شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهلسګونو نجونو په کابل کې د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو په...

لسګونو نجونو په کابل کې د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو په اعتراض کې مظاهره وکړه

تاند(شنبه، د حمل ۶ مه) لسګونو نجونو او ښځو له شپږم ټولکي پورته نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه د طالبانو د حکومت د پرېکړې پر ضد نن په کابل کې مظاهره وکړه.

سره له دې چې طالبان د مظاهرو او هر ډول اعتراضونو مخه نیسي مظاهرچي نجونو نارې وهلې:«ښوونځي پرانیزئ! عدالت.»

ځینو نجونو د ښوونځي کتابونه په لاسونو کې نیولي وو.

د مظاهرچي نجونو په شعارونو لیکل شوي وو:«تعلیم اساسي حق دی، نه سیاسي اجنډا.»

مظاهرچي نجونو لنډ لاریون وکړ، ژر وسله وال طالبان ورته راورسېدل او دوی یې تیت پرک کړې.

طالبانو تراوسه پورې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه کوم واضح دلیل نه دی وړاندې کړی او ویندویان یې په وروستیو ورځو کې نه غواړي چې له رسنیو سره خبرې وکړي.

ګڼ شمېر طالبان هم د نجونو د ښوونځیو د بندېدو پر پرېکړې راضي نه دي او ویل کېږي چې دا موضوع د طالبانو په منځ کې د اختلاف سبب شوې ده.

نرم دریځي طالبانو په وروستیو کلونو کې ډېره هڅه کړې چې افغانانو او نړیوالو ته وښيي چې طالبان بدل شوي او نور هغسي افکار نه لري چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ ترمنځ یې درلودل.

له اوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې نجونې د لېسې د دورې له زده کړو بې برخې دي.

2 COMMENTS

  1. هر څه منم خو دا نه منم چې زما دنجونو ښوونځي دوتړل شي ! غیر انسانی ده بربرت ده جهالت ده داس پرېکړه ! که مې طالب پلار هم شي دا جاهله پرېکړه یې نه منمه ! دا څه جهالت دی اولس به له دينه بیزاره کړي !! له نجونو څخه څه غواي دا جاهلان عقدې لري ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  2. دا د هر افغان او افغانې خور حق ده چې خپل حق تر لاسه کړي، موږ لکه طالب چې د مدرسو غوښتونکي دي موږ هم د مکتبونو غوښتونکي يو چې تر څو مو په وجود کې سا وي بايد د مکتب لاره زموږ په مخ څوک بنده نه کړي او نه دا واک او حق چاته ور کوو. نور بس ده دې منافقانو زموږ ژوند تبا که او نړۍ ته يې اسلام ډير ښه ور پيژنده چې په حقيقت کې يې د اسلام نوم ور بد که او دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب