یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحقاني: د پوهنتونونو څه باندې سل استادان له لوړو زده کړو وروسته...

حقاني: د پوهنتونونو څه باندې سل استادان له لوړو زده کړو وروسته هېواد ته ستانه شول

تاند:( دوشنبه، د ثور شپږ ویشتمه)‏ د طالبانو د لوړو زده کړو وزير مولوي عبدالباقي حقاني وايي، چې له مختلفو هېوادونو څخه د ماسترۍ او دوکتورا زده کړو له تر لاسه کولو وروسته د پوهنتونونو څه باندې سل استادان هېواد ته ستانه شول.

 حقاني په یوه غونډه کې پرون د دغو تازه ستنو شويو استادانو د راتلو درناوی کړی او د دوی احساس يې ستايلی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو په اساس د پوهنتونونو دغه استادان له ماليزيا، ايران، ترکيې، هندوستان، پاکستان، روسیې، قزاقستان او ټايلنډ هېوادونو څخه را ستانه شوي دي.

طالب وزير په دې غونډه کې دا هم ويلي، چې که د افغانستان تحصيلي نظام له نورو هېوادونو سره پرتله شي، نو افغانستان ډېر وروسته پاتې دی.

عبدالباقي حقاني د هېواد د ودې او پر ځان بسیاینې لپاره لوړو زده کړو ته پاملرنه اړينه ګڼلې ده.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د لوړو زده کړو پر وړاندې د نوموړي د سخت دریځو قيوداتو له کبله په ټولنیزو رسنیو کې د ده خلاف توندې نیوکې کيږي او حتا « د لوړو زده کړو پر ضد د مبارزې وزير» وړته ویل کېږي.

3 COMMENTS

  1. خپلی دوه لونی دی ولی د مردان له پوهنتون نه راولی چی په افغانستان کی درس ووايي؟ خپل حان ته خو هم يو حلى وگوره.

  2. ستا خو د دا مردار شکل ورک شی داسې شکارې لکه د خرو غل ! ستا یې په وزارت څه ؟؟؟؟؟؟؟

  3. د دغه نجس نه شکل وزیر ته ورته ده او نه خبرې.
    د افغانستان د ځوانانو په سرنوشت یې داسې جاهله بلا مقرره کړېده چې د نړۍ په هېڅ کونج کې یې ساری نه لیدل کیږي . الله تعالی د افغانستان د لوړو زده کړو پرضد د مبارزې له وزیر نه په خیر سره خلاص کړي . آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب