Homeخبرونهم.م: په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت بحراني پړاو ته رسېدلی

م.م: په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت بحراني پړاو ته رسېدلی

تاند (پنچشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۴ مه) ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت بحراني پړاو ته رسېدلی او پر نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو دوام د هېواد د روغتیايي سکتور لپاره د ضروري بشري ځواکونو د برابرولو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (اوچا) یوې چارواکې، اولګا چرفکو، بامیان ولایت ته له سفر وروسته ویلي چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو ځایناستی موندل کابو ناممکن شوي دي.

هغې زیاته کړه، هر کله چې یوه ښځینه ډاکټره خپله دنده پرېږدي، د هغې لپاره د بدیل کس پیدا کول له سختو ستونزو سره مل وي. د ښځینه ډاکټرانو کمښت افغان ښځو او نجونو ته د حیاتي روغتیايي خدمتونو برابرول په جدي ډول محدود کړي، چې پکې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو پاملرنه، د خوارځواکۍ د درملنې خدمتونه او نور روغتیايي خدمات شامل دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه هم د دې بحران د ژورېدو له اصلي لاملونو څخه وبلل او ویې ویل چې له زده‌کړو د نجونو محرومېدل به په راتلونکي کې د دوی د مسلکي دندو، په تېره بیا د طب په څېر برخو کې، د فعالیت فرصتونه له منځه یوسي.

چرفکو په بامیان کې له کورنیو سره خپلو لیدنو ته په اشارې وویل چې ډېری افغانې ښځې د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او وېره لري چې له زده‌کړو محرومېدل به یې لوڼې په راتلونکي کې له کاري او ټولنیزو فرصتونو بې‌برخې کړي.

ملګرو ملتونو د خپل راپور په بله برخه کې په افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو یادونه کړې او ویلي یې دي چې وچکالي، د اوبو کمښت، فقر او د خوړو نه‌خوندیتوب د میلیونونو افغانانو پر ژوند اغېز کړی دی.

د دې بنسټ په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د دغه بحران د مدیریت لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې یوه محدوده برخه برابره شوې ده.

ملګرو ملتونو همداراز خبرداری ورکړی چې نژدې ۳.۷ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي. د درملنې د اسانتیاوو کمښت او د کورنیو د پوهاوي ټیټه کچه د دې لامل شوې چې د خوارځواکۍ ډېرې پېښې پر وخت ونه پېژندل شي او درملنه یې ونه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...