یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد مولوي کبیر ادعا؛ زموږ سیاستونه ملي ګټو او ولسي غوښتنو نه...

د مولوي کبیر ادعا؛ زموږ سیاستونه ملي ګټو او ولسي غوښتنو نه سرچینه اخلي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۵ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کړې، چې د دوی د رژیم سیاستونه د ملي ګټو او ولسي غوښتنو په رڼا کې جوړیږي او عملي کیږي.

د هغه مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دا خبره یې یو شمېر قومي مشرانو سره د لیدنو پر مهال کړې خو نه یې دي روښانه کړي چې طالبانو په خپل کوم سیاست کې له خلکو سره مشوره کړې او د هغوی مشورې یې عملي کړي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: هغه ( مولوي کبیر) د باثباته او پرمختللي نظام د رامنځ ته کېدو په برخه کې د افغان ولس همکاري اړینه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت د خلکو سلا مشورو ته په درنه سترګه ګوري.

دا ادعا داسې مهال شوې چې د طالبانو رژیم په پرله پسې ډول ان د خپلو سرسختو پلویانو له نیوکو سره مخ او په استبدادي چلندونو تورن شوی.

دوی په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو او کار پر وړاندې د طالبانو افراطي پالېسۍ، د قدرت انحصار او نور هغه څه بولي چې خلک یې سخت خلاف دي، خو طالبان یې په زوره عملي کوي او د افغانانو او نړۍ غوښتنو ته یې په اړه غوږ نه نیسي.

6 COMMENTS

  1. ملي سیاست، ملې ګټې او د خلکو غوښتنې دا دئ چې، ملا بستره دی له ارګه او له سیاسته ټوله کړه او په جومات کې خپله پخواني دنده له س ه پیل کړه. د ملت غوښتنه خو دا دئ تاسو لعنتيانو خو پرې عمل ندي کړئ.
    تیر ځل چې تاسو سپیره سپږن راغلي نیستې، لوږه او بدبختي مو راوړه او اوس دا ځل هم هغه پخواني کیسه تکراریږئ.

  2. هر سرى پیدا دی خپل خپل کار لره.
    لکل فن رجال
    د ملایانو دنده حکومت نه، بلکی حکومت خپلو پرونده خلکو ته پریسوول په کار دي.
    حكومت مو له ملئ گتو سره په تکر کی دی او د هیواد د ملي گتو د نورو په تیره د پاکستان گتی رانغاري، نو حکه مو أفغانستان په نریواله کچه منزوي كرى چی دا هغه حه ول چی پاکستان غوستل او تاسی ترسره کرل.

  3. د دروجن ښځه غی؟ د ملت ملی ارزښتونه دی له خاورو سره برابر کړل، کارونه دی ټول چړیانو او خیټورو پړسیدلو ملایانو ته ورکړی ستاسو ښځه غی پدی سیاست. خلک ټول په تیښته کی دی یو وار د پاسپورت سهولت هر چیری مهیا کړی ګوری چی صرف څو تنه ملایان او خرکُسان نور به ټولو تاسو څخه وتښتی ـ

  4. بادام وروره د خط څخه دیی معلومیږی چه ښه استعداد او پوهه لری. بلی د طالب څخه ډیري خلک په ځینو ډیرو ملی او وطنی مسایلو کی نفرت لری، زه هم نفرت لرم، پاچاصاحب، سعیدی صاحب هم نفرت لری. مګر د پاچا صاحب او سعیدی صاحب په تبصرو کی به د ښځی، مور، خور ښکنځلی او بی رواجه خبری هیڅکله پیدانکړی. ځکه په پښتنو کی د ښځو یادول ډیر سپک کار دی. هر طالب ته په شخصی انداز چه په هره سویه دی هر څه ویلی شی. خو مور، خور او ماشومانو سره یی غرض مه لره.
    په اخر کی د ښاغلی بادام ورور څخه بیا خواست کووم چه مونږ او تاسو باید د خپل پښتنی کلتور په اساس د ښځو او میندو بد ونه وایو.
    په احترام

  5. ترټولو مخکې ملا صاحب باید ملي ګټې وپېژني:
    هغه ارزښتونه چې د یوه هېواد له موجودیت ، پرمختګ ، معنوي او مادی هویت سره مخامخ اړیکې لري ، ملي ګټې دي . مخامخ اړیکه ځکه چې د داسې اړیکو ته زیان ملي ګټو ته زیان او پیاوړتیا یې ملي ګټو غښتلتیا سبب کیږي .
    ملي ګټې له دیني، معنوي ارزښتونو، ازادي، ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت، اقتصادي پرمختګ، ملي ویاړونه، تاریخ، کلتور او…نه عبارت دي .
    دیني او معنوي ارزښتونه د مسلمانانو د ژوندانه د ټولو اړخونو اساس او بنسټ شمېرل کیږي . دا ارزښتونه زموږ پلرونو او نیکونو د تاریخ په اوږدو کې د خپلو سرونو په بیه ساتلی او موږ ته یې د میراث په توګه پریښی دی. دیني ارزښتونو ته د درناوي له لارې یې پر ستونزو بری ترلاسه کړی او د نورو ولسونو ترمنځ یې د یوه ژوندي او تلپاتې ولس په توګه خپل دریځ ساتلی دی .
    ځمکنۍ بشپړتیا د ټاکلو او پېژندل شویو پولو په محدوده کې د یو ټوټې خاورې او سیمې درلودل دي. دا خاوره یا سیمه د هېواد په نامه پېژندل کیږي او د نړیوالو اصولو له مخې د هغه خاورې د اوسېدونکو شتمني بلل کیږي. بېلا بېل ولسونه، قومونه، قبیلې یو له بل سره په ورورولۍ او ملګرتیا کې ګډ ژوند تیروي ..
    له دې امله لازمه ده چې دا قومونه او ولسونه د هېواد پالنې په احساس لاسونه سره ورکړي او خپلې ټولې غوښتنې د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا تر سیوري لاندې ولټوي، د خپلې خاورې او هېواد د ساتلو او پرمختګ له پاره په ګډه کار وکړي او پرېنږدي چې دا ګټې له ګواښ سره مخ شي .
    په یو هېواد کې د ملي ګټو بل اړخ امنیت تامین دی. له ډار او ګواښ پرته ژوند ته امنیت ویل کیږي. امنیت په جګړو، تاوتریخوالي، اخ و ډب او د یو بل پر وړاندې د زغم د نه موجودیت له امله ګډوډیږي. له امله یې د خلکو ژوند کاواکه او له ګواښ سره مخامخ کیږي. د ژوندانه ډيرو لومړنیو اړتیاوو د ترلاسه کولو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کیږي. د دې ترڅنګ ښایي د یو هېواد اوسیدونکي له ذهني پلوه هم د امنیت او خوندیتوب احساس وکړي او له داسې کوم ګواښ سره لاس و ګریوان نشي، چې د ژوند عادي بهیر یې ګډوډ کړي. دا د حکومت دنده ده، چې په بېلابیلو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ډګرونو کې د خلکو امنیت خوندي کړي، چې هېوادوال وکړای شي په سوله او امنیت کې ژوند وکړي او خپل هېواد ودان کړي .
    له شک پرته د اقتصادي او معیشتي سوکالۍ تامین د ټولو ملتونو اساسي او مهمه غوښتنه او د هغوی د ملي ګټو برخه ده. کمزوري، لوږه او بېکاري د ملي ګټو له رښتینولۍ سره زیات واټن لري. اقتصادي سوکالۍ ته د رسېدو یوه لاره د کورنیو طبیعي کانونو او شتمنیو را ایستل او د بهرنیو پانګو اچولو جذب دی.
    الحمدلله زموږ هېواد د طبیعي شتمنیو او بشري استعدادونو له مخې بډای دی. دولت ته ښايي د ملت په ملګرتیا او مرسته له دغه خدايي پانګې څخه ګټه واخلي. خلک له بېوزلۍ او احتیاج څخه وژغورل شي، چې ځانونو ته یو سوکاله ژوند جوړ کړي.

    د دولتونو د پیاوړتیا ځواک د هغه هېواد په طبیعي موقعیت او د خلکو په هلو ځلو پورې تړلی دی. لکه د سیاسي جغرافیاوي موقعیت (جیوپولیتیک) له پلوه په یوه او مناسبه سیمه کې د یو هېواد واقع کېدل او یا د طبیعي زېرمو، لکه: نفت، ګاز او .. کانونو شتون او استخراج. خو اکتسابي ځواک او نفوذ د یو هېواد په علمي، اقتصادي، تخنیکي، پوځي، نفوسو او نورو په پرمختګ پورې تړلی دی. هغو هېوادونو ته غښتلي هېوادونه ویل کیږي، چې په اسانه ډول خپلې موخې لاس ته راوړي او په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو کې نفوذ او لوی لاس ولري.
    خپلواکي یا استقلال:
    د خپلواکۍ درلودل د ملي ګټو مهمه برخه بلل کیږي. خپلواکي؛ یعنې په ټاکنو او پرېکړو کې خپله خوښه او لوی لاس درلودل. خپلواک هېواد هغه هېواد ته ویل کیږي چې د ژوندانه په لارو چارو او د حکومتي او سیاسي نظام په ټاکلو کې له بشپړې ازادۍ څخه برخمن او د چا تر لاس لاندې نه وي. هېڅوک نشي کولی د زور له لارې پر یو چا نظام وتپي. خپلواکي په حقیقت کې د نورو ټولو نومول شویو ګټو پایله ده
    ملي ګټو سره خیانت ملي خیانت دی ، هغه واکمنان چې د خپلو اولادونو پرمخ یې د تعلیم او پوهنتونونو دروازې تړلي دي ، واک یې د یو څو محدودو لوی خېټو ترمنځ تقسیم کړی ، د یو عظیم څلوېښت میلیوني ولس له حاله خبر نه دي ، د هغوی غوښتنو ته ځواب نه وایی. حتی د خپل ملت له استازو سره لیده کاته نه کوي او له ډاره په غارونو کې اوسیږي . دا ټول د ملي خیانت نښې دي . د خپلې ټولنې انساني حقوق نه رعایت کول ، د ښځو د کار او تعلیم ، د ګرځېدو آزادي ، د متقاعدینو معاشونه نه ورکول ، نا اهله او بې کفایته کسانو ته واک سپارل ، له واک نه سوءی استفاده ، خپل ملت په تیاره کې ساتل او له نړیوالو سره د دې کړنو په نتیجه کې د اړیکو پرېکول او په انزوا کې د افغان ملت پرېښودل او ټول قدرت د یوه ګوند یا تحریک له خوا انحصارېدل د ملي ګټو سره خیانت او له ملت سره جفا ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب