یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د عقل او منطق څخه پيروي کول

د عقل او منطق څخه پيروي کول

متقاعدجنرال دولت وزیري

عقل د انسانانو هغه قوه ده چې په واسطه يې خپلې کړنې کنټرول او د ښو او بدو تر منځ توپير کولاي شي. د نورو ژوندیو موجوداتو څخه د انسانانو جلاوالی هم د عقل له مخې دی.

ټول ژوندي موجودات د خوراک، څښاک، زیار، خوب، د نسل زیاتولو، مړه کیدلو او د شعور له پلوه سره یو شان دي. یواځې عقل دی چې انسانان يې لري او په واسطه يې خپلې کړنې کنټرولولي شي.

منطق هم د عقل په څیر په ټولنه کې ځانګړی ځای لري. د منطق په واسطه انسانان د خپلو کړنو د روا ښودلو لپاره دلایل لټوي او همدغه دلایلو ته منطق ویلای شو.

د خلکو په منځ کې د عقل او منطق خپرول ګران کار دی او د مینې او ورورولۍ خپرول لا ډير ستونزمن دی.

سقراط يې له همدې امله په زهرو وواژه. ځکه هغه د عقل او منطق پیروي او د ځوانانو په منځ کې يې د ناخوالو پر ضد مبارزه کوله. هغه به ځوانانو ته لارښوونه کوله، کوم څه چې د عقل او منطق سره سمون نه لري، له منلو څخه يې ځان لرې وساتئ.

عیسی مسیح يې له همدې امله په مرګ محکوم کړ، چې هغه هم انسانان د خدای ج لارې ته چې د انسانيت لاره او په عقل او منطق برابره وه رابلل.

زمونږ ستر لارښود حضرت محمد ص يې په دې خاطر له مکې څخه مدينې ته په هجرت مجبور کړ چې د عقل، منطق، انسانیت او اسلامیت د لارې پيروي يې کوله او خلک يې سمې لارې ته رابلل.

په کومه ټولنه کې چې عقل او منطق واکمن وي، چیرې چی سوله وي، مینه وي، د یوه او بل زغمل وي، یوه او بل ته درناوي وي. هلته هغه کړني چې د اسلاميت او انسانيت سره په ټکر کې وي روا بلل کیږي. د عقل او منطق څخه پيروي د انسانيت او اسلامیت لاره ده. که چیرې يواځې موخه د ژوند کول وي، ژوند خو حيوانات هم کولای شي.

فلسفي شاعر غني بابا وايي:

ژوند که تش پیرني څټل وي
دا خو سپی هم شې کولی
که د نسل زیاتول وي
دا غوایي هم شی کولی

[ ] د ژوند موخې مینه، يو او بل ته درناوي، د خدای ج مخلوق ته خدمت، د بېوزلو لاس نیوی او د ظلم او ظالم مخنیوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب