شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهلسګونه ښځې د «محرم» نه لرلو په نوم له الوتکې ښکته او...

لسګونه ښځې د «محرم» نه لرلو په نوم له الوتکې ښکته او سفر ته پرې نه ښودل شوې

تاند:(شنبه، د حمل شپږمه) په افغانستان کې د هوايي شرکتونو چارواکو افشا کړې چې طالبانو پرون لسګونه ښځو ته په دې نوم په هوايي ډګر کې د سفر اجازه نه ده ورکړې چې ګواکې « محرم» او « سرپرست» یې نه درلود.

دغو سرچينو د طالبانو له وېرې خپل نومونه نه دي ښوولي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو ورته ويلي چې له نارينه پرته هیڅ یوې ښځې ته د سفر اجازه نه ورکوي.

ويل شوي چې له سفره په راګرځول شویو ښځو کې يوه دوه تابعیته مېرمنه چې د افغانستان او کاناډا تابعيت پاڼې ېې لرلې، هم شامله وه.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې په منع شویو ښځو کې اکثره یې اسلام اباد، دوبۍ او ترکيې ته تللې.

دې ښځو د کام ایر خصوصي او اريانا دولتي هوايي شرکتونو په الوتکو کې د سفر پلان درلود.

د هوايي شرکتونو مسوولانو ویلي چې ياده پرېکړه د طالبانو « مشرانو» کړې، خو په مشخص ډول د دې پریکړې مرجع نه ده په ډاګه شوې.

له بهرنيو سفرونو پرته، طالبانو په هېواد کې دننه هرات ولايت ته هم تېره سې شنبه لسګونه ښځې له هوايي سفر څخه ګرځولې وې.

طالبانو له واک ته رسېدو، وروسته په هېواد کې د«بې محرمه ښځو» پر سفرونو قيودات اعلان کړل.

د دوی امر بالمعروف وزارت اعلان وکړ چې له ۴۵ کیلو مترو څخه ليرې «بې محرمو ښځو» ته د سفر اجازه نشته.

د طالبانو ويندويانو د دې موضوع په اړه رسما څه نه دي ويلي.

د طالبانو ورته قیودات، په ځانګړي ډول تر نا معلومې مودې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو پریکړه په پراخه کچه د افغانانو او نړیوالو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

له هېواده وتونکې اکثره مېرمنې هغوی دي چې یا یې د کورنۍ غړي په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي، يا خپله د ښځو د حقونو فعالانې، خبریالانې او د ټولنې د نورو روښانه قشرونو مخکښانې دي.

دوی له هېواده د وتو یو اصلي دلیل د طالبانو له لوري د دوی نیول، شکنجه کول او وژل ښودلي.

طالبان د نړيوالو بنسټونو له لوري هم په دې عملونو ډېر تورن شوي خو طالبانو داسې تورونه رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.

5 COMMENTS

  1. د سپېڅلی! طالب لندنۍ – یهودۍ- پنجابۍ او امریکائی تقوا او پرهیزګاری به هله بشپړه سی کله چی یو ” ټانک ” هم د یو محرم پتوګه د ښځینه الوتکی سره پرواز ته چمتو کړی. یوازی ” الوتکی ” ته باید د پرواز اجازه ور نکړی ځکه ممکن د ملا هیبتولا دا ور ته پورته نه سی.
    پر مور او پلار مو لعنت سه ستاسی وحشی طالبانو.

  2. نپوهيږم دا فيصلي څوک کوي دا خو بيخي بي منطقه او له عقل او شعور نه لري, نپو هيږم ستاسي مشاورين( دوښمنان) څوک دي ځکه هغوي نه تنها ستاسي بلکه د ټولو افغانانو دوښمنان دي.دوي غواړي چه افغانستان نور هم خراب کړي مګر ستاسي په لاس او بد بختانه چه تاسي ويده ياست زه اوس پوهيږم چه د سقاو د زوي دوره هم په تاسي ښه وه او تاسي به له هغه نه هم په خراب نوم ياد شئ.

  3. ځینې افغان اوسېدونکي له طالبانو سره ایتنيکي دښمني لري چي مسالونه ، جلال، محسني ، د شمال لنډغر ، او راپوزي شیعه ګان دي ! دا انسانان هر وخت درواغ وایې او پرو پاګنده کوي ، داسې خلقو ته د خدای نصیحت وکړي ! خو داخبرې یوې خواته د طالبانو دا کار غیر منطقي او غیر شرعي دی ، د شریغت یې په شخصي ژونډ څه ! دوه سیناریو !
    که ښځه څوک ونلري د تداوي لپاره ځی نو بیا به څه کوي !
    که ښځه پردی سړی په پيسو واخلي او محرم یې معرفي کړي نو بيا څه ؟ ( په افغانستان کې نسب شناسي په دفتري دود نشته )
    دا عمل لوی جهالت دی ، شریعت یې په داسې کارو څه ، نالت پر داسې شریعت چې د شپې د غوولو اجازه به هم شزیعت ورکوي نالت په داسې فاسد شریعت‌! دا داسلام سره پټه دښمني ده !

  4. داسې وخت به راسي چي افغان د خپلې ښځې واک نه لري او پنجابي او عربو ته دا خر ط په نکاح کوي،که يې ونه کړل بیا را تو کړي. کوم غیرت چې په هزاره او تاجک کې ده دنن خر جاهل پښتون کې نسته، دوی خپل اولادونه په جنګ او بدبختو کې تر ماستړي ورسول خو زموږ پښتون غول وکړل نور يې ټول بچيان په پنجابي ط و غ و ل

  5. افغان صاحب طالبانو ته پیغور مه ورکوه ستا مجاهدینو لکه سیاف او نورو څلویښت کاله مخکی دافغانستان زنانه په عربو خرڅې نه کړی؟ که طالب دا کار کوی خو مجبور دی سیاف ولی دا کار وکړ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب