یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+نابالغه بوډاګان او بې وخته ګډ ژوند | محمد احمدي

نابالغه بوډاګان او بې وخته ګډ ژوند | محمد احمدي

زموږ په ټولنه کې اکثر دا پوښتنه مطرح کیږي چې د واده لپاره مناسب عمر کوم عمر دی؟ یا دا خبره کیږي چې په عقل پوخ شو نو واده دې وکړي، او یا وايي چې هغه لا تر اوسه په واده چېرته خبر دی! درې واړه خبرې ډېرې عامې دي او په اړه ېې ګڼ باورونه موجود دي. ځینې وايي، د هلک چې ږیره راغله نو واده ورته وکړئ، بل وايي جینې چې پیغله شوه ورکول ېې پکار دي، اوس اوس ځوانان وايي چې له زده کړو وروسته واده کوم یا چې یوه مناسبه دنده پیدا کړم نو بیا واده کوم او داسې نورې ورته جملې.  خو په ریښتیا کوم وخت یا کوم عمر د واده لپاره مناسب دی؟

د واده لپاره مناسب وخت هغه وخت دی چې انسان پکې دواړو فزیکي او فکري بلوغیت ته ورسیږي خو تر ټولو مهمه برخه ېې فکري  بلوغیت دی چې رسیدل ورته مهم او سخت دي نسبت فزیکي بلوغیت ته چې یوه نورماله او تقریباً ثابته پروسه ده. په دې لیکنه کې د بلوغیت نه مراد فکري بلوغیت دی نه فزیکي. لکه څنګه چې فکري بلوغیت یوه ډینامیکه پروسه ده او په یوه ثابت وخت کې د وګړو ترمنځ توپيرلري، په همدې اساس، د واده لپاره مناسب عمر هم د هر چا لپاره توپیر کوي او د فرد پورې منحصره یا تړلې موضوع ده. په دې مانا چې  په یوه ثابت وخت کې د افرادو د بلوغ اندازه او د ژوند تجربه یو شان نه وي. ځینې خلک خدای په ۱۵ کلنۍ که له یوه ښه تفکر او تعقل نه برخمن کړي وي؛ هر کار ته د یوه هوښیار یا په اصطلاح د یو رسیدلي کس په سترګه ګوري خو ډېر داسې شپېته او اویا کلن نابالغه بوډاګان هم شته چې لا له دغه نعمته بې برخې دي.

محمد احمدي

ښکاره خبره ده چې د واده یا ګډ ژوند جوړول بې شمېره شرایط لري خو په دې لیکنې کې یوازې په بلوغیت بحث شوی او نور ټول ثابت فرض شوي دي.

بلوغیت څه مانا؟

بلوغیت (Maturity) د فکري، عاطفي، او چلندیزو کیفیاتو یو ترکیب دی چې انسان د مسئولیت  ملنو ته هڅوي او د متوزانې تصمیم نیونې، مثبتو اړیکو، خلوص، همدردۍ او خود اګاهۍ یا ځان پېژندنې کې مهم رول لوبوي چې څو بیلګو ته به ېې لنډه کتنه وکړو.


د عواطفو او حواسو ثبات (
Emotional Stability): هغه حالت ته وایي چې یو کس پکې د دروني یا بیرونی  ستونزو، فشاراو ناخوالو باوجود وکولای شي خپل حواس ثابت وساتي او د درک وړتیا ېې کافي پخه شوې واوسي. په هر حالت کې خپل حواس قابو وساتلی شي، عاطفه ېې نوره هغسې متزلزله ونه اوسي چې په هره خندا زړه وبایلي او یا ېې کوچنی غم په ګونډو کړي او یا هم په مؤقتي خوښیو کې ځان ځنې ورک شي.

د مسؤلیت اخیستل (Responsibility): یو بالغ کس د خپل ژوند، کړو وړو، پریکړو، خبرو، او ملامتۍ بار د بل په اوږه نه ږدي بلکې پخپله ېې وړي. ځان ته د تېښتې کاذبې لارې نه ګوري. یو بالغ کس نور د ژوند په معنا پوهیږي او خپل تعین شویو موخو ته رسېدل خپل شخصي مسؤلیت او رسالت بولي.

ځان پیژندنه (Self-Awareness): یعنې دا چې یو کس په خپل ځان او د شخصیت ډول په پوره معنا وپيژني. خپل د کمزورتیا او قوت ټکي ورته معلوم، تعریف شوي او واضع باورونه او ارزښتونه ولري.

معقولانه پریکړه او تصمیم نیول (ُRational Decision-Making): یعنې د وضعیت یا موضوع هراړخیزه ارزونه، د ګڼو ګزینو رامنځته کول، منطقي فکر کول، د سوالونو رامنځته کول او ځوابول، حقایق له نظره نه غورځول، ژر پریکړه نه کول، احساساتی تصمیم نه نیول، په خپل پریکړه باور لرل، د تصمیم نیونې وړتیا لرل، د خطر منل او داسې نور ګڼ موارد.

تعهد او امانت داري (Commitment and Integrity): تعهد او امانت داري د بلوغیت تر ټولو مهمو برخو ګڼل کیږي. که چیرته دا دوه ونه اوسي، نورې برخې به هم بې اعتباره وي. تعهد ارزښتونو، اصولو، او مسؤلیتونو ته د شخص د وفادارۍ ثبات منعکسوي او د بلوغیت تر ټولو مهمه او ارزښتمنه برخه ده. متعهده وګړي په ټولنه کې د نورو اعتبار راخپلوي، د ملګرو او کورنۍ تکیه ګاه وي، نور ورسره ځان هوسا احساسوي، ګډ ژوند ېې له مینې ملامال، له تاوتریخوالي او جنجالونو خالي، او خپل نسل ته د اعتبار نیک نوم په میراث پریږدي.

موږ کله بلوغیت ته رسیږو؟

بلوغیت ته رسیدل یوه دوامدره تکاملي پروسه ده او د عمر تر پایه دوام کوي. د دې پروسې د سرعت د کچې په ټاکلو کې ګڼ عناصر مهم رول لوبوي لکه جنیټیک، د ژوند تجربه، ټولنه، کورنۍ تربیه او فردي انتخاب. دلته مو هدف یوازې د هغو اوصافو درلودل او د هغو کړنو د کولو د وړتیا پیدا کول دي چې موږ سره مرسته کوي تر څو یوه ثابته او خوشاله اړیکه او سالمه کورنۍ ولرو.

موږ په ټولنه کې ډېرې داسې کورنۍ لیدلي او وینو چې د ژوند اړیکې پکې ډېرې نازکې او بې خونده شوې دي. د ګډ ژوند د اړیکې کلمې هلته نوره خپله معنا ورکه کړې وي. د مینې ځای کرکې او ورځنيو جنجالونو نیولی وي چې آن د کورنۍ نورو غړو باندې ېې هم تاثیرغورځولی وي. کورنی تاوتریخوالی داسې یوه زهري دایره رامنځته کوي چې په اړیکه کې له ښکیلو خواوو سربیره، نور کسان او حتی راتلونکی نسل متضرره کوي. د دې کورنیو ماشومان له هماغه ماشومتوبه په اخ او ډب کې رالوېیږي چې په ځان بې باوره، له ذهني پلوه کمزوري، او په کم عمر کې په بیلابیلو اروايي او فزیکي ناروغیو اخته کیږي. دا ډول کورنۍ ډېر زر زړیږي او په خپل ګډ ژوند کې د خوند او ارزښت په نوم نور هیڅ نلري یا که روښانه ېې ووایم، د ګډ ژوند اصلي ماهیت او معنی له منځه ځي. ارواپوه لیویس هیرمن وايي چې کورنی تاوتریخوالی یو جنايي عمل دی چې د قربانیانو عاطفي زخم ېې د عمر تر پایه پاتې کیږي.

داسې ډېر خلک به مو کتلي وي چې له واده وروسته هم بیرونۍ اړیکې پالي او د خپلې قانوني او اصلي اړیکې سره خیانت کوي. د دې کار تر شا ګڼ او ډېر پیچلي دلایل پراته دي چې راسپړل ېې د اوږده وخت خبره ده. خو یو غټ دلیل ېې د طرف کم ظرفیتي او د اړیکې په ارزښت نه پوهیدل دي چې بیرته خبره بلوغیت ته ورګرځي. ما داسې ډېر په اصطلاح عاشقان لیدلي چې له معشوقې سره له واده کال وروسته بیا مئین شوی وي یا ېې بیا د یارانې تارونه غزولي وي. که یو څوک لومړنۍ اړیکې ته تعهد ونه ساتي، که لس وارې مئین شي او لس وارې واده وکړي، د ژوند هغه خیالي انځور چې دی ېې په ذهن کې لري، هیڅکله  به په لاس ور نشي. ولې؟ ځکه دا په یو ډول اعتیاد اوړي. کس همیشه د لومړني خوند پسې ګرځي. داسې کسان همیشه د نویو اړیکو په لټه کې وي او هره نوې اړیکه ورته له یوه وخت وروسته بې خونده کیږي او بیا په بلې پسې ګرځي. دا چې تجربه ېې ډېره شوي وي، په اسانۍ سره نور تېرباسي. دا کسان خو خپله بدبخته وي، مګر د لسو نورو ژوند هم بدرنګوي او ډېر ساده او صفا زړونه ماتوي. د دې کار تر ټولو بده پایله دا ده چې د عاطفي خلا د رامنځته کیدو له امله، بلاخره دواړه لوري په ورته عمل لاس پورې کوي. د بیلګې په ډول، کله چې خاوند د باندې خپل خوش ګذرانی کوي او کور ته بغیر له کومې تلوسي راځي، نو د خپل مېرمنې سره د مینې کولو یا هغې ته د مینې ورکولو لپاره کوم څه نه پاتې کیږي. د یو انسان په صفت، ښځه هم یو لړ مشخصې اړتیاوې او غوښتنې لري چې بلاخره ېې له ورته لارې د پوره کولو هڅه کوي.

خیانت کوونکي وګړي له خپلو همکارانو، ملګرو او خپلوانو سره د اړیکو کلکې او واضح پولې نلري چې د دې پولو نه شتون د نامناسبو خبرو، ناستې او ولاړې او کړنو نه مخنیوی نشي کولای چې بلاخره په خیانت باندې ختمیږي. هغه کسان چې دا ډول پټې اړیکې لري، تر هغې پورې چې جسمي تعامل ېې په اړیکو کې نه وي راغلی، خپل ځان ګرم نه بولي او خپل کار ته سل ډوله توجېې راپیدا کوي په داسې حال کې چې د دې کار ختمه ېې په  جسمي او حتی جنسي خیانت تمامیږي. د دغه ډول اړیکو پیل له ډېرو ساده مواردو راپیلیږي؛ لکه په دفتر کې له خپل همکار سره یو یو ګلاس قهوه څښل، یوه دوه اضافي پیغامه ښکته پورته کول، په سودا کې له پېرودنکي یا پلورونکي سره اضافي خبرې کول او مقابل لوري ته ځان دلچسپه یا ټولنیز ښودل، ټوکې کول او داسې نور.


څنګه پوه شو چې زموږ اړیکه نامناسبه ده؟

که چیرې مو اړیکې له خپل پارټنر نه پټې وي، که مو د اړیکو ماهیت او ډول خپل پارټنر ته معلوم نه وي او نه غواړو ورباندې پوه شي، که د خپل پارټنر سره د هغو خبرو له شریکولو ‌ډډه وکړو چې د دویم کس سره ېې په ارامې شریکوو، که مو دویم کس ته د خپل خاوند یا مېرمنې بد ووایو، که چیرته مو د ورځې په اوږدو کې د دویم کس په اړه اګاه یا ناخوداګاه فکر کولو او یا که تر نیمو شپو مو ورسره په مبایل کې خبرې یا چټ کولو او تر دې حده چې خبرو کې مو د ملګرتیا پولې ماتې شي او اړیکه یو بل رنګ واخلي، که له خپل پارټنر نه مو خپل یادښتونه، کتابچې، لپټاب او مبایل پټ ساتل نو پوه شه چې د یو بد سفر په لاره کې دې قدمونه  ډېر ګړڼدي شوي او د خپلې مقدسې اړیکې پښې دې په ډېرې بې رحمۍ په تبر وهلي دي. دا ټول هغه وخت شوني دي چې دا کس د بلوغیت هغې مرحلې ته نه وی رسیدلی چې واضع ارزښتونه ولري، خپل حواس کنترول کړي او خپل عیبونه او کمیانې ورته څرګندې واوسي. په دې صورت کې، دا کس خپل پارټنر د ځان سیال نه ګڼي، یوازې په هغې کې عیبونه لټوي، تل د ملامتیا یوه ګوته مقابل لوري ته غځوي، په نه خبره جنجال جوړوي، غوښتونو او خبرو ته ېې غوږ نه نیسي چې اړیکه ېې بلاخره یو بله بڼه او تعریف اختیاروي.

له بلوغه وړاندې واده کول څنګه د داسې ستونزو لامل کیدای شي؟

واده یا ګډ ژوند له وداه نه وړاندې ژوند سره ډېر متفاوت تعریف او ځانګړنې لري. واده له ځانه سره یو پنډ مسؤلیتونه او درانه بارونه راوړي. له واده وروسته نور ته هغه بې پروا ځوان/پېغله نباید واوسې چې وړاندې وې. تا له یوه کس سره تعهد کړی چې خپله ځواني به ورسره تېره او خپل تور وېښته به ورسره سپینوې. (د جلا کېدو او طلاق مسله تر دې جلا بحث دی او دلته مو هدف یوازې د خیانت نه کول او اړېکې ته ژمن اوسېدل او تقدس ورکول دي.)
دا شرایط هغه وخت شونې دي چې انسان بلوغیت ته ورسیږي. نور په ریښتني مانا عاقل شوی وي. ښه او بد ېې په اصلي مانا درک کړي وي. د کورنۍ او بازاري اړیکو توپیر وکړای شي. په دې پوه شي چې د یو چا په ژوند کې ورګډېدل او د یو کس د ژوند برخه ګرځېدل څه مانا؟ امانت څه مانا؟ تعهد څه مانا؟ درک کول څه مانا؟ زړه ماتول او زړه ماتېدل څه مانا؟ او تر ټولو مهمه او ضروري خبره دا چې د اعتبار جوړول، ساتل او له منځه تلل څه مانا؟ داسې ډېر کوچني خو ارزښتمن سوالونه دي چې یوازې بالغ کس ورته ځواب ورکولای شي او د درک وړتیا ېې لري.

که څوک د دې او داسې نورو ګڼو سوالونو لپاره واضح ځواب ونلري، په ځان د دې ستر تعهد د ساتلو باور ونلري، د خپل حریص نفس غوښتنې قابو نشي کړای، سترګې، غوږونه، خوله، پښې، لاسونه، فکر، زړه او حواس یوازې د یو کس پورې ونشي تړلی، نو د واده کول ورته یوازې د بې سرنوشته اولادونو له زېږولو پرته چې هغه بیچاره ګان هم د دوۍ په اخ او ډب او ورځنیو تا وکړو او ما وکړو کې رالوییږي او راتلونکی خو ېې د کال له پسرلي معلوم دی چې څنګه به وي، بل هېڅ کومه ثمره نلري. داسې ګډ ژوند ته د انساني ژوند تعریف ورکول ستونزمن وي ځکه چې فلسفه او حاصل ېې يوازې د نسل ډېرول وي او بس. کټ مټ حیواني ژوند!

له بده مرغه، د جوړې ناخوښه اړیکه د هغو د ماشومانو ژوند هم تباه کوي. ما پخپله په وروستیو کې ډېرې داسې پیښې لیدلي چې د کورني تاوتریخوالي له امله ېې ماشومان معلول نړې ته راځي په داسې حال کې چې له دې وړاندې ماشومان ېې سالم او نورمال دي. په دې اړه ډېر علمي مستندات او څېړنې هم شته چې ناخوښې کورنۍ څنګه د معلول اولاد څښتنې ګرځي. د بیلګې په ډول، د امیندوارۍ په مرحله کې ډېر سټرس، خفګان او انديښنه د کورټیزول هورمون د پورته تګ سبب ګرځي چې دا هورمون د مېرمنې پلاسنټا ته ځان رسوي او ماشوم ته ګڼې ستونزي پیښوي. لکه د وخت نه وړاندې زېږون د ذهني او فزیکي رشد وروسته والی، روحي کمزوري، په ژورخفګان، سټرس او داسې ګڼو ذهني ناروغیو باندې د اخته کیدو لوړ احتمال.

اوس که یوه پوښتنه وکړم چې د داسې ژوند جوړول څه ضرور نو حتماً به ووایئ چې هیڅ لازمه نه ده. هېڅ اړتیا ورته نشته. نو کله؟ هر کله چې له یو کافي نسبي بلوغیت نه برخمن شوې تر څو د ګډ ژوند د کولو وړ وګرځې او ګډ ژوند سره داسې تعامل ونکړې لکه ماشومان چې ېې له نانځکو سره کوي ځکه د داسې اړیکې دواړه خواوې بدبخته کیږي.

2 COMMENTS

  1. بلوغيت ته Puberty وايي او پوخوالی يا رسيدنې ته Mturity وايي۔
    هر بالغ يو پوخ يا رسيدلی انسان نشي کيدای۔, مثلا دون سندروم يا په کومه بله عقلي ناروغی اخته شخص شايد بالغ وي يعنې جنسې تکامل ته رسيدلی وي ولې يو پوخ يا رسیدلی شخص نشو ورته ويلای۔

  2. غربت او نا پوهي د افغان ښځو ژوند برباد کړی که چيرته يوه شميرنه وسي چي په سلو کي څو پښتني ميرمني له خپل ميړه سره خوشحاله فکر نه کوم چي لس په سلو کي به خوشاله وي.
    نو چي يوه ټولنه دومره ورسته پاتي شي عاقبت يي ننی ټولنيز حال ده.
    تآسف دد بي ږزلي په ژوند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب