یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمسکو کې د ط سفير: اشرف غني مو په یوه لویه غونډه...

مسکو کې د ط سفير: اشرف غني مو په یوه لویه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته بللی

تاند:( يکشنبه، د ثور پینځه ویشتمه)‏ په روسیه کې د طالبانو د رژيم سفير جمال ناصر غروال وايي، چې طالبانو د افغانستان په اړه کیدونکې لویې غونډې ته ډاکټر اشرف غني هم کابل ته بللی دی.

دغه طالب سفیر د یادې غونډې نوم او نور څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي چې دغه غونډه به ژر په پلازمېنه کابل کې جوړه شي.

هغه وويل، لا روښانه نه ده،‌چې د دې لویې غونډې نوم به لویه جرګه که بل څه به وي.

جمال ناصر غروال زياته کړه، چې د يادې غونډې ترسره کيدو ته چمتووالی روان دی.

د‌ طالبانو د رژيم ویاند ذبیح الله مجاهد هم د داسې يوې غونډې د ترسره کيدو خبر ورکړی، خو نه يې دي ويلي چې بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې کنه؟

طالب سرچینو په دغه غونډه کې د اشرف غني له لوري په کيدونکې غونډه کې د بلنې د منلو او نه منلو په اړه څه نه دي ويلي.

ولسمشر غني ته نيږدې سرچينو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده،‌ چې په کابل کې مېشت پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نيږدې سرچينو ويلي، چې طالبانو نوموړي ته د متحده عربي اماراتو د دولت د مشر په جنازه کې د ګډون لپاره د سفر اجازه نه ده ورکړې.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب