى راسره وڅښه. ما فقط يوه لنډۍ ور ولېږله:

خبره لاړه ډنډوره شوه

جانانه خپل کار دې کوه خپل به کوومه

دا ليکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

10 COMMENTS

  1. قانع كاكا هره ليكنه دې عالي ده
    ستاپه ليكنو وياړو
    خداى دې له هره غمه وساته ، همداسې پښتون او همداسې ليكوال ته اړتيا لرو
    ْژوند ژوند

  2. قانع صیب تاسو خو ورسره د نږدې نه پاتي شوي یاست ، اوس هغه مړ شوی دی خو چې د هغه اریانا افغان الونکې ځواب به څنګه الله ته ورکړي چې داوسنی حکومت په لومړیو کې یې په ایران په ډيرو لږو روپو خرڅه کړه او هغه نور کارونه خو څه کوې چې د جهاد په نامه يې په هيڅ شي بریک ونه نیوه ، تاسو دې الله ژوندي لري چې دپټو دښمنانانو مخونه بربنډوﺉ

  3. ښاغلی قانع صاحب! په تاسی دی سل ځله افرین وی چی حقایق خو وایاست ځینی خلک شته چی یو زیات شمیر حقیقتونه ورسره پټ پراته دی اوددی ملت په وړاندی یی نه روښانه کوی، ډاکټر نجیب الله په خپل یو ه تقریر کی ویلی دی چی یو شمیر خلکو په مخ باندی نقابونه راکش کړی، الله تعالی به داسی حالت راولی چی ددوی دانقاب به څیری اوددوی اصلی څیری به هرچاته معلومی شی،اوس داده ورځ په ورځ دداسی اشخاصو هویت او اصلیت دی ملت ته څرګندیږی،

  4. دا جهادیان هم عجیبه خلګ دی جهاد یان مې ددوی پخپله را یه ورته وویل که نه نو درسول مبارک په وخت کې خو جهاد داسی نه وو دوی دافغا نستان دیوی برخې بیلیده. او پاکستان جوړیدنه هیڅ وخت نه ده غندلی آیا افغانستان اسلامې ملک نه و چې انګریزانویی یوه لویه برخه قادیانی اوبی دینه جنا خ ته ډالې کړه ؟ او یو قوی مسلما ن میلیت افغا ن یی پر ملا اره کړ. خودا بیا ورته ناروا ښکاریده چې ولې بنګال خپله حقه ځپلواکې د تور لینګیو پنجا بیانو نه وا خیسته په مصر کې د وژل شوی اخوانېا نو غا یبا نه جنازه د کابل د عید ګاه تر مسجده را ور سول خو دامین دوختو نو د ۵۰۰۰ شهیدا نو جنازه یی ونه کړه
    قا نع وروره: عمر دی ډیر شه وایم چې کا شکې ستا په شان مو ډیر لیکوال در لودلای چې دوی دغسی نور هم رسوا کړی وای
    په ادب اواخلاص

  5. زماه په نظر ترڅوپوری چی په جمعیت کښی دستا ګټی خوندی وی نو ښه وو خو چی ستا شخصی ګټی ته زیان ورسید نوبیا ه ربانی دپښتو ضد وو

  6. Qania saeb salamona .satssay leekani deere pa zara poore de ao bala khbra da da che qanai seab yedkhtoona de chap ta tayeer ka de chap lagkhat ba ham darat payda ko da ba deer pa zara poore khteere ba pakay we manana qalam de taand

  7. الله دی د عصمت قانع په قلم نور هم برکت کښیږدي تر څو د ټولو هغو منفورو څیرو چې لا هم هڅه کوي خپل شیطاني مخونه د فرشتو په نقابونو کې راونغاړي، ملت ته رسوا او اصلي څیرې یی رابرسیره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب