Homeخبرونهاروپا ته د دوبي په درشل کې د سختې تودوخې څپه راغلې

اروپا ته د دوبي په درشل کې د سختې تودوخې څپه راغلې

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۴ مه) پرونۍ جهارشنبې په بریتانیا کې له کله چې د تودوخې درجې ثبت پیل شوی دی، د جون تر ټولو توده ورځ وه.

د بریتانیا د هواپېژندنې ادارې (میټ افیس) له خلکو غوښتي چې د ورځې له ۱۱ تر ۳ بجو دباندې له لمره ځان وساتي، ډېرې اوبه وڅښي او د لمر کریم ووهي.

د دوبي په درشل کې، د اروپا لویې برخې ته د سختې تودوخې څپه راغلې ده، تر دې چې په ځینو سیمو کې یې د هوا تودوخه تر ۴۰ سانتي‌ګرادو رسولې ده.

دې وضعیت په ترانسپورټي خدماتو کې د ګډوډي او د انسانانو د روغتیا او چاپېریال پر اغېزو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د تودوخې دا څپه د جون له ۲۱مې، چې د اوړي د انقلاب ورځ او په شمالي نیمه کره کې د دوبي رسمي پیل ګڼل کېږي، سره هم‌مهاله پیل شوې ده. د هوا پېژندنې کارپوهان وایي، د دې اصلي لامل د افریقا له صحرا څخه د ډېرې ګرمې هوا راتګ او د «افریقایي انټي‌سایکلون» په نوم د لوړ فشار سیسټم جوړېدل دي. دغه سیسټم د «تودوخې ګنبده» رامنځته کړې چې توده هوا یې د اروپا د لوېدیځو او مرکزي سیمو پر سر بنده ساتلې او د پام وړ حد ته د تودوخې د لوړېدو سبب شوې ده.

په ایټالیا کې چارواکو د روم، میلان، فلورانس او تورین په ګډون د اتو ښارونو لپاره سره (لوړه درجه) خبرداری صادر کړی دی. همداراز په هسپانیا کې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په پراخو سیمو او په مایورکا ټاپو کې د ۳۹ تر ۴۰ سانتي‌ګرادو تودوخې خبرداری ورکړی او اټکل یې کړی چې دا وضعیت به لږ تر لږه د اوونۍ تر نیمایي دوام وکړي.

دې سختې تودوخې د ترانسپورټ پر بنسټیزو تاسیساتو هم اغېز کړی دی. د فرانسې د رېلګاډي شرکت ویلي چې لوړې تودوخې د برېښنايي مزو د زیانمنېدو او د رېللارې د پراخېدو خطر زیات کړی دی. له همدې امله د دوشنبې تر ورځې پورې د ښارونو ترمنځ د رېلګاډي ۷۱ سفرونه لغوه شوي دي. په جرمني کې بیا د سختې تودوخې ترڅنګ توپانونو او درنو بارانونو هم ځینې بهرني پروګرامونه او غونډې ګډوډې کړې دي.

وحشي ژوي هم د دې وضعیت له اغېزو خوندي نه دي پاتې شوي. په بلجیم کې د حیواناتو د ساتنې مرکزونو د زیانمنو شویو حیواناتو، په ځانګړي ډول د مرغانو د بچیو، د شمېر د زیاتوالي خبر ورکړی دی. ویل کېږي چې ډېری دا بچي له سختې ګرمۍ څخه د تېښتې لپاره له وخته مخکې له خپلو ځالو راوتلي او یو شمېر یې مړه شوي دي.

متخصصان باور لري چې د اقلیمي بدلونونو له امله په اروپا کې تودوخه ورځ تر بلې زیاتېږي، او دا وچه باید د لا اوږدو، لا تودو اوړو او د هوا لا سختو شرایطو ته ځان چمتو کړي.

د «کلیمامیټر» (Climameter) د شننې له مخې، د انسانانو له لوري رامنځته شوی اقلیمي بدلون د روانې ګرمۍ څپه تر ۴ سانتي‌ګرادو تودوي. اوس مهال د اقلیمي بدلون له کبله پاریس شاوخوا ۲.۴ درجې، میلان ۳.۸ درجې او زاراګوزا ۴ درجې تاوده دي.

اروپا د نړۍ تر ټولو چټکه تودېدونکې لویه وچه ده. د اروپايي ټولنې د کوپرنیکس د اقلیمي بدلون سرویس(Copernicus Climate Change Service) د معلوماتو له مخې، په اروپا کې د تودوخې کچه له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د نړیوال اوسط پرتله دوه برابره چټکه زیاته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...