Homeخبرونهد علي پور د وسلو یوه بله زېرمه ونيول شوه

د علي پور د وسلو یوه بله زېرمه ونيول شوه

تاند:( دوشنبه، د ثور شپږ ویشتمه)‏ ‏په میدان وردگو کې د طالبانو د استخباراتو ریاست منسوبینو د یاد ولایت په ‎بهسودو ولسوالۍ کې د غیرمسؤله وسله وال قومندان عليپور زیات شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې دېرش ‎کلاشینکوفونه، یو بم یک، یوه پیکا او لسګونه ګولۍ شاملې دي.

طالبانو د بيا واکمنیدو راهیسې یې څو ځله د علي پور د وسلو د څو زېرمو د نیولو خبر ورکړی.

علي پور د تېر جمهوري نظام په وروستيو کلونو کې د هزاره ګانو د حقونو د ملاتړ په پلمه مسلح او په مختلفو پښتنو ضدو وسله والو کړنو تورن شو.

هغه د جمهوري نظام په خلاف هم وجنګید او یو ځل یې د یوې پوځي چورلکې له نسکورولو سره څو افغان پیلوټان او نور سرتېري شهیدان کړل.

له علي پور څخه د تېر جمهوري نظام دویم مرستیال سرور دانش ملاتړ کاوه.

نوموړي څو ځلې د همداسې مشهودو جرمونو باوجود علي پور په ضمانت را خوشې کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...