یکشنبه, مې 19, 2024
Home+زما "بی غیرته" پلار

زما “بی غیرته” پلار

فرشته جلالزۍ

د ختیځې اروپا پيژندل شوی فیلسوف، سلاووی ژیژک هتلر اوګاندي سره پرتله کوي او وايي‌ چې ګاندي تر هلتر زیات متشدد و.

هتلر ملیونونه انسانان وژلي دي خو ګاندي‌ د ملیونونو انسانانو فکر بدل کړی دی.

د ژیژک په باور ، د انسانانو د فکر بدلول د هغوي تر وژلو ډیر شدید کار دی.

ظاهرا داسې معلومېږي‌ چې په افغانستان کې یوازې انسانان وژل شوي‌ دي.

خو که څوک ورته دقت ورکړي‌، بلاخره دوهم کار هم شوی دی.

مثلا، کله چې په  ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې طالبانو کابل ونیو، خلک د کورنۍ جګړې څخه په بس رسېدلي وو.

ښايي‌ همدا یې یو دلیل و چې په ابتدا کې ډېروخلکو دطالبانو هرکلی وکړ.

بلاخره، چا راکټ نه راویشتل، د ښځو سینې یې نه پرې کولې، میخونه  یې نه ټکوهل، په پاټکونوکې یې نه حلالول، ښځوته

 کورونو ته نه ورختل او نجونو ځانونه له بلاکونو نه غورځول.

هو، فقر و، شدید فقر.

هو، د انډیوالانو خونې وې، په زرنګار پارک کې به جسدونه په کرېنونو کې راځوړند وو او په غازي لوبغالي کې به پښې او لاسونه پرې کېدل.

خوطالبان هغه وار برباد افغانستان  ته راغلي ول.

هغه وخت هم خلک نا کراره ول خو  تښتېدل او په کور یې داسې  غوغا نه کوله ږ

مثلا، زما پلار نا کراره و.

بې حده ناکراره و.

هغه وخت د کلیو لارې خلاصې وې او ډېرو خلکوچې تر شدید اقتصادي فشار لاندې وو، له کابله خپلو کلیو ته کډې وکړې.

زما پلار ته احوال راغی چې خپل کلي کور ته ولاړ سي،  خوپلار مې نه تلل.

پلار مې کلي ته کډه نه کوله ځکه زما د تعلیم لپاره د امید یو کوچنی څرک چې په کابل کې و، له منځه تلل.

خو ډېرو خلکو ته یې دا فکر د درک وړ نه و.

هغه وخت به زما پلار ته ځیني خلکو په غیاب کې ، ویل چې غیرت نلري د لور یې منلې ده.

هغو کسانو به  چې لږ مهربانه وو، ویل لیونی سوی ، د لوریې منلې وچې ډوډۍ ته ناست دی.

هغو کسانو به چې لږ ډېر مهربانه وو، ویل چې شیطان نلري، د لور ګټه چا وخوړه چې دی به یې خوري، د لور یې منلې ده.

خو زما پلار زما پر سر بې غیرتي منلې وه او په خندا یې منلې وه.

زما پلار یوه ورځ سهار وختي له کوره ولاړ،‌ له قاچاقبر سره په داسې لاره روان شو چې خپله یې هم تصور نه و کړی.

زما پلار په لڅو پښو په دښتو کې مزل وکړ او  ایران ته ولاړ.

د لارۍ په کانټینر کې قزاقستان ته تیر شو او  پر ملکونو واوښت بس د دې لپاره چې زه مکتب ته ولاړه سم.

زه کله کله احساس کوم چې زموږ دا شمسي نظام په یوه ډول انصاف چلېږي.

خو د دې پیریاني نظام انصاف هم تصادفي دی.

تصادف،‌ د طالبانو واکمني چپه شوه او ښوونځي پرانیستل شوو.

زه بیرته ښوونځي ته ولاړم.

پلار چې مې کله کابل ته راتلل، زه میدان ته هرکلي‌ ته ورغلې وم.

په فکر کې وم چې پلار به مي څنګه پيژنم؟

خلک له الوتکې را کښته کېدل او زه د خلکو په ډلو کې په خپل پلار پسې ګرځېدم.‌

پوهېږئ څنګه مې وپیژند؟

کله چې یې راته وخندل.

ما خپل پلار د هغه په خندا وپيژند.

زما پلار ډېر بدل شوی و.

ډېر سپینږیری شوی و.

خو خوشحاله و.

خوشحاله و چې زه مکتب ته ولاړم او بیخي ډېره ولاړم.

زما تاریخ بدل شو.

پر افغانستان هغه زوړ تاریخ بیا تکراریږي .

خو یوه خبره پکې نوې ده.

دا وار ډېر پلرونه د خپلو لورانو لپاره را مخکې شوي‌ دي.

دا وار ډېر پلرونه د خپلو لورانو د تعلیم لپاره چیغي وهي.

دا وار ډېر پلرونه (بې غیرته) شوي دي او زه په دې بې غیرتي کې لوی غیرت وینم.

خو دا وار دا پلرونه زما دپلار په څېر ، په خپله  (بې غیرتي ) کې یوازي ندي.

دا پلرونه بيخي ډير دي.

اوس دوی مجبور ندي چې زما د پلار په څېر د لور د تعلیم لپاره ملک پرېږدي.

اوس دا پلرونه په کور انقلاب راوستلائ شي.

دا پلرونه به د طالب د استبداد خاتمه لیکي.

زما دا خبره په یاد وساتئ!

دا چې افغان پلرونه  د دنیا مخې ته او د طالب تر تېرې چړې لاندې، اوښکي تویوي او د نجونو  ښوونځي‌ غواړي، هغه لوی طوفان دی چې د طالب د ظلم څلی به یوسي.

د افغانستان ښوونځي به دا وار داسې پرانیستل شي چې  بیا به د ابد لپاره څوک دافغانې لور پرمخ ښوونځي ونه تړي.‌

دا پلرونه د یوې سترې او ابدي انتها یوه پياوړې بدایه وګڼئ!

ولې؟

ځکه دې پلرونو ته څوک بې غیرت نه وايي!

زه فکر کوم چې دا فکري بدلون په وروستیو ۲۰ کلونو او اتو میاشتو کې د روان تشدد نتیجه ده .

طالب دا وار پر اباد افغانستان حمله کړې او دا به یې ملا ور ماته کړي.

طالب که دا وار د شمالي باغونه سوځوي او بودا ویجاړوي خلک به یې د ټوپک مخې ته درېږي او سترګې په سترګو  به مري.

دا وار به افغانان غلي‌ نه وژل کیږي.

11 COMMENTS

  1. دغه لاندی کرښی ماته چپه یا معکوسی ښکاری؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ملا ورماته کړی؟ سترګې په سترګو به مري؟؟؟؟؟ غلی نه وژل کیږی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ لکه چه اغلی د وطن د سیاسی حالاتو څخه لږ څه بی خبره ښکاری……..

    طالب دا وار پر اباد افغانستان حمله کړې او دا به یې ملا ور ماته کړي.

    طالب که دا وار د شمالي باغونه سوځوي او بودا ویجاړوي خلک به یې د ټوپک مخې ته درېږي او سترګې په سترګو به مري.

    دا وار به افغانان غلي‌ نه وژل کیږي.

  2. پوهنه رڼا ده
    ستا لیکنه فرهنګی غنا لری افرین څومره ښکلا ور سره ملګرې ده ! خو زه وایم ستا پلار هم غیرت درلود او هم اوعزت. ستا پلار دعدالت او مساوات ، انصاف او برابری ، ضرورت او امتیاز ، پلارتوب علم او عرفان ، بیان او ازادی ، تقوی او علمی وسلې په اهمیت پوه وه . هغه ته دفرشتې ژوند ،شخصیت ، پېژندګلوی ا وپوهې ارزښت درلو د. دهغه له برکته او رسالته دادی موږ سره دګډې جهان بینی په خاطر اړیکی لرې . اقراء ولوله باسم ربک دالله ج په نوم……………………. قلم بیان علم تقوی هغه دسپلین دی چې یوازې انسن ته مخاطب دی. غیرتی بلاردې په دې پوهیده چې دلته ښځه او نر نه دی ویل شوی او دانحصار له قیده وتلی سوچ او لید لوری دی .توانا بود هرکه دانابو د زبینش/دانش دل بیر برنا بود. هو زه تاسره منم چې دښوونې اوروزنې مخه څوک نشی ډب کولی.

  3. فرشتی جلالزی غیرتی خوری ته سلامونه ، د تاسو غیرتی او فوق العاده لیکنی په ډیر شوق سره لولم ، تاسی غیرتی خور د خپلو شانداره نوشتو سره ستر جهاد د خارجیانو قاتلو غلامانو پر ضد شروع کړۍ دی باالخصوص د پنجابی پاکستان تربیه شوو قدیانی چړیانو په مقابل کښی ، افغان ملت باید متحد لا محکمتر ددی اجنبیو غلامانو مقابل کښی اواز راپورته کړی باالخصوص ددی جاهلو وحشیانو چړیانو مقابل کښی ځکه دوی پنجابی پاکستان له خوا ورکړ شوو اوامرو عملی کولو ته زیاتره وفاداره دی !!!!

  4. @ډاکتر صاحب غروال – یو جهان مننه ! ستاسو کور ودان چې زما لیکنه مو لوستې ده او دومره ښکلې خبرې مو راته لیکلې دي. زه به څه ووایم ستاسو د دې ښکلو خبرو په مقابل کې … خداي دي تاسو په عزت کې لري.

    @ع.شریف زاد صاحب – یو جهان مننه ! ستاسو په عمر دي‌ خداي برکت واچوي. خداي دي‌ زموږ په وطن رڼا کړي، خداي دي‌ نور زموږ پر مظلوم ولس رحم وکړي، کور دي‌ ودان او مننه مننه مننه !

    @ وحید خان ووره – زه لولم چې تاسو زما د لیکنو په اړه ښایسته نظر ورکوئ او انسان خو په نهایت کې خودخواهي لري نو زه هم بې حده خوشاله کېږم خو پوهېږم چې زیاتې اصلاح ته اړتیا لرم نو دا ستاسو محبت دی چې ما ته صد افرین راکوئ ! خداي دي‌ تاسو په عزت کې لري.

    @وطن صاحب – خداي دي پر افغانستان رڼا کړي ، خداي‌ دي‌ زموږ پر بېچاره خلکو رڼا کړي بیا که زما خبرې غلطې هم ثابتې شوې زه یې پروا نلرم، بیا به زه معذرت وغواړم. خداي دي تاسو په عزت کې لري. وطن دي خدا ودان کړي. ستاسو له وخته چې زما لیکنه مو لوستې او د نظر لیکلو زحمت دي کښلی دی مننه کوم.

    درناوی – فرشته

  5. ُآغلی غزتمندی خور فرشته جلالزۍ دا چه زما تبصره ستا د لیکنی په باره کی لږه سخته یا خدای ناخواسته لږه خشنه وه. مګر بر عکس ستاسی ځواب د یوی ښی نرمی او حوصیله ناکی لیکوالی پشان وه. ستا د دغی حوصیله مندی څخه یوه نړی مننه.

    لمړی باید ووایم چه زما دغه تبصره طالیبانو ته په طنزیه ژبه کاریدیلی ده.

    مثلآ تاسو لیکلی: (طالب دا وار پر اباد افغانستان حمله کړې او دا به یې ملا ور ماته کړي.)
    کیدایشی د دغه پورته کرښی څخه ستاسی آغلی مطلب د وطن دخلکو لوړ تعلیم او هوښیاری وی. او یا ویده نه دی اوس د پخوا په پرتله ویښ دی.

    خو زما مطلب دادی چه نامردانو د ۸۲ میلیارده ډالرو اسلحه په لاس ورکړیده، د بی اسلحی ملت ملا ګانی او دروازی یی پری ورماتی کړی.

    بیا تاسو اغلی لیکلی: طالب که دا وار د شمالي باغونه سوځوي او بودا ویجاړوي خلک به یې د ټوپک مخې ته درېږي او سترګې په سترګو به مري.

    په دغه کرښه کی ستاسو مطلب ښکاره دی.

    خو زما مطلب دادی چه د شمالی باغونو او بامیانو بوت څخه ځمونږ ملی دری رنګه بیرغ ښکته کیدل، جمهوریت چپه کیدل، ۸ میاشتی د انجونو او ځینو هلکانو د زده کړو دروازی تړل کیدل، چه تر اوسه ادامه لری، دمسلکی کدرونو فرار او نور حیرانوونکی فرهنګی، اجتماعی او اقتصادی یر غلونه ډیر اهمیت لری.
    مګر متآسفانه بی اسلحی ملت خاموشه دی. ولی خاموشه دی ؟ ځکه که د ورځی په کوم کوچنی لاریون کی سر او ژبه وخوځوی د شپی لخوا ورک کیږی. او مسولیت یی هم څوک هم نه اخلی.

    په اخر کی تاسو آغلی لیکلی: دا وار به افغانان غلي‌ نه وژل کیږي.
    که چیرته منظمه سروی وشی د افغانانو غلی غلی وژل د تیر په نسبت څو چنده زیات شویدی.

    داچه په دغه تبصره کی ما لیکلی:(لکه چه اغلی د وطن د سیاسی حالاتو څخه لږ څه بی خبره ښکاری……..) دغه خبره د اصولو له مخی باید ما نه وای لیکلی. داچه ولی لیکل شوی؟ انسان عاجز دی کله داسی فکری او احساساتی تیر وتنی کیږی. ما خپله دغه خبره او تیر وتنه بیرته واخیستله.
    امید دی چه خفه شوی را څخه نه یاستی.
    پښتنی لیکوالانی د ګوتو په شمار دی، دقدر وړ دی.
    په درناوی

  6. له پورته ډیالوګ څخه داسې ښکاری چې پښتون په تیرو شلو کلو کی تغییر نه و کړی دادی اوس یی چې په سر وخوړه او حقایق ورته معلوم شول د بیداری، معقولیت منطق او روښانه تحلیل خواته روان دی ، سره له دی چی ډیر ناوخته ده بیا هم غنیمت ده.

  7. بلی وحید وروره ستا د تبصرو تعبیر هم لږ واضح کړه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

    وحید مارچ 15, 2022 At 5:55 pm
    السلام علیکم و رحمته الله وبرکاتهُ
    وروڼو هر تهمت په پاکستان مه اړوی پاکستان د داود تاغوت له وخته جهاد رامنځته او کلک ملاتړ یی کړی او تر نن قط د جهاد حمایت کوی نور کارونه لکه د بامیان بتان ماتول، د رژیم اردو ړنګول، د فابریکو چور د بندونو تخریبات دناکمورا وژنه دبیرغ له منځه وړل په خپله داخلی مسایل دی د پښتون تلویژن هم داخلی مسله ده او جهاد پوری تعلق نلری نو دا د افغانستان داخلی مسایل پاکستان پوری مه تړی هغوی فقط د جهاد زمه وهلی نوری چاری یی ندی په غاړه دپاکستان مدارسو کی دافغان جهاد هنګامه روانه ده نه د بیرغ او د تلويژن او د ارود ړنګول کله چی تجار بندر بند کی او تخریبات شروع کړی هم په پاکستان ور اوړی دا غلط دی پاکستان ډیر لوی او قوی ملک دی له چاینا امریکی لندن او روس سره ډغری وهی افغانستان یی په نظر کی هم ندی هغه جهاد هم د آخرت او ثواب لپاره حمایت کوی اوبس

    وحید مارچ 19, 2022 At 6:33 pm
    پخوانی رژیم کی مولوی صاحب خراسانی او ده ته ورته مجاهدو ته لنډغر ویل کیدل باید اوس دا نوم ورته استعمال نشی نور باید د ګل مرجان کلمه هم استعمال نشی دا ځکه چی اوس ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله د امارت یو جز دی

    Reply
    وحید مارچ 19, 2022 At 6:40 pm
    عمران خان صاحب یوه وینا کی ویلی و چی حقانی د پښتنو یوه طایفه ده دا خبره یی په انګلیسی ژبه کړی وه او بیا یی په پنجابی ژبه هم خلکو او میډیا ته واورله او امریکایان یی قانع کول چی د پښتنو دغی طایفی ته په قطر کی ډیر امتیاز ورکړی خو اوس لوپر صاحب وایی چی نه دا کومه طایفه او قوم ندی موږ حیران یو چی د چا ومنو بس اسلام او جهاد به په ځای پاتی وی موږ به دا خبر ګته پورته کوو

    وحید مارچ 18, 2022 At 7:05 am
    هلته یو بل عکس راغلی چی یو طالب یو ی نجلی ته شهادتنامه د پوهنتون ورکوی او بیا ورلاندی لیکلی چی دا خلکو ته هیلی ورکوی او بیا بل خبرراغی چی مولانا صاحب خلک سپک کړل دا دوه ډوله متضاد مسایل دمنلو ندی طالب ټول یو طالب دی که زړونو ته هیلی ورکوی هم ټول به یی او که داسی شیان وایی چی تاسی لیکلی هم ټول طالبان به یی وایی بل حای کی طالبان د تقوا وایی بل جای کی وایی چی شرابو او فخاشو سره ګیر شول بل جای وایی ټول له غربه راغواړو راشی اوبل جای بیا خلک تنګوی او تیښتي ته یی مجبوروی داخبرونه باید یو رقم وی طالبان له بره ترکوزه یو رقم دی څو رقمه ندی یا به دا وی چی ځینی به بدلیږی لکه پخوا به چی چا ویل امریکایان سپوږمی ته تلی نو ملایانو به په کوپر نیول خو اوس ملایانو منلی چی سپوږمی ته ختلی او دا یی هم منلی چی مزکه ګرده ده او دغوایی په ښکر نده پخوا به چی سپږمی ونیول شوه تندر به شو نو ملایانو به توبی ویستلی ژړل به یی چی خدای په قهر شوی سپوږمی ی توره کړه خو نن یی منلی چی دا عادی خبره د مزکی سیوری کله پر سپوږمی راځی پخوایی ټی وی نه منله اوس یی خپله ګوری او عسکونه هم باسی او طیاره کی سپریدل یی کوپر باله اوس خپله پکی سپریږی هم مخکی دوره کی طالبانو نجونی نه پریښودی اوس ټولی مکتب ته ځی دا سی ډیر شیان بدلیږی بنیادم ورور ورو هوښیاریږی تاسی غوسه مه کوی ورته وښایاست بد رد ویل ندی پکار لارښونه پکار ده طالبان غوږ نیسی او د زده کولو شوق لری وخت پکار دی

  8. لوری ما ویل جلالزی هوښیاره ده. خو خوابدی دی کړم.
    طالبانو اوله دوره هم دصفر نه شروع وه او اوس هم. سقاویانو ټول غلا کړل. کفری دنیا هغه وخت هم بندیزونه او توطیی جوړه ولی او اوس هم. طالبان یی مطمئن کړی وو چی هرڅه به دتعلیم لپاره مهیا کړی خو چی وخت راغی نو په شا شول. دا بین المللی توطیه باید افغانانی ښځی چی نه کرا سوی وی او نه دخیراتو احسان په درواغو ادا کوی په نظر کی ونیسی او بیا قضاوت وکړی.
    ستا اخری خبری ستا دخبرو کږی لکیګانی دی چی دګډوډی او انارشی لپاره دتوطیی بوی ورکوی.
    یوه خوږه لیکواله باید خپل لیکونه په غیرمعقولو خبرو بد بویه نکړی.

  9. د پنجابی پاکستان تربیه شوی غلام چړیان په ۱۹۹۶ کال کښی په ډورامائی او فتنائی شکل سره راوستل شول او صفر څخه ئی شروع وکړه او لږه موده وروسته ئی په صفر حالت کښی دوی د اصلی بادارانو له خوا دوباره پنجابی پاکستان ټاټوبی ته بی له یو فیره په تیښته کړۍ شول او د اصلی بادارانو ( امریکا او انګلیس ) له خوا دوهم ځل بیا کابل ته دا خیټوری خچنی ږیری راوستل شول او د بادارانو امر سره ئی ملت د لوږی او تباهی کندی ته نوره هم اچولۍ دی او د بادارانو له خوا دوی د روسیی او چین سره اوس لګیا ساتل شوی دی او ملت له هره اړخه ځپل کیږی دا نجس غلامان اوس افغان ملت د صفر حالت څخه زیاتره منفی خواته روان کړۍ دی ، لنډه دا چی دا خیټور چړیان د غلامو کمونیستانو او غلامو تنظیمونو څخه هم زیاتره وحشیان دی دوی باید له مینځه یووړل شی !!!

  10. @ثابت صاحب محترم – ته خوا مه بدوه، تاسو چې ماته د لور خطاب کړی ، پر ما يي‌ قدر سته. فکر کوم انسان څلرویشت ساعته هوښیار نه وي. بیا، زما مطلب له ودان افغانستانه دا و چې ډیر افغانان ښوونځیو ته ولاړل . ملیونونه افغانانو لیک او لوست وکړ او زما په باور با سواده افغانان د افغانستان د ابادۍ مانا لري. ښايي ستاسو په نظر داخبره سمه نه وي یا به هوښیاره خبره نه وي، خو تاسو ما ته لور وایاست او پر ما پلرونه ډیر ګران دي نو ما وبښه !

    @ډاکتر صاحب غروال – خداي دي په وطن رڼا کړي. خداي دي بلاخره پر موږ رحم وکړي. یوه نړۍ مننه چې تاسو زما لیکنه لوستي او خپل نظر تاسولیکلی دی. درناوی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب