یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په ناروغیو د مطالعې اغېز

په ناروغیو د مطالعې اغېز

مینه احمدي

مطالعه کول پر ډیرو معنوي ګټو سربیره یو شمېر صحي ګټې هم لري چې په دې وروستیو کې د سکاټلنډ په ګلاسګو پوهنتون کې ترسره شوې څیړنه ښيي؛ کتاب لوستل او مطالعه کول مو له ژور خپګان څخه ژغوري.

یادو څېړونکو چې خپله څېړنه په شاوخو دوه زره کسانو په دې شکل ترسره کړې چې د رواني او نفساني ناروغیو ډاکترانو خپل ناروغان د کتاب لوستنې په وسیله تشخیصول.

څېړونکي زیاتوي؛ هغه کسان چې د ورځې مهال په اوسط ډول له پنځو تر لسو صفحو مطالعه کوي په خپل ځان او نفس باور پيدا کوي او ژر له دې ناروغۍ ژغورل کیږي.

باید وویل شي هغه کسان چي مطالعه کوي په خپلو ټولو ورځنیو کارونو کې بریالي لیدل کيږي او د ټولني د ناخوالو په له منځه وړلو کي د پام وړ رول لوبولای شي، نسبت هغو کسانو ته چي مطالعه نه کوي.

د یادولو وړ ده چې زموږ په ګران هېواد کې د ځوانانو له لورې د سوشل میډیا ناسمې کارونې دلته د مطالعې فرهنګ یو څه ګمرنګه کړی او په زیاته اندازه یې د تفریح او سرګرمۍ لپاره کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب