شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د دوو معصومو، یوه معصومه هیله

د دوو معصومو، یوه معصومه هیله

قدرمنو مشرانو السلام علیکم !

موږ دواړه (سیما ملکزۍ او سعدیه ملکزۍ ) د ښوونځي په لومړي صنف کې یو. موږ هیڅکله د خپل نیکه پلرنې وطن نه دې لیدلی؛ خو بیا هم په موږ ګران دی. بابا موږ ته وايي چې الله تعالی ټول انسانان له یو مور او پلار څخه یو برابر پیدا کړي او ښځه د نر په څیر انسان دی،‌ عاقل انسان، برابر انسان او پوره انسان. د تعلیم په ګډون، د دوئ مشروع حقوق باید ناګڼلې ونه ګڼل شي. ځکه چې علم د نیکمرغۍ او جهل د بدمرغۍ دوهم نوم دی. تاریخ ګواه دې چې قلم له ټوپک څخه ډیرغوره دی او چیرته چې د پوهې رڼا تته شي؛ هلته بیا تورتم غلبه مومي.

هیله ده چې تاسې به زموږ دا هیله بدرګه کړئ!

مننه

سیما / سعدیه

3 COMMENTS

  1. وعلیکم السلام
    جهل تورتم دی پوهنه رڼا ده!
    دغه معصومه ټولنه کې استعمار ،استعباد، زور واکی او سفاکی، شهرت اوواک،فساد او احتکا راو بهرنیو هابیلانو او قابیلانو دومره نامشروعه کارونه کړی چې سالم عقل یې نشی منلی.
    دوه ګلالیو معصومو ماشومانو ته سیما جانې اوسعدیه جانې ته دنوی کال ،ټولګی پیل او بریا مبارکی وایم.ستاسې دزده کړو نصاب په سوره علق کې روښانه دی، هیڅوک انحصار ور باندې نشی لګولی اقراء/ ولوله د علم ، بیان، اوقلم حق اوظرفیت ،دسپلین او اخلاق،بنسټ او اهمیت څوارلس سوه کاله پخوا په معصومه توګه ایښودل شوی . الله ج فرمایی: الذی علم بالقلم
    علم الا نسن مالم یعلم په همدې وجه انسان اشرفالمخلو قات لقب ګټلي شی چې الله ج دغه امتیازورکړی دواړو کې یعنی قلم او علم کې انسن یعنی مساوی توګه نارینه اوښځینه باندی دغه نزاکت به خپل وخت او وحیو کې مراعات شوی چې ستر فلسفی اړخ لری او اس له بحث وتلی کار دی.ستاسې هیله زموږ هیله ده. په ډیر عطوفت او درناوۍ.

  2. چو شمع از پی علم بايد گداخت
    كه بی علم نتوان خدا را شناخت

    ګرانو نازنینو ماشومانو سیما ملکزۍ او سعدیه ملکزۍ لمړی درته وعلیکم السلام وایم.
    مننه ستاسو هیله د ښځو د تعلیم او زده کړی په باره کی معقوله او منطقی ده. که انسان پوهه او علم ونلری نو د الله ج دینی احکام او اوامر هم په صحیح ډول نشی پیژندلی.
    دلته ګڼاه کار هغه څوک دی چه د الله ج په مخلوق(نر او ښځه) د علم او پوهی زده کړی بندوی.
    امید دی چه د افغانستان چارواکی ستاسو معصومو او نازنینو ماشومانو معصوم اواز او غږ واوری. او د مکتب دروازی د اشرف المخلوقات پر مخ پرانیزی.
    والسلام

  3. ښاغلیو ع، شریف زاد او ع، افغان
    سلامونه او درناوئ
    زه د خپلو دواړو لمسیو (سیما او سعدیه) په نماینده ګۍ ستاسې د پیرزونې، هڅونې او ننګې مننه کوم چې د قران کریم د مبارکو ایتونو په رڼا کې مو د الله پيژندنې او علم د اهمیت په هکله خپل نظر څرګند کړیدی. الله تعالی پخپل کتاب کې هیڅ چیرې د ټوپک یادونه نه ده کړې،‌ خو د قلم په نوم یې سورت نازل کړی او بیا یې ورباندې لوړه هم کړیده. ځکه قلم انساني ټولنې ته ژوند بښي او ټوپک له انسان څخه ژوند اخلي.

    کور مو ودان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب