Homeخبرونهخرم: د نوې جګړې ګټل کاميابي نه ده، مخنیوی یې کاميابي ده

خرم: د نوې جګړې ګټل کاميابي نه ده، مخنیوی یې کاميابي ده

تاند:( يکشنبه، د ثور پینځه ویشتمه)‏ ‏د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خرم په یوه پیغام کې طالبان په هېواد کې د نوې جګړې مخنيوي ته وبلل.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې ولیکل:« ‏طالبانو ته، اسلامي امارت ته! د یوې نوې جگړې گټل کامیابي نده بلکې د یوې نوې جگړې د پیښېدو مخنیوی کامیابي ده، که حکومتداري کوئ.»

هغه په مشخص ډول نه دي ويلي، چې له نوې جګړې څخه یې موخه څه ده، خو په وروستيو کې د افغانستان له یو شمېر ولایتونو څخه د طالبانو په ضد د وسله والو فعالیتونو خبرونه ورکول کېږي.

طالبانو د دوی خلاف د جګړې ادعاوې رد کړي او د هغو کسانو په ځپلو یې ټینګار کړی، چې د دوی په خلاف جنګیږي.

له دې سره په ځینو راپورونو کې راغلي، چې د ملي امنيت د پخواني رييس رحمت الله نبیل په مشرۍ د طالبانو خلاف په یوې نوې جبهې کار روان دی.

تر دې مخکې د طالبانو خلاف د شاوخوا لسو جنګي جبهو د موجوديت ادعاوې شوي، خو د طالبانو پلويان د يادو جبهو او ډلو بحثونه تر ډېره تبليغاتي ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...