یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په دې ورځ په چین کې کلتوري انقلاب پیل شو

په دې ورځ په چین کې کلتوري انقلاب پیل شو

له نن څخه ۵۶ کاله پخوا د ۱۹۶۶ د مې میاشتې په ۱۶ مه د چین کمیونسټ ګوند په خپل هیواد کې د کلتوري انقلاب غورځنګ پیل کړ. دوی ادعا کوله چې دغه انقلاب به د چین په ټولنه کې لا ډېر عدالت راوړي. خو د دې خلاف د چین کلتوري انقلاب ټولنیزې او اقتصادي ګډوډۍ رامنځته کړې.

د ١٩٦٦ کال د مې په شپاړسمه د کمیونسټ ګوند مشر ماو زېتونګ له دندو څخه د خپل ګوند د جګپوړو چارواکو په برطرفه کولو سره په دغه کمپاین شروع وکړه. د دې کمپاین هدف د منځنۍ طبقې له خلکو څخه د کارګرې طبقې د حقونو بیرته تر لاسه کول او په واک کې د کارګرې طبقې شریکول و.

ماو چې د کوم چین ارمان درلود هغه پوره نه شو، خو په دغه هیواد کې سخت تشدد پیل شو. اقتصادي وضعیت دومره خراب شو چې زرګونه خلک د تاوتریخوالو په پېښو کې ووژل شول او زرګونه نور بندیان او یا په اعدام محکوم شول.

په وروستیو کلونو کې د چین حکومت هڅه کړې چې د کلتوري غورځنگ ورځ بیخي هیره کړي او ویې نه لمانځي.

روډرک مکفرګوهر چې په هارورډ پوهنتون کې د کلتوري انقلاب کارپوه دی د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ته وویل چې د چین اوسنی ولسمشر شي جین پینگ نه غواړي چې د کلتوري غورځنگ ترخه حقیقتونه یاد کړي.

د ماو له مرګ څخه لس کاله وروسته په چین کې تشدد او مشکلات پیل شول. پنځه کاله وروسته د چین حکومت ومنله چې د ماو پالیسۍ په دغه هیواد کې د تشدد سبب شوې.

د ماو ارزښتونه په چین کې نن ورځ هم خلک په دوو برخو کې ویشي.

له نن څخه ۱۱۰ کاله پخوا په دې ورځ د چین جمهوریت تاسیس شو. په ۱۹۴۹ م کال یې د چین ولسي جمهوریت ځای ونیوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب