شنبه, جون 29, 2024
Home+د پاپ موسیقۍ د پاچا د مړینې ۱۵ کاله پوره شول

د پاپ موسیقۍ د پاچا د مړینې ۱۵ کاله پوره شول

تاند- له نن څخه ۱۵ کاله پخوا د ۲۰۰۹ د جون میاشتې په ۲۵ مه د پاپ موسیقۍ وتلی سندرغاړی مایکل جکسن په ٥٠ کلنۍ کې د امریکا په لاس انجلس ښار کې د زړه د درېدو له امله مړ شو.

پر هغه په خپل کرايي کور کې د زړه حمله راغلې وه. په عاجل ډول په لاس انجلس کې د کلیفورنیا پوهنتون روغتون ته ورسول شو. د مایکل جکسن ورور جرماین وايي؛ ډاکترانو ونه شو کړای د هغه ژوند وژغوري.

“د عاجلو چارو او د زړه د ناروغیو د ډاکترانو یوې ډلې د یوه ساعت لپاره کوښښ کاوه چې هغه په هوښ راشي”

تر دې لږ وخت وروسته د هغه جسد په یوې څرخکې کې یوه امبولانس ته انتقال شو. د لاس انجلس ښار د پولیسو د ادارې قومندان ګریگ سټرینک وویل، د هغه جسد د تحقیقاتو لپاره طب عدلي ته انتقالیږي.

وروسته د لاس انجلس ښار د طبي چارو د مسولانو د جکس د مرګ د علت په اړه څیړنې پیل کړې چې ډېر وخت یې پرې ولګاوه. د ده د مرګ کره علت لا هم نه دی څرګند خو ډاکتران وايي، ښايي ډیر دده د ژوند عجیبه غریبه بڼه او د درد د درملو ډیر کارول یې د مرک سبب شوې وي.

د مایکل جکسن د مرګ د خبر له خپرېدو لږ وروسته د هغه ډیر زیات مینه وال له روغتونه راچاپیر شول. د هغه ډیر نور مینه وال په هالیووډ واټ کې د هغه په نامه پر ځمکه باندې د کښل شوي ستوري خوا ته راټول شوي وو. د لاس انجلس د دې واټ په څنګلارو (پیاده رو) کې د امریکا د ګڼو وتليیو هنري څیرو د یاد او درنښت لپاره ستوري کښل شوي دي.

مایکل جکسن د ١٩٥٨م کال په اګست کې د انډیانا ایالت په یوې بیوزله تورپوستې کورنۍ کې وزیږېد. مایکل جیکسن د یو تور پوستی پلار اووم زوی و او و ده په هغه وخت کې د خپلو وروڼوسره په ګډه د موسیقۍ یو وړوکې بانډ جوړکړ چې د اورګاډو په تم ځایونو او د کلیساګانو مخې ته یې سندرې ویلي او پیسې به یې ټولولې.
دوی په ۱۹۶۹ کې یو وړوکی د موسیقۍ البوم هم جوړ کړ چې کامیاب نه شو. وروسته د (جکسن ٥) د پاپ موسیقۍ په ډله کې شامل شو او له همدې ځایه یې د تکړه سندرغاړي او نڅاګر په توګه نړیوال شهرت ترلاسه کړ. مایکل جیکسن په نړۍ کې د ګوتو په شمیر هغو شخصیتونو په کتار کې راځي چې په ډیره کمه موده کې یې نوم او شهرت ترلاسه کړ.

وروسته یې د موسیقۍ په هنر کې ډیر نور پرمختګ هم وکړ او د پاپ موسیقۍ د وتلي ستوري یا سوپر سټار په توګه مشهور شو. په ١٩٨٢م کال کې یې د (تریلر) یا هیجاني په نامه البوم خپور شو. د موسیقۍ دغه البوم دومره ډیر خرڅ شو چې تر ټولو د ډېر پلورل شوي البوم ریکارډ یې ټینګ کړ.

هغه په ۱۹۷۸ کې د (BAD) په نوم یو بل البوم خپور کړ دا د بدل شوي مایکل جکسن لومړنی البوم و چې درې سوه لکه کاپیانې ېې وپلورل شولې، پس له هغې ده د لوی لویو هیوادونو او ښارونو ته د کنسرټونو لپاره سفرونه پیل کړل چې په دې سره ېې په میلونونو ډالر لاسته راوړل .

مایکل جکسن د دغه البوم د سندرو د ویډیوګانو د جوړولو په برخه کې تر نورو هنرمندانو ډیر مخکې ولاړ. په همدې البوم کې د ده نڅا سبب شوه چې دی د نړۍ د موسیقۍ تر ټولو غوره نڅاګر وپېژندل شي.

له دې په را وروسته کلونو کې مایکل جکسن له یو لړ جنجالونو سره مخامخ شو. د هغه په اړه ویل کیږي چې له پيل څخه یې له تور رنګ څخه کرکه کوله، کله به ېې هم چې په هينداره کې خپل مخ ته کتل ؛ نو ځان ته به ېې بد رد ویل. ښايي له همدې کبله ده څو ځله پلاستیک جراحي وکړه او له ماشومانو سره د هغه د ډیرې مینې په اړه هم ډیرو منتقدانوشکونه څرګند کړي دي.

په ٢٠٠٣م کال کې پر مایکل جکسن تور پورې شو چې په یوه ١٣ کلن ماشوم یې تیری کړی دی. که څه هم دوه کاله وروسته ده برات ترلاسه کړ خو ټولنیز حثیت ته یې ډیر تاوان ورسېد.

تر مړینې مخکې په پام کې وه چې مایکل جکسن به له یوې اوږدې وقفې وروسته، په لندن کې یو لړ کنسرتونه ورکوي. د دې لړۍ لومړی کنسرت د جولای په ١٣مه په پلان شوی و. د دغه کنسرت ټول ټکټونه په مارچ میاشت کې لا پلورل شوي و، هغه هم په څو دقیقو کې.

که څه هم پر مایکل جکسن باندې د تورونو له امله ډیر خلک له هغه لرې شوي وو خو د هغه ډیرو دوستانو یې بیا کلک ملاتړ کاوه.

مایکل جیکسن له څلور شیانو سخت نفرت درلود، د خپل تور رنګ څخه هغه غوښتل چې د سپینو او سرو خلکو غوندې ولیدل شي. هغه د ګمنامۍ څخه ډیر نفرت درلود هغه غوښتل چې د دنیا شهرت لرونکی انسان وپیژندل شي. هغه د خپل تیر وخت څخه نفر ت و او غوښتل ېې چې هغه له یاده وباسي، همداسې هغه د عامو خلکو پشان ۶۰ او ۷۰ کالو عمر کې مړه کیدل نه خوښیدل او غوښتل ېې چې تر یو نیم سلو کالو پورې ژوند وکړي.

مایکل جکسن دوه ودونه کړي وو. په لومړي ځل یې په ١٩٩۴م کال کې له لیزا ماري پریسلي سره واده وکړ. دا د امریکا د پخواني پاپ ستوري الویس پریسلي یوازینۍ لور ده. خو په ١٩٩٦م کال کې دوی سره بیل شول. په همدې کال کې یې له ډبي رووي سره واده وکړ خو دې واده هم له درې کلونو ډیر وخت دوام ونه کړ.

له مایکل جکسن څخه درې اولادونه پاتې شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب