شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمان: عدم استحکام عملیات به پاکستان بې استحکامه کړي

فضل الرحمان: عدم استحکام عملیات به پاکستان بې استحکامه کړي

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۵ مه) پاکستان کې د عدم استحکام په نوم اعلان شویو هغو عملیاتو ته د غبرګونونو په لړ کې چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ضد ګڼلي، د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان هم توند غبرګون ښودلی.

هغه په یوه لویه غونډه کې ویلي، چې دا عملیات به د پاکستان د بې استحکامه کیدو سبب شي.

د هغه په وینا، پاکستان چې هر ځل د داسې عملیاتو اعلان کړی، د ګټې پر ځای یې تاوان کړی او کمزوری شوی.

د نوموړي په خبره، د پاکستان د بلوچستان په اړه ډېر نه پوهیږي خو پښتونخوا کې له ماښام وروسته د وسله والو ډلو حکومت وي.

د هغه په باور، د یادو عملیاتو اعلان په ښکاره ملکي حکومت د سیاستوالو په تایید وکړ، خو اصلي پرېکړه پوځ کړې او ملامتي یې سبا پر سیاستوالو اچوي.

د پاکستان حکومت د فضل الرحمان څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې دفاع وزیر خواجه آصف د یادو عملیاتو خلاف د عمران خان د پلویانو مخالفت له ترهګرو څخه د دوی مخالفت ګڼلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب