یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهله هلمند څخه کندهار ته د بریښنا مزو د تېرولو چارې په...

له هلمند څخه کندهار ته د بریښنا مزو د تېرولو چارې په چټکۍ روانې دي

تاند:( يکشنبه، د ثور پینځه ویشتمه)‏ د کندهار د حوزوي برېښنا رییس ملا محمد حنيف حمزه وايي

تاند:( يکشنبه، د ثور پینځه ویشتمه)‏ د کندهار د حوزوي برېښنا رییس ملا محمد حنيف حمزه وايي چې له کجکي څخه تر قندهاره د ۱۱۰KV مزي د بیا رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د‌ نوموړي په وينا، له لښکرګاه څخه تر سنګین سټېشن پورې د یاد مزي د غځونې د لومړي پړاو چارې له روژې مخکې بشپړې شوې، اوس د لښکرګاه له وراهي څخه تر میوند سټېشن پورې د ۳۰ کیلومتره او پر ۱۱۴ ستنو د مزو غځونې د دوهم پړاو چارې جریان لري.

چارواکي وايي چې وروسته به له میوند څخه تر کندهاره او له سنګین څخه تر کجکي پورې د مزي د بیارغولو چارې پیل شي.

د دوی په خبره، د نوي مزي په غځولو سره به د کجکي برېښنا په بشپړه توګه تر قندهار او لښکرګاه ښارونو پورې ورسېږي.

د کندهار د برېښنا شرکت وايي چې د کجکي زړې فابریکې”لومړي” فاز له دریو توربینونو څخه یې دوهم نمبر توربین چې ۱۸MW ظرفیت لري، له تېر یوه کال څخه یې تخنیکي عوارض لرل؛ خو تېره ورځ د کندهار د برېښنا ریاست په هڅو د ۷۷ تُرکۍ کمپنۍ فعال کړ چې په بیا فعاله کېدو سره یې د قندهار او هلمند په برېښنا کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

سرچینه زیاتوي چې د کجکي دوهم فاز هم د ټیسټ په مرحله کې دی، هر کله چې د ټېسټ مرحله بشپړه شي او فعالیت پېل کړي، په دې سره به د کندهار او هلمند ولسونو او ټولو فابریکو د برېښنا ستونزه په بشپړه توګه حل شي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، دوی د برېښنا شرکت له چارو څخه د فساد ختمولو ادعا کوي، خو د بریښنا مشتریان شکایت کوي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د برېښنا لګښتونه ورباندې زيات شوي دي.

چې له کجکي څخه تر قندهاره د ۱۱۰KV مزي د بیا رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب