د شهیدانو د کورنیو، کونډو، یتیمانو، د نجونو د تعلیم او د افغان مور د علاج بی اوازه چغی
محمد همایون همت
سریزه
کله ناکله د یوه ملت ستر دردونه په اوږدو کتابونو، سیاسي ویناوو او تاریخي اسنادو کې نه، بلکې د یوې کونډې په اوښکه، د یوه یتیم په چوپو ژړه غونی سترګو، د یوې مور په دعا، او د یوې محرومې نجلۍ په مات شوي ارمان کې نغښتي وي.
دا لیکنه د همدې دردونو له ار ما نونو څخه راولاړه شوې ده.
یو لنډ کلیپ، یوه لنډه وینا او څو جملې کله ناکله هغه زخمونه راژوندي کوي چې کلونه د افغان ولس په حافظه کې پټ پاتې وي. د همدې احساس له امله دا مقاله لیکل شوې؛ نه د چا د سپکاوي لپاره، نه د سیاسي حساب تصفیې لپاره، او نه هم د تعصب او کرکې د خپرولو لپاره.
هدف دا دی چې د افغانستان په معاصر بحران کې د وجدان، عدالت، تعلیم، دیني مسئولیت، بشري کرامت، روغتیا، افغان کلتور او ملي اخلاقو ترمنځ اړیکه په علمي، مستنده او انساني ژبه وڅېړل شي.
دا لیکنه د هغو میندو لپاره ده چې خپل زامن یې له لاسه ورکړي دي؛
د هغو کونډو لپاره ده چې د ژوند بار یې یوازې پر اوږو پروت دی؛
د هغو یتیمانو لپاره ده چې د پلار له سیوري پرته لویېږي؛
د هغو نجونو لپاره ده چې د علم دروازې ورته تړل شوې دي؛
او د هغو افغان میندو لپاره ده چې د ښځینه ډاکټر، قابلې او نرسې د کمښت له امله د علاج له ستونزو سره مخامخ دي.
د یوه ملت وجدان هغه وخت ژوندی وي چې د خپلو کمزورو، مظلومو او بېغږه خلکو غږ واوري.
د شهیدانو کورنۍ، کونډو ، یتیمانو ، ناروغو میندو او له تعلیم محرومو نجنو د ټپونو علاج د افغانستان د ملي وجدان حقیقي هنداره ده.
که د دوی درد وا نه ورېدل شي، نو هېڅ سیاسي بریا، هېڅ اقتصادي پرمختګ او هېڅ اداري لاسته راوړنه د ملت د زخمونو درملنه نه شي کولای.
همدا وجه ده چې دا لیکنه د سیاست له شور او شعار څخه مخکې د انسان درد ته غوږ نیسي؛
د واک او قدرت له بحث څخه مخکې د وجدان، عدالت او مسئولیت خبره کوي؛
او د اختلافاتو له سیوري څخه مخکې د هغو بېغږه انسانانو غږ رااوچتوي چې د افغانستان د زخمونو اصلي شاهدان دي.
دا لیکنه غواړي وښيي چې افغانستان یوازې د سیاسي شعارونو، اداري اعلانونو او ظاهري لاسته راوړنو په وسیله نه رغېږي؛
بلکې هغه وخت رغېدای شي چې د شهید د یتیم اوښکه، د کونډې چوپ درد، د ناروغې مور بېوسي او د تعلیم له حقه محرومې نجلۍ فریاد د ملي وجدان په مرکز کې ځای ومومي
۱. د ولس درد: کله چې شخصي احساس ملي وجدان ته ورسېږي
د ولس ددرد لومړی احساس دا و چې زموږ ولس لا هم د خپلو شهیدانو حساب نه دی اخیستی. په دې وطن کې یوازې جګړه نه ده شوې؛ کورونه ړنګ شوي، نسلونه بېسواده پاتې شوي، ماشومان یتیمان شوي، ښځې کونډې شوې، میندې د خپلو زامنو له قبرونو سره ژوندۍ خاورې شوې، او د تعلیم، روغتیا، عزت او امنیت اساسي حقونه د سیاستونو، جګړو او قدرتي معاملو تر سیوري لاندې تللي دي.
افغان ولس یوازې د توپ، ټانک او اشغال قرباني نه دی؛ د غلطو روایتونو، سیاسي خاموشیو، ناسم دیني تعبیرونو او د واک د بېمسئولیته ژبې قرباني هم دی. کله ناکله د یوه انسان درد داسې تعبیرېږي لکه شخصي شکایت وي، حال دا چې هغه د یوه ملت د سوځېدلي تاریخ انعکاس وي.
د شهید د کونډې اوښکه یوازې کورنۍ پېښه نه ده؛ دا د عدالت سند دی. د یتیم چوپتیا یوازې بېوسي نه ده؛ دا د نظامونو، مشرانو، علماوو، سیاستوالو او نړیوالو قوتونو پر وړاندې اخلاقي پوښتنه ده. د ښوونځي له دروازې ګرځول شوې نجلۍ یوازې د یوې کورنۍ محرومه لور نه ده؛ دا د راتلونکي د نیمایي وجود بندي کول دي.
له همدې امله، د دی لیکنی تر ټولو مهم پیغام دا دی چې
افغان درد باید شخصي نه شي،
قومي نه شي،
حزبي نه شي،
او د واکمنو یا مخالفو تبلیغاتو قرباني نه شي.
افغان درد باید د انسان، ولس، عدالت، علم ، ملی منل شوی ارزښتونو او دیني مسئولیت په ژبه ولوستل شي.
۲. د شهیدانو حق: د حافظې، عدالت او انساني کرامت مسئله
په افغانستان کې د شهید نوم ډېر ویل شوی، خو د شهید کورنۍ ډېر لږ اورېدل شوې ده. د شهید د وینې شعارونه ډېر پورته شوي، خو د هغه د ماشوم د تعلیم، د هغه د کونډې د نفقې، د هغه د مور د درملنې، د لور د زدکړی او د هغه د کور د عزت پوښتنه ډېره کمزورې پاتې شوې ده.
که یو ملت د خپلو شهیدانو کورنۍ هېرې کړي، هغه ملت د خپلې اخلاقي حافظې یوه ستره برخه له لاسه ورکوي. د شهید حق یوازې دا نه دی چې نوم یې په مراسمو کې واخېستل شي؛ د شهید حق دا دی چې د هغه کورنۍ د فقر، بېتعلیمۍ، بېدرملنې، بېسرپرستۍ او ټولنیز تحقیر قرباني نه شي.
د دیني او انساني معیار له مخې، یتیم یوازې د صدقې موضوع نه ده؛
یتیم د ټولنې د عدالت امتحان دی.
کونډه یوازې د رحم غوښتونکې نه ده؛ هغه د ټولنې د عزت، امنیت او اقتصادي ملاتړ مستحقه ده.
د شهید کورنۍ یوازې د احساساتي وینا موضوع نه ده؛ هغه باید د ملي سیاست، بودجې، تعلیمي پروګرام، روغتیايي ملاتړ او ټولنیز خوندیتوب اصلي محور شي.
قرآن کریم د یتیم، مسکین، مظلوم او کمزوري انسان د حق په اړه ټینګار کوي. د اسلامي ټولنې اخلاق په دې نه معلومېږي چې د قدرتمنو لپاره څومره دروازې پرانیستې دي، بلکې په دې معلومېږي چې د یتیم، کونډې، بېوزله، ناروغ او بېسرپرسته انسان حق څومره خوندي دی.
۳. د کونډو او یتیمانو غږ: د ولس بی غږه اسناد
په جګړه ځپلو ټولنو کې ډېرې تراژیدۍ په رسمي اسنادو کې نه راځي. د کونډې د شپې ژړا، د یتیم د ښوونځي پرېښودل، د مور د درملو نه لرل، د نجلۍ د تعلیم بندېدل، د کور د نفقې نشتوالی، او د عزت د ساتلو ورځنۍ جګړه په احصایو کې لنډې شمېرې ښکاري، خو په حقیقت کې دا د ملت د ماتېدنې ژورې نښې دي.
افغانستان ته اړتیا ده چې د شهیدانو د کورنیو لپاره یوازې خیریه مرسته ونه لري، بلکې یو منظم ملي چوکاټ جوړ کړي: د شهیدانو د ماشومانو تعلیمي بورسونه، د کونډو لپاره مهارتي او اقتصادي ملاتړ، د یتیمانو لپاره رواني او ټولنیزه پاملرنه، د روغتیايي خدماتو ځانګړی سیستم، او د کورنیو د عزت ساتلو قانوني میکانیزم.
د دې تر څنګ، د ټولنې ژبه هم باید بدله شي.
کونډه باید د کمزورۍ سمبول نه وي؛ هغه د مقاومت، صبر او عزت سمبول ده.
یتیم باید د محرومیت په نوم ونه پېژندل شي؛ هغه د ملت امانت دی.
د شهید کورنۍ باید د سیاسي شعار وسیله نه شي؛ هغه باید د ملي وجدان مرکز شي.
۴. د نجونو تعلیم: د افغانستان د راتلونکي د ژغورنې بنسټ
د نجونو د تعلیم مسئله یوازې د یوې طبقې، یوې ډلې یا یوې نظریې مسئله نه ده؛
دا د افغانستان د بقا، روغتیا، اقتصاد، اخلاقو او راتلونکي مسئله ده. هغه ټولنه چې خپلې لوڼې له تعلیم څخه محروموي، په حقیقت کې خپلې کورنۍ له پوهې، خپل روغتیايي نظام له ښځینه متخصصینو، خپل اقتصاد له نیمایي ظرفیت، او خپل راتلونکی له متوازن پرمختګ څخه محروموي.
په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدل یوازې یو تعلیمي بحران نه دی؛
دا یو بشري، رواني، اقتصادي او ملي بحران دی. هره نجلۍ چې له ښوونځي پاتې کېږي، یوازې خپله راتلونکې نه بایلي؛ د هغې کورنۍ، راتلونکي ماشومان، ټولنه او وطن هم له هغې پوهې محرومېږي چې سبا یې د یوې معلمې، ډاکټرې، قابلې، نرسې، محاسبې، لیکوالې، مور او ټولنیزې رهبرې په توګه وړاندې کولای شوه.
په اسلامي روایت کې علم د انسان د کرامت برخه ده. د «اقرأ» پیغام یوازې نارینه ته نه و؛
دا د انسان د بیدارۍ پیغام و. د علم دروازه تړل د امت د فکري سا ا خستلو بندول دي. که ټولنه ښځینه ډاکټرې، نرسانې، قابلې، ښوونکې او متخصصې ونه لري، نو د ښځو روغتیا، د میندو ژوند، د ماشومانو راتلونکی او د کورنیو امنیت زیان ویني.
۵. د امنیت، شریعت او افغان کلتور تر سیوري لاندې درنې پوښتنې
که نن حاکم نظام وايي چې په هېواد کې امنیت شته، جګړه نشته، سوله راغلې ده، شریعت نافذ دی، قانون د دوی په لاس کې دی، او افغان کلتور او اسلامي حدود مراعتېږي؛ نو د افغان ولس یوه ساده، خو ژوره پوښتنه دا ده:
که امنیت ستاسو دی، شریعت ستاسو دی، قانون ستاسو دی، ادارې ستاسو دي، پوهنتونونه ستاسو تر نظارت لاندې دي، ښوونځي ستاسو تر امر لاندې دي، او ټولنیز نظم ستاسو په واک کې دی، نو د افغان خور او لور لپاره د شرعي حجاب، جلا ټولګیو، ښځینه استادانو، اسلامي نصاب او خوندي تعلیمي چاپېریال برابرول ولې نه عملي کېږي؟
که جګړه ختمه شوې وي، که لاره امنه وي، که حجاب او حیا وي، که د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې وي، که وزارتونه وي، که قانوني ا حکا م ،وي، نو بیا کومه شرعي، عقلي او ملي ستونزه پاتې ده چې یوه نجلۍ دې ښوونځي او پوهنتون ته نه شي تللی؟
آیا د علم دروازه تړل د حل لار ده، که د شرعي او افغاني چوکاټ دننه د تعلیم د خوندي لارې جوړول د حل لار ده؟
تر دې لا درنه پوښتنه د افغان مور د علاج پوښتنه ده.
که نن زموږ لوڼې د طب، نرسنګ، قابلهګۍ او روغتیايي علومو له زدهکړو محرومې شي، نو پنځه کاله، لس کاله او شل کاله وروسته به زموږ خویندې، میندې، لوڼې او مېرمنې د ولادت، نسایي ناروغیو، داخلي ستونزو، عاجلو عملیاتو او رواني ناروغیو لپاره چا ته مراجعه کوي؟
که د افغان کلتور له مخې ښځه غواړي له ښځینه ډاکټرې سره خپل درد شریک کړي، نو دا ښځینه ډاکټره به له کومه راځي؟
دا یوازې سیاسي بحث نه دی؛ دا د کور، ناموس، حیا، شریعت، طب، ژوند او مرګ بحث دی.
د افغان کلتور له مخې مور، خور او لور د عزت مرکز دی. که د همدې عزت د ساتلو لپاره ښځینه ډاکټرې، ښځینه نرسانې، ښځینه قابلې او ښځینه استادانې پکار وي، نو د هغوی د روزنې دروازه تړل څنګه د عزت ساتنه بلل کېدای شي؟
عزت په ناپوهۍ نه ساتل کېږي؛
عزت په علم، تقوا، نظم، حجاب، مسلک، اخلاقو او مسئولیت ساتل کېږي.
د شریعت نوم باید د علم د بندولو لپاره ونه کارول شي؛
شریعت د علم، عدالت، حیا، کرامت، علاج او د انسان د ژوند د ساتنې دین دی.
که د اسلامي احکامو په چوکاټ کې جلا تعلیمي نظام، شرعي حجاب، ښځینه استادانې، خوندي ترانسپورت، جلا پوهنتونونه، جلا طبي پوهنځي او جلا روغتیايي انستیتیوتونه جوړېدای شي، نو د بندیز دوام د حل لار نه، بلکې د راتلونکي د بحران ژورول دي.
د ولس غوښتنه نه بېحجابي ده، نه بېنظمي، نه د پردي فرهنګ تقلید.
د ولس غوښتنه دا ده چې زموږ لور دې د قرآن، حجاب، افغان عزت او اسلامي اخلاقو په چوکاټ کې زده کړه وکړي؛
زموږ مور دې د ښځینه ډاکټرې له خوا علاج شي؛
زموږ خور دې د ښځینه نرسې له لاسه درمل واخلي؛
زموږ وطن دې سبا د ښځینه روغتیايي کادر له کمښت سره د مرګوني بحران مخ نه شي.
دا غوښتنه نه د غرب شعار دی، نه د سیاست لوبه؛ دا د افغان کور د عزت، د اسلامي ټولنې د ضرورت، او د انسان د ژوند د ژغورنې غوښتنه ده.
نو د حاکم نظام، علماوو، پوهانو، قومي مشرانو او د ټولنې د باوجدانه خلکو پر وړاندې د ولس اساسي پوښتنه دا ده:
که شریعت، امنیت، قانون او اداره ټول ستاسو په لاس کې دي، نو ولې د افغان نجونو د تعلیم او د افغان ښځو د علاج لپاره داسې شرعي، افغاني، منظم او خوندي نظام نه جوړېږي چې هم دین وساتي، هم حیا وساتي، هم علم وساتي، هم ژوند وساتي، او هم د وطن راتلونکی له تیارو وژغوري؟
۶. روغتیا، نرسانې او د ښځو ژوند: د تعلیم د بندیز طبي پایلې
د نجونو او ښځو د تعلیم بندیز یوازې په ټولګي کې نه پاتې کېږي؛ دا د روغتون تر دروازې رسېږي. که نجلۍ ښوونځی ونه وايي، پوهنتون ته لاړه نه شي، طبي انستیتیوت ته داخل نه شي، نو سبا ښځینه ډاکټره، قابله او نرسه له کومه شي؟
د افغانستان په دودیزه او دیني ټولنه کې ډېرې ښځې د نارینه ډاکټر پر وړاندې د خپلو داخلي ناروغیو، نسایي ستونزو، د ولادت دردونو او رواني رنځونو بیانولو کې ستونزه لري. نو د ښځینه روغتیايي کادر نشتوالی مستقیم د میندو، ماشومانو او کورنیو پر ژوند اغېز کوي.
دا مسئله یوازې اجتماعي نظر نه دی؛ دا د عامې روغتیا مسئله ده. د ښځینه روغتیايي پرسونل کموالی د مور او ماشوم مړینه زیاتولای شي، د امیندوارۍ او زېږون خدمات کمزوري کولای شي، د ماشومانو واکسین، تغذیه، کورنۍ روغتیا او د ښځو رواني سلامتيا ته سخت زیان رسولای شي.
نو د ښځو د تعلیم دفاع یوازې د ښوونځي دفاع نه ده؛ دا د ژوند او د ولس د بقا دفاع ده.
د ښځینه ډاکټرې اړتیا د افغان ټولنې د حیا، دیني ارزښت، طبي ضرورت او انساني کرامت ګډه غوښتنه ده.
که څوک حیا غواړي، باید ښځینه ډاکټرانې وروزي.
که څوک د مور عزت غواړي، باید ښځینه قابلې وروزي.
که څوک د افغان کور د ناموس ساتنه غواړي، باید د نجونو د طب، نرسنګ، قابلهګۍ او روغتیايي علومو دروازې پرانیزي.
۷. د دین، وجدان او عدالت ګډ مسئولیت
د افغانستان بحران یوازې سیاسي نه دی؛ دا اخلاقي او وجداني بحران هم دی. دیني ژبه باید د رحم، عدل، علم، کرامت او د مظلوم د لاسنیوي ژبه وي. که دیني ژبه د انسان د درد پر ځای د بندیز، وېرې، تحقیر او چوپتیا وسیله شي، نو ولس د دین له رحمت څخه لرې احساس کوي، حال دا چې د اسلام اصل پیغام د انسان د عزت، علم، عدالت، امانت او رحمت پیغام دی.
د شهید د کورنۍ ملاتړ، د یتیم پالنه، د کونډې عزت، د علم خپرول، د ناروغ درملنه، د مظلوم غږ اورېدل، او د حق خبره کول د دیني اخلاقو له اصلي بنسټونو څخه دي.
د اسلام ټولنیز روح دا نه مني چې یو ماشوم د جګړې له کبله یتیم شي او بیا له تعلیم، نفقې او عزته هم بېبرخې شي. اسلام دا نه مني چې یوه نجلۍ دې د علم له دروازې ګرځول کېږي، بیا دې د ټولنې له ستونزو د ناپوهۍ تمه ترې کېږي.
د علماوو مسئولیت دا دی چې د دین د رحمت دروازه پرانیزي، نه دا چې د ټولنې د نیمایي وجود د فکري بندېدو پر وړاندې چوپ پاتې شي.
د پوهانو مسئولیت دا دی چې د احساساتو تر څنګ علمي حل لارې وړاندې کړي. د حاکمانو مسئولیت دا دی چې د امنیت او شریعت دعوه په عملي عدالت، تعلیم، روغتیا او د ولس په خدمت ثابته کړي.
۸. علمي او رسنیز مسئولیت: له احساسه تر مستندې خبرې پورې
دا ډول موضوعات باید یوازې په احساساتي ژبه محدود نه شي. احساس د لیکنې روح دی، خو سند د هغې د ملا تیر دی. کله چې د یوه شخص د سابقې، څرګندونو، نیول کېدو، د ښځو د تعلیم په اړه بحث، یا د دولتي مشورتي موقف یادونه کېږي، باید پر عامه، معتبره او قابل ارجاع سرچینو تکیه وشي.
د ژوندلیک لپاره بیوګرافیکي سرچینې، د رسمي موقفونو لپاره خبري اژانسونه، د نیولو او څرګندونو لپاره رسنیز راپورونه، او د نجونو د تعلیم لپاره نړیوال بنسټونه باید جلا جلا وکارول شي. د همدې اصل له مخې، دا مقاله د اشخاصو د شخصي قضاوت پر ځای د عامه سرچینو، نړیوالو راپورونو او د افغان ولس د انساني درد پر محور ولاړه ده.
د علمي انصاف غوښتنه دا ده چې نه څوک بېسنده تورن شي، نه د ولس درد بېسنده پاتې شي. که یوه مقاله د ملي وجدان لپاره لیکل کېږي، باید د اخلاقو، سند، علمی احتیاط، احترام او عدالت پر بنسټ ولاړه وي.
۹. د افغان ولس ژغورنه: له شعار نه تر عملي پروګرام پورې
که هدف د افغان ولس ژغورنه وي، نو یوازې شعار بسنه نه کوي. ولس د شعارونو له ډېرښت ستړی دی. افغان ولس عملي عدالت، تعلیم، روغتیا، امنیت، عزت او اقتصادي فرصتونه غواړي.
د شهیدانو د کورنیو د ملاتړ لپاره باید د شفافو مرستو سیستم جوړ شي.
د یتیمانو لپاره باید د تعلیم او رواني ملاتړ منظم پروګرام وي.
د کونډو لپاره باید د کار، مهارت، نفقې او ټولنیز خوندیتوب لارې برابرې شي.
د نجونو د تعلیم لپاره باید اسلامي، ملي، علمي او ټولنیز حللارې ولټول شي، نه دا چې مسئله د شعارونو، وېرې او سیاست قرباني شي.
افغانستان هغه وخت ژغورل کېږي چې د ولس درد د حاکمانو، علماوو، سیاستوالو، لیکوالانو، سوداګرو، مهاجرینو او نړیوالو بنسټونو ګډ مسئولیت شي.
هر څوک باید له خپل ځایه د دې درد یوه برخه واخلي. یو څوک قلم لري، بل مال لري، بل علم لري، بل نفوذ لري، بل اداره لري، بل منبر لري، بل رسانه لري. که دا ټول د ولس د زخم د علاج لپاره یو ځای شي، افغانستان له مرګوني ستړیا څخه د ژوند پر لور تللای شي.
۱۰. د مقالې اخلاقي دریځ
دا لیکنه نه د کینې لیکنه ده، نه د شخصي تصفیې. دا د هغه ملي درد انعکاس دی چې د یوی کونډی د او ښکو، د یتیم د بی اوزه سلګیو ، دخور او لور د ښو نځی ددروازو د تړلو او د مور د حیا او شرف د علاج د ژړا او فر یاد وروسته بیا راژوندۍ شوه.
د لیکنې پیغام دا دی چې د افغان ولس د شهیدانو، کونډو، یتیمانو، بېتعلیمه نجونو، بېدرملنې میندو او بېسرپرسته کورنیو غږ باید د هرې سیاسي او فکري محاسبې نه لوړ واورېدل شي.
هره کلمه چې د ملت پر زخم اېښودل کېږي، باید د مرهم کلمه وي، نه د مالګې.
هره فتوا، هره سیاسي وینا، هره رسنیزه تبصره او هره ادعا باید د دې وطن د یتیم ماشوم، د شهید د مور، د کونډې د کور، او د ښوونځي له دروازې ګرځول شوې نجلۍ په تله وتلل شي.
که خبره د هغوی درد زیاتوي، باید و جدان قاضی وی او احتیاط وشي؛ که خبره د هغوی حق راژوندی کوي، باید په جرئت وویل شي.
پایله
دلیکوال په اند افغان ولس لا هم د خپل درد لپاره عادلانه، علمي او انساني ژبه نه ده موندلې. زموږ د شهیدانو کورنۍ، کونډې، یتیمان او له تعلیم محرومې نجونې یوازې د مرستې مستحقې نه دي؛ هغوی د ملي وجدان، دیني مسئولیت او تاریخي عدالت مرکز دي.
افغانستان د توپ، ټانک، شعار او قدرت له لارې نه ژغورل کېږي؛
افغانستان د علم، عدالت، رحم، ملي حافظې، د شهیدانو د کورنیو د عزت، د نجونو د تعلیم، د یتیمانو د پالنې، د مور د علاج او د کونډو د ملاتړ له لارې ژغورل کېږي.
که حاکم نظام رښتیا امنیت، شریعت، قانون او افغان کلتور د خپل مسئولیت بنسټ بولي، نو تر ټولو ستر امتحان یې دا دی چې د همدې امنیت، همدې شریعت او همدې کلتور په چوکاټ کې د افغان نجونو لپاره د علم دروازه او د افغان مور لپاره د ښځینه علاج لاره پرانیزي.
که موږ د ولس درد په مستنده، صادقه او انساني ژبه بیان کړو، دا یوازې مقاله نه پاتې کېږي؛ دا د وجدان سند ګرځي.
سرچینی
• د ژوندلیک او سیاسي سابقې سرچینې: Afghan Bios، Pajhwok، Shafaqna او نورې عامه خبري سرچینې.
• د رسنیزو څرګندونو او عامه بحثونو سرچینې ,Radio Azadiاو نورې رسنۍ.
• د نجونو د تعلیم او ښځو د حقونو نړیوالې سرچینې: UNESCO، UNICEF، UNAMA، UN Women، Human Rights Watch، Amnesty International.
• د روغتیايي اغېزو سرچینې: UNICEF، WHO، UNFPA، Médecins Sans Frontières/MSF.
• د افغان ولس، شهیدانو، کونډو او یتیمانو د ملاتړ لپاره سرچینې: UN/OCHA، World Bank، د جګړې د قربانیانو، بېوزلۍ، مهاجرت، تعلیم او روغتیا اړوند نړیوال راپورونه.
محمد همایون همت، MD, PhD