زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر کم خلک تر سترګو کېږي چې د خپل ژوند د ادلون او بدلون لپاره کار کوي، اخته وي او د یو کوچني فرصت په لټه کې بیا د لویو فرصتونو هیلې لټوي، د فکر رغوونې په لټه کې وي، غواړي واپس رڼا ته وګرځي، ژوند د یوې بدلې مانا په سترګه وګوری او د تیارو ژوند سره د تل لپاره مخه ښه وکړي.
فکر دې ورغوه کتاب د همدا ډول ذهنونو لپاره لیکل شوی، چې په خپله لمن الهام بښونکې شغلې خپروي.
دا اثر، چې په ۲۰۲۰ ز کال کې مې پنځولی و، په مطبعو را الوتی خزان ورته غم وګرځېد او کابو څلور کاله یې له چاپ وځنډاوه؛ خو لکه څنګه چې ښه فکر زنګ نشي وهلی او خپل قوت ورته ډال ګرځېدلی، دغه ډول د کتاب د ارزښت له کبله یې را الوتی خزان اخر هم پای ته ورسېد.
کتاب د ذهنیت خپرندویه ټولنې له خوا په ۱۰۰۰ ټوکو کې د مطالعې سرسبزه نړۍ ته وړاندې شو. هر ښه کتاب په لوستلو خامخا ارزي، خو زه فکر کوم چې دا کتاب د لاندې کټګوریو لوستوالو لپاره د خوښې کتاب ثابتېدی شي:
- له رواني فشار، یوازيتوب، یا هغه لوستوال چې له ذهني ستړیا سره مخ دي.
- غواړې ځان وپېژنې؟ باور بېرته ترلاسه کړې، او یو مثبت مسیر ونیسي.
- د مطالعې، ارواپوهنې، ښوونې، ټولنیزو علومو، یا هغه لوستوال چې له انساني ودې سره مینه لري.
که ته ښوونکی یې، زدهکوونکی یې، مشاور یې، یا یوازې یو مینهوال او د پراخ فکر خاوند یې— دا کتاب ستا د ژوند ملګری کېدلی شي.
د کتاب منځپانګه:
“فکر دې ورغوه” یوازې د لوست لپاره نه دی، دا یو سفر دی – د ځان پېژندنې، رواني ودې، ټولنیز شعور، او مثبت تفکر سفر هم دی.
دا چې ژوند سختې لري، خو که یو ځل مو ورته فکر ورغېد، ډېر ژر هر څه سمېږي؛ دغه ډول د دې اثر د منځپانګې یوه برخه هم ستاسې د ژوند سمون دی، ځکه خو وایوو چې د کتاب یوه ښه ځانګړنه هم دا ده چې پکې لاندې پیغامونه روښانه دی:
- ځان له ځان سره همغږي کړئ
- بحران په فرصت بدل کړئ
- ځان مه تخریبوئ؛ ودان یې کړئ
- د بدمرغیو پر ځای، امید ته وده ورکړئ
- پرځېدلي راپورته او نور مه بېنوا مه پرېږدئ
- ځان مه انحصاروئ
- ګواښونه لمنځه یوسئ
- او نور….
د کتاب د ترلاسه کولو پتې: دا کتاب دا مهال په کابل کې له :
- ذهنیت خپرندویه (جوی شیر ۲۸نمبر دوکان، اوومه کوڅه، ۲۸ نمبر دوکان.)
- د احمد شاه بابا مینې کتاب پلورنځی
- خوځون کتاب پلورنځی
- بدلون کتاب پلورنځی
- خوست: ولوله کتاب پلورنځی
- جلال آباد: ختیځ خپرندویه ټولنه
- غزني، پکتیا او د هېواد نورو لویو ښارونو کې
“فکر دې ورغوه” نه یوازې کتاب دی، بلکې د فکر او احساساتو یو تازه نفس دی.
که ته غواړې له منفي فکرونو خلاص شې، او ژوند ته دې له متفاوتې زاویې را وګرځې، مثبته لاره غوره کړې او تازه انرژۍ سره لاس په کار شې– نو دا کتاب هماغه رڼا او قوت دی چې واقعا ته یې لټه کوې. که فکر دې ستړی شوی وي، که زړه دې ناهیلی وي — دا کتاب درته یوه داسې لاره ښيي، چې د امید، شعور او بدلون پیلامه دې شي.
د ښې روغتیا سره مو د مطالعې نړۍ ښېرازه غواړم.