شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا له ط البانو وغوښتل، ټولو نجونو ته ښوونځي پرانیزي

امنیت شورا له ط البانو وغوښتل، ټولو نجونو ته ښوونځي پرانیزي

تاند(شنبه، د حمل ۶ مه) د ملګروملتو د امنیت شورا غړیو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره په ټولو کچو ښوونځي پرانیزي.

په امنیت شورا کې د متحده عربي اماراتو، ناروې، البانیا، برازیل، فرانسې، مکسیکو، امریکا او بریتانیا استازو په خپله اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د امنیت شورا لسو غړیو له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه د طالبانو پرېکړه  د هغو ژمنو خلاف بللې چې طالبانو په خپله په وروستیو اوونیو او میاشتو کې له نړیوالې ټولنې سره د روان تعامل د یوې برخې په توګه منلې وې.

د امنیت شورا غړیو د طالبانو پرېکړه د اندېښنې وړ شاتګ بللی او ویلي یې دي چې زده کړه د ټولو ماشومانو یو نړیوال حق دی.

په اعلامیه کې دې ته په اشارې چې افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی، زیاتوي:«د دې لپاره چې افغانستان خوندي او باثباته راتلونکې ولري، دا هیواد د خپل نفوس نیمايي له زده کړو په بې برخې کولو خپل استعداد او پوټینشلونه له لاسه ورکوي، ښوونه او روزنه د هرې ټولنې اصلي عنصر دی.»

د اعلامیې په پای کې ویل شوي:«د امنیت شورا غړي طالبانو ته یو واحد پیغام لیږي: ښوونځي ټولو ته پرانیزئ او د افغانستان ټولو ماشومانو او ځوانانو ته تعلیمي چاپېریال برابر کړئ.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب