تاند(جمعه، د حمل ۵ مه) امریکا وايي، وروسته له دې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو له دوام سره مخالفت وکړ، واشنګټن د طالبانو له رژیم سره په اقتصادي موضوعاتو خبرې لغوه کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي نن (جمعه) رویټرز خبري اژانس ته وویل چې امریکا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اوونۍ په پای کې (شنبه او یکشنبه) د افغانستان بانک، د افغاني بانکنوټونو د چاپ او د افغانستان د تعلیمي سیکتور لپاره د نړیوال بانک د سلګونو ملیون ډالرو د بسپنې په اړه له طالبانو سره د خبرو اترو ټاکل شوی پلان لغوه کړ.
د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو د حق نه ورکولو نه یوازې په افغانستان کې خلک غوسه کړي بلکې د نړیوالو غوسه یې هم پارولې ده.
د طالبانو په منځ کې د کم سوادو سرزورو عناصرو له لاسه یوازې د امریکا دا پرېکړه چې په دوحه کې له طالبانو سره خبرې نه کوي، افغانستان ته څو سوه ملیون ډالره زیان اوړي.
د سرزورو دا پرېکړه ډېرو طالب پلوو هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول غندلې ده او ډېر نور طالبان، بې له دې چې غبرګون وښيي، پرې خوابدي دي.
د امریکا (دي هیل) ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په قول ویلي چې دوی په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په دې اړه چې افغانستاان ته مرستې وکړي، کار کوي خو شرط دا دی چې طالب مشران د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.
د ورځپاڼې پر اساس، امریکايي مشرانو ځینې مرستې ورکړي. په جنورۍ میاشت کې سپینې ماڼۍ د افغانستان لپاره ۳۰۸ ملیون ډالره بشري مرسته اعلان کړه. د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په فبرورۍ کې اعلان وکړ چې د افغانستان ۷ ملیارده کنګل شوې شتمني به په دوو برخو وویشي او نیمايي به یې افغانستان ته د بشري چارو لپاره ځانګړې کړي.
د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه د افغانانو او نړیوالو او حتي یو شمېر امریکايي شخصیتونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوه. خو د امریکا دا پرېکړه له دې سره وتړل شوه چې ایا افغان نجونو ته تر دوولسم ټولکي پورې د زده کړو اجازه ورکول کېږي او که نه.
ښايي اوس اکثره افغانان د دې غوښتونکي وي چې امریکا دې تر هغو د افغانستان شتمني د طالبانو رژیم ته نه ورکوي چې طالبانو د نجونو او ښځو د تعلیم په شمول ټولو بشري حقونو ته غاړه نه وي ایښې.
دا خلک بدلیدونکی نه دی. دا خلک ترریستان وو ، دی او وی به.
all afghans are SAD.BECAUSE TALIBS DONOT ALLOWED YOUNG GIRLS FOR SCHOOLS.
THESE CHILDREN NO HAVE ANY POWER.
THESE CHILDREN CAN BECOME TEACHERS FOR ANOTHER GENRATION.
CAN BECOME DOCTORS/NURSE/ECONOMIST/JUDGE
THEY CAN BRING SUCCESS FOR SELF/FAMILY&COUNTRY.
THEY ARE RISK FREE.WHY TALIBS DO NOT ALLOWED TO GIRLS FOR SCHOOLS.
TENS OF ISLAMIC COUNTRY IS NOT MUSLIM ONLY AFGHAN TALIB IS MUSLIM?
SHAME FOR TALIBS