Homeخبرونهتخار کې د واده ډوډۍ د زوم په ګډون ۴۰ تنه...

تخار کې د واده ډوډۍ د زوم په ګډون ۴۰ تنه مسموم کړي

تاند:( دوشنبه، د ثور شپږ ویشتمه)‏ په ‎تخار کې د واده په مراسمو کې خوړو څلوېښت تنه مسموم کړي دي.

ځايي چارواکو ويلي، چې پرون مازدیګر ۵ بجې د تخار د چاه آب ولسوالۍ په تخن اباد کلي کې د واده په مراسمو کې د ناپاکو خوړو د خوړلو له امله د زوم په ګډون ۴۰ تنه مسموم شوي دي.

 د دوی په وینا، مسموم شوي کسان د درملنې په موخه د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي ‏او د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

مسوولین وایي چې په پېښه کې د لاس لرلو په تور د پخلي کوونکي په ګډون درې تنه نیول شوي او پلټنې ترې پیل شوې دي.

ورته پیښې تر ډېره د کولتوري ستونزو زيږنده ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...