پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د افغان نجونو د زده...

د هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د افغان نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه اعلامیه خپره کړه

تاند (جمعه، د حمل ۵ مه) په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو په اړه د نړۍ د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو ګډه اعلامیه خپره کړه.

د البانیا، اندورا، استرالیا، بوسنیا هرزګووینیا، کاناډا، ایستونیا، جرمني، آیرلنډ، کوزوو، مالاوي، منګولیا، نیوزیلنډ، سویډن، تونګا او بریتانیا د باندنیو چارو وزیرانو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي: د هر کال په پسرلي کې په افغانستان کې ښوونځي د ملیونونو زده کوونکو په لویو هیلو او ارزوګانو پیلېږي؛ چې خپل ټولګیوال او ملګري بیا وویني، چې بیا زده کړه او روزنه پیل کړي، او په ژوند کې یو بل مخ په وړاندې ګام پورته کړي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي:«موږ د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو په توګه په دې ژور نهیلي او خوابدي یوو چې په افغانستان کې نجونې پرې نه ښودل شوې چې د لېسې دورې د زده کړو لپاره ښوونځیو ته لاړې شي. د طالبانو دا اعلان چې تر بلې خبرتیا پورې به له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه ځي، په ځانګړي ډول په دې خاطر ځوروونکی دی چې دوی په ځلونو ژمنې کړې وې چې ټول ښوونځي به پرانیزي.»

طالبانو د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د کابل له نیولو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته وویل چې تر بلې خبرتیا پورې ښوونځیو ته لاړې نه شي. وروسته یې ووبل چې په نوي تعلیمي کال کې به ټولو هلکانو او نجونو ته ښوونځي پرانیزي.

د نړۍ د هغو هیوادونو، چې د بهرنیو چارو وزیرانې یې ښځې دي، له طالبانو په کلکه وغوښتل چې له افغانانو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او پر هغو نړیوالو کنوانسینونو عمل وکړي چې افغانستان منلي دي.

«موږ له طالبانو غواړو چې خپله وروستۍ پرېکړه بېرته واخلي او په ټولو کچو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د زده کړو لار پرانیزي او په ځانګړي ډول په تعلیم کې تبعیضي پالیسي پای ته ورسوي.»

دوی دغه راز ویلي چې طالبان به په ځیر څاري چې خپلې وعدې عملي کوي او که نه. «موږ د دوی په عمل حساب کوو نه په الفاظو.»

2 COMMENTS

  1. TALIBS MUST LOOK TO ISLAMIC WORLD. INDONISIA/IMARAT ARABI/SAUDIARABIA/QATAR /BANGLADISH/SURIA/LIBNAN//BANGLADISH.JORDON/KUWAIT.BAHRAIN……
    ANY ISLAMIC COUNTRY WITH ISLAMIC UNOFORM FALLOW EDUCATION.
    EXACT LY ANY ACTION OF TALIBS ARE SO FAR OF TO BEE HUMAN.BUT EDUCATIN IS EMPORTANNT FROM ALL.
    I HOPE TO TALIBS COME DOWN FROM DUNKY RIDE.AND FALLOW HUMAN CRACTAR.
    WE STAND WITH OUR SISTERS/DOUGHTERS/MOTHERSAND ALL FEMALE SOCIETY OF OUR COUNTRY

  2. western world special america have very easy way for education of children.
    schools building//breakfast/lunch/school buses/ gym//medical assistant/compeuters/books/schools supplies
    but sorry for our country.childs can not received any of above’
    but ANIMALTALIBS CUT DOWN JUST ATTANDANCE TO SCHOOLS.
    NO CHOICE WE HAVE TO COMEOUT TO STREETS AGAINST TALIBS.
    THIS GROUP IS ENEMY OF PUKHTOONS AND WANT PUSH PUKHTOONS TO A HOLE.

    I WANT EMERGENCY DEATH FOR ALL TALIBS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب