Homeخبرونهډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان بریدونه او ورسره نښته، مالي او...

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان بریدونه او ورسره نښته، مالي او ځاني زيانونه یې اړولي

تاند:( دوشنبه، د ثور شپږ ویشتمه)‏ ‏ځایي سرچينو خبر ورکړی، چې پاکستان ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د راکټي بریدونو تر څنګ د یوه سړک د جوړولو هڅه کړې، چې طالبانو یې ممانعت کړی او له کبله یې دواړه لوري په نښته سره اوښتي دي.

یوې ځایي سرچین ویلي، چې پاکستاني ملېشو له اوړمې شپې راهیسې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په شامسېر او شنګر سیمو ۴۱ راکټونه ویشتي، چې یوه شپږ کلنه ماشومه پکې ټپي شوې ده.

سرچینه وایي، چې د بریدونو له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

بل لور ته یو را رسیدلی راپور څرګندوي، چې ننګرهار د شینوارو په نازیان ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نيږدې پاکستان د یوه سړک د رغولو هڅه کوله، چې د طالبانو ځواکونو یې ممانعت کړی او له دې کبله د دواړو لوريو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دا ستونزه بيرته په خبرو حل شوې ده.

د طالبانو چارواکو په رسمي ډول د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...