یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد صرافانو کار بنديز، د شهزاده سرای د په زوره پرانيستل کيدو...

د صرافانو کار بنديز، د شهزاده سرای د په زوره پرانيستل کيدو ادعا وشوه

تاند:( يکشنبه، د ثور پینځه ویشتمه)‏ ‏په داسې حال کې، چې پرون د افغانستان د صرافانو ټولنې د پولي خدمتونو د جواز لپاره د طالبانو د نويو قيوداتو په غبرګون کې د کار بندیز اعلان وکړ، ځینې سرچینې ادعا کوي چې طالبانو نن د افغانستان د صرافۍ تر ټولو ستر مرکز ( شهزاده سرای) په زوره بیرته پرانيست.

د افغانستان د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک نن سهار وويل، تر کومه چې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د صرافانو د جوازونو ستونزه نه وي هواره کړي د دوی فعالیتونه به په ټول افغانستان کې بند وي.

 ځیرک دا هم وویل، چې دا پرېکړه پرون د افغانستان د ټولو ولایتونو د صرلافانو د ټولنې د مشرانو په یوې حضوري ناسته کې شوې ده.

خو نوموړي دا هم وویل، چې دا موضوع په هیڅ ډول د طالبانو له حکومت سره د مخالفت په مانا نه ده، بلکې دا د هر صراف حق دی چې د خپل کار وبار لپاره یې دا شرایط وړاندې کړي دي.

د ښاغلي ځیرک په خبره، پر صرافانو وضع شوي شرایط دا دي، چې هر صراف باید د خپل فعالیت په بدل کې، پنځه ملیونه افغانۍ تضمین د افغانستان بانک ته ورکړي، دوه لکه افغانۍ د کاغذي جواز بیه تحویل کړي او پڼخوس ملیونه افغانۍ د خپل کار او بار لپاره پانګه وښيي.

له دې سره تازه راپورونه څرګندوي، چې د طالبانو يو شمېر ځواکونو نن په زوره د شهزاده سرای دروازې پرانيستي او ورسره همغږو صرافانو خپل فعاليت پيل کړی.

د افغانستان د صرافۍ مرکزونه تر ډېره د پيسو د لېږد رالېږد چارې سمبالوي، چې خلک یې اسانتياوې ستايي خو پکې د تورو پيسو په راکړه ورکړه هم انديښمن دي.

د افغانستان پرزول شوی جمهوري نظام څو ځله په دې کې پاتې راغی، چې پر صرافانو خپل ټول قيودات ومني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب