تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۴ مه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټولو مخابراتي شرکتونو ته تر راتلونکې یکشنبې (د چنګاښ ۷مې) مهلت ورکړی چې د انترنیټ او ټېلفون د بستو لوړې شوې بیې بېرته پخواني حالت ته راټیټې کړي.
د وزارت په وینا، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له مخابراتي شرکتونو سره په بېړنۍ غونډه کې د بیو لوړوالی او د خدماتو کیفیت ارزولی دی. د اترا تخنیکي مرستیال عطا محمد یاري ویلي چې په مناسب قیمت او ښه کیفیت مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی د خلکو اساسي حق دی او د مصرفوونکو له حقونو به دفاع وشي.
وزارت خبرداری ورکړی چې له دې پرېکړې سرغړوونکي شرکتونه به له قانوني چلند سره مخامخ شي.
دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې ګڼو افغانانو په خواله رسنیو کې د مخابراتي خدمتونو د بیو د ناڅاپي لوړوالي پر وړاندې اعتراضونه وکړل.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي بستو بیې لا هم د سیمې د ډېرو هېوادونو پرتله لوړې دي او کاروونکي د لوړ لګښت او ټیټ کیفیت له امله شکایت کوي.