شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهط د دولتي ادارو رسمي نېټه له هجري شمسي څخه هجري قمري...

ط د دولتي ادارو رسمي نېټه له هجري شمسي څخه هجري قمري ته واړوله

تاند:( شنبه، د حمل شپږمه) د طالبانو حکومت د هېواد په دولتي ادارو کې رسمي نېټه له هجري شمسي کال څخه په هجري قمري کال واړوله.

د طالبانو په يوه رسمي مکتوب کې راغلي چې له دې وروسته به ټول دولتي مراسلات او مکتوبونه د هجري قمري کال له مخې تنظيمیږي.

دا پریکړه له ډېرو غبرګونونو سره مخ شوې او منتقدانو یې طالبان په لومړیتوب نه لرلو او د افغانستان په برخليک په لوبو کولو تورن کړي.

طالبانو د خپلې دې پریکړې په اړه کوم دلیل نه دی وړاندې کړی.

تر دې مخکې طالبانو د افغانستان د قول اردو ګانو پښتو نومونه هم په عربي نومونو بدل کړي وو، چې خلکو یې مخالفت کړی و.

منتقدان باور لري چې طالبان په افغانستان کې د فقر له ورځ تر بلې زیاتېدو سره د دې پر ځای چې له حکومت جوړولو او نړۍ سره د تعامل له لارې د بشري فاجعې مخه ونيسي، د افغانستان د طالبانیزه کولو په هڅو خپل او دملت وخت او د ژغورنې فرصتونه ضايع کوي.

طالبان بيا ټينګار کوي چې شل کلنه جګړه یې د «اسلامي شريعت» د تطبيق لپاره وه او اوس، چې واک ته رسېدلي، اسلامي اصول د خپلو تعبیرونو په اساس عملي کوي.

په وروستیو ورځو کې، په ځانګړي ډول د کندهار له درې ورځیني غونډې وروسته طالبانو افراطي اقداماتو ته زور ورکړی او هوبهو هغسي پرېکړې کوي چې له ۱۹۹۶ څځه تر ۲۰۰۱ پورې یې کول.

دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو سره د مخالفت ترڅنګ نن له غور څخه راپورونه وايي چې د مرستندویو موسسو د فعالیت مخه نیول شوې ده.

7 COMMENTS

  1. هر څه يې خرتوب ده، پردی ده،پنچابی ده،عربی ده، د ځناوره سره ځناوره ټولنه سر راپورته کوي او الله تعالی دې مل سه افغانستانه وګړي دې له سره تر پايه د جهالت په ډنډ کې ژوند غواړي…

  2. خلاصه په ټوله نړۍ کې افغانستان باید د جهالت د موزیم په توګه وساتل شي .
    د دولت مامورینو ته به 29 ورځې معاش ورکول کیږي .
    ښځې به په کور کې بندیانې وي او د سفرکولو حق ، د تحصیل حق …. او هرڅه نه محرومې وي.
    ږيرې دومره اوږدې کړئ چې تر نامه پورې ورسیږي ، تر نامه لاندې وېښتان باید د ټالب په مبارک لاس معاینه شي .

  3. له پنجابه يى شل كلنه جگره د کولی نيتى له مخی كوله؟ هلته خو عيسوي نيته ده. تر اوسه يى رسمي رخصتي نى ده. د. اموري مدرسه د عيسوي نيتى له مخی خپل معاشونه اخلي.
    خپل حای منبر مو خوشی کری او دولتي چوکات ته راننوتي ياست. حكه خو په شرمونو وشرميدل. له دى كرنى خو سه دا ده چی شيخ صاحب مو راسكاره شي. پنجاب په منگولو کی نيولى او نه يى راخوشى كوي.

  4. سپی کوله هوم نه انسانیږو، دو سپی دی
    دو، ځناور دو،

    دپوکستان رولیږل شوی فوحشی دو

    طالب = خر

  5. د خره طالبان بدليدونکي نه دي، خلک يي غولولي وو، چي دوي بدليدلي دي. دوي هغه د اسلام او انسانيت دښمانان دي چه بايد د سپي په غولو و سوځول شي. لعنت دي پر دا د پنجاب او کفارو نوکران شي.

  6. تالب نو کوم د سړیتوب یا انسانیت کار کړی خو د باغ وحش بیزوګیان دی او بازار ته راوتلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب