شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د افغان روباټ جوړونکو مشرې د قطر مهمه کلنۍ جایزه وګټله

د افغان روباټ جوړونکو مشرې د قطر مهمه کلنۍ جایزه وګټله

تاند:(شنبه، د حمل شپږمه) ‏د قطر  چارواکو اعلان کړی چې د دوحې مجمع د ۲۰۲۲ کال جايزه سږکال د افغانستان د روباټ جوړونکو نجونو د ډلې مشرې رويا محبوب ګټلې ده.

‏اغلې محبوب د يادې جايزې په ترلاسه کولو خوښي وښوده او دا يې د ټولو افغان نجونو وياړ او لاسته راوړنه وګڼله.

افغان نجونې دا جايزه په داسې مهال ګټلې چې د طالبانو له واکمنیدو سره په سلګونه زره نجونې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو حق نه لري او ښوونځي يې تړل شوي دي.

نن د طالبانو له لوري، تر نامعلومې مودې د اعلان شوي بنديز د دوام خلاف په کابل کې زده کوونکګو او ښځينه فعالانو لاريون هم کړی و ‌

د افغانستان د نجونو روباټ جوړونکو ډله څو کاله مخکې په هرات ولايت کې تاسيس شوه، چې په مختلفو بهرنيو سياليو کې يې هم ډېرې جايزې وګټلې.

د دې ډلې غړې اوس د افغانستان د ډېرو نورو روښانه قشرونو د مخکښانو په شان جلا وطنۍ او تبعيد ته مجبوره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب