شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: یو افغان پیلوټ له کورنۍ سره له جرمني څخه هېواد...

دفاع وزارت: یو افغان پیلوټ له کورنۍ سره له جرمني څخه هېواد ته راستون شو

تاند:(شنبه، د حمل شپږمه) ‏‏د طالبانو دفاع وزارت د يوه عکس د خپرولو ترڅنګ ویلي چې د هېواد د هوايي ځواک يو پيلوټ، چې په ‎جرمني کې یې پناه اخيستې وه، د خپلو خلکو او هېواد د خدمت لپاره بېرته له خپلې کورنۍ سره کابل ته را ستون شو.

د طالبانو دفاع وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو وايي:«پر ټولو هغو مسلکي کادرونو او هېوادوالو غږ کوو چې د دښمن د پروپاګند ښکار شوي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.»

طالبانو دا خبر په داسې مهال خپور کړی چې هره ورځ له هېواده د زرګونو افغانانو او په تېره بیا لوستو ځوانانو د وتو خبرونه ورکول کېږي.

د ځینو راپورونو له مخې، يوازې د ورځې تر ۵ زره پورې افغانان ایران ته په قانوني او ناقانونه توګه اوړي.

بېوزلي، بې کاري، د طالبانو ډار او په راتلونکي بې باوري د هېواد پريښودو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

طالبانو بيا- بيا له بهر ته تللو افغانانو غوښتي، چې بیرته هېواد ته ستانه شي، خو د هغوی د ډاډ لپاره یې د راتلونکي د ښه کیدو کومه طرحه نه ده وړاندې کړې.

6 COMMENTS

  1. ډیر ښه کار یی وکړو، ځکه مهاجرت نیم ژوند له مینځه وړی، ولو که په سویس کی هم ژوند وکړی.
    په اروپا، امریکا او استرالیا کی زیاتره افغانانو ‌ذهنی او روحی تکلیفونه اخستی دی، نابلده ژبه زده کول، نابلده خوراک، نابلده خلک او نا بلده کلتور یی یوطرف، اجتماعی ژوند لکه مجلسونه، ټوقی ټقالی، قیصی، دیری او حجری، خیراتونه او ودونه یی بله ستونزه ده.
    همداسی بی مناسبه وظیفی او کارونه، خشره کاری او په زنانه باندی کارونه (خصوصا هغه میرمنی چه سواد نلری)، د اولاد تربیه او اداره کول او نور په سلهاوو مشکلات…….
    لنډه دا چه که 50 کاله ژوند هم وکړی نه به د اروپا خلک ستا تور سر او څیره قبوله کړی، او نه به تاته د یو امریکایی او اروپایی په سترګه وکتل شی، او نه به خپله فکر وکړی چه دا زما وطن دی.
    په حدیث شریف کی راغلی دی چه رسول الله ص څخه روایت دی چه مهاجرت نیم عمر ختموی.

  2. چی مجبوری وی څنګه یی کوی؟ وایی: څوک له وطنه په خپله نه ورکیږی، یا به ….

    که دا ډول ډول غیر انسانی حکومتونه، بیا جنګونه او بیا بحرانونه نه وای راغلی ولاکه یو افغان بهر تللی وای،پخوا ښه و یا په پښو یا موټرو کی تلل اوس خو طیارو پسی ځان ځوړندوی

  3. له ټولو هغو افغانانو چې تر مخه وتلي او ګوزاره يي کيږي،بيا دې دې د خرو کوټيو ته نه راځي، بس ده چې موږ له دې خبرو سره جهالت ته ور نيږدې کوږو او ژغورل يې سخته کار ده، دوښمنانو په موږ کې ډير تر مخه ريښې ښنې کړي، کور په کور غلامان يو

  4. ولا چی د دې پیلوټ پر ځای یو طِبی یا اقتصادی ډاکټر یا یو انجنیر راسی ممکن په درد وخوری.
    عسکری پیلوټ ( په مجموع کی نظامی کسان ) د سلو روانو کلونو په اوږدو کی یو ” پړ ” قشر دئ چی نه ئې ځانته خیر رسېدلئ دئ نه وولس ته.
    د نظامی کسانو د وینو کُرَویات د قراوانې او کودتاه په سمّ لړلی دی ،کله چی دا سمّ د طالب د ږیری سره مخلوط سی نو یوه بدرنګه منظره به ترې تشکیله سی.

  5. د انسانانو مهاجرت یوه طبیعې پدیده یا ښکارنده ده . زرګونه ګلونه پخوا زمونږ او تاسو نیکونه له بلخ یا ام البلاد نه هرې خواته مهاجر شول . څوک د غرب او اروپا خواته لاړل ، څوک هند ، افغانستان او ایران او نوروځایونو ته.
    په افغانستان کې یو شمېر عربان اوسي چې له حجاز او شام چې اوس عراق ، سوریه ، لبنان ، اردن ، کویت او فلسطین ترې جوړ شويدي ، راغلي دي.
    زمونږ ترکمنان او ازبکان ورونه له ترکمنستان او ازبکستان او ځینې تاجیکان له تاجیکستان نه د روسې د 1917 کال د اکتوبر له انقلابه را مهاجر شویدي .
    د ټولې امریکا او آسترالیا د وچو اوسیدونکي له اروپایی او افریقایی هېوادونو هلته مهاجر شویدي .
    حتمي نه ده چې د هغوی خوراک او لباس یو شان وي . په لندن او فرانسه کې میلیونونه هندیان ، ترکان ، پنجابیان ، افریقایان اوسي . هریو خپل لباس ، دین ، مذهب ، ژبه ، خوراک او د خپل هېواد ملي ورځې ساتې . هغوي هلته کار کوي او هرکال په میلیونونو پونډ ، دالر ، یورو خپلو هېوادونو او خپلوانو ته استوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب