جورج اورویل د ۱۹۰۳ د جون په ۲۵ زېږېدلی او د ۱۹۵۰ د جنورۍ په ۲۱ په لندن کې مړ شوی دی.
د هندي الاصله بريتانيايي ليكوال جارج اوروېل George Orwell اصلي نوم (اريك ارتوربلير) دى. هغه د جارج اوروېل په مستعار نوم ليكنې كولې او په دې نوم مشهور شوى دى .هغه په شلمه پېړۍ كې د خپلو سياسي او كلتوري نظريو او انتقادونو په خاطر يو مهم ليكوال ګڼل كېږي. دوو اثرو د هغه له شهرت سره خورا مرسته كړې ده چې يو Animal Farm (د حيوانا تو كرونده) نومېږي او بل Nineteen Eighty-Four. (نولس سوه څلور اتيايم).
د ماشومتوب دوره
اوروېل د۱۹۰۳ كال د جون په پنځهويشتمه نېټه دهندد بنګال ايالت په Motihari كې دنيا ته سترګې رڼې كړې .دا وخت درست هندوستان د بريتانيا د امپراتورۍ برخه و. اوروېل يوكلن و چې خپلې مور ايدامابل بلير انګليستان ته بېوۀ. دۀ دوې خويندې لرلې چې تر ده مشره اوريل نومېده او د كوچنۍ نوم مارجوري و.
د اوروېل زده كړې
بلير په پنځه كلنۍ كې هغه ښوونځي ته داخل شو چې مشرۍ خور يې پكې درس وايۀ. دى په خپلو ښوونكو ډېر ګران و او يو كال وروسته د انګليستان د يوۀ ډېر مشهور ښوونځي (سنټ سايپرين) مدير ته وروپېژندل شو. د هغه سكالرشيپ له بركته چې دۀ ته وركړاى شوى ؤ ، د بلير مور او پلار د خپل زوى له نيمايي فيسه معاف وو. په دې ښوونځي كې هم بلير بريالى وځلېد او په دوو نورو ښونځيو (ولينګټن او اټن) كې يې هم سكالرشيپ ترلاسه كړاى شو.
د ولينګټن په ښوونځي كې د يوۀ ټرم له پاى ته رسولو وروسته اټن ښوونځي ته لاړ. بلر دلته د بريتانيا د وريسې كلونو له يو شمېر روشنفكرانو لكه سرپل كانولي سره وپېژندل. دۀ وروسته خپلې ډېرې مشهورې مقالې د ښاغلي كانولي په مجله (Horizon Magazine ) كې چاپ كړې.
د اوروېل لومړني ناولونه
د بلير كورنۍ په اټن Eton كې دخپل زوى د زده كړو له سرته رسولو وروسته ونه كړاى شول چې د هغه د پوهنتون فيس او لګښت وركړاى شي او بلير هم چې سكالرشيپ ته هيله نه لرله، په ۱۹۲۲ كې د هند د برما په ايالت كې په سلطنتي پوليسو كې شامل شو. په دې وخت كې د بريتانيا له استعمار څخه په هندوستان كې د خلكو كركه په اوج كې وه. بلير په ۱۹۲۸ كې بريتانيا ته تر ستنېدو وروسته له خپلې دندې استعفا وركړه او ليكوالۍ ته يې مخه كړه.
بلير وروسته وروسته Burmese Days (1934 (د برما ورځې) په نوم كتاب كې د پوليس په توګه خپلې تجربې او خاطرې خپرې كړې. په ۱۹۲۸ كې پاريس ته په دې هيله لاړ چې يو خپلواك او ازاد ليكوال وي، خو په دې كار كې يې برى په نصيب نه شو او مجبوره شو چې كم اهميته كارونو ته مخه كړي چې دا كارونه دۀ پخپل لومړني كتاب ( Down and Out in Paris and London (1933) كې ياد كړي دي. په ۱۹۳۲ كې انګليستان ته ناروغ او مفلس ستون شو. د خپل مور او پلار كره يې واړول او ليكنې يې كولې. همدا ليكنې وروسته (دب رما ورځې) د كتاب په بڼه له چاپه راووتې. بليرپه عين وخت كې د نيوادلفي مجلې لپاره ليكنې كولې. په ۱۹۳۲ كې يې (Down and Out) كتاب بشپړ كړ چې يو كال وروسته خپور شو.
هغه مخكې تر دې چې دا كتاب چاپ شي په ځان جارج اورول نوم كېښو د تراوسه پورې د دې علت نه دى څرګند چې دۀ ولې دا مستعار نوم ځان ته خوښ كړى دى. بلير په ۱۹۳۴ كال په داسې حال كې چې ناورغۍ اړ ايست چې خپله نوې دنده معلمي پرېږدي، A Clergyman’s Daughter (د پادري لور) په نوم ناول وليكۀ.
د ۱۹۳۴ تر ۱۹۳۶ كلونو ترمنځ يې په يوه دوكان كې چې زاړۀ يا دوهم لاس كتابونه يې خرڅول د څو ساعتونو (part time) لپاره كار كاوۀ. بلر وروسته په يوۀ كتاب كې چې په ۱۹۳۶ كې خپور شو د خپل دې كار تجربې قلمبند كړې. اوروېل د ۱۹۳۶ كال په اپريل كې د ويكتور ګولانز په مرسته د بريتانيا د شمال د كارګرې طبقې بېوزلي په يوۀ كتاب كې انځور كړه او د ۱۹۳۷ كال په لومړيو كې يې هغه چاپ كړ. د دې كتاب له خپرولو وروسته يې له ايلين او شاګنسي سره وادۀ وكړ.
اوروېل په ۱۹۳۶ كې دهسپانيا په كورنۍ جګړه كې د فرانسيسكو فرانكو د ملتپال غورځنګ پر ضد د مبارزې لپاره د هسپانيا د جمهوريتپال ګوند غړى شو. بريتانيا ته ترستنېدو وروسته د هماغه وخت په مهمو نشرياتو لكه نيوانګليش (New English ) او ياټايم انډ ټايد (Time & tide )كې يې ليكنې چاپ كړې.
د شهكارونو ليكل
په ويكي پيديا كې د ښاغلي اورول په اړه ويل شوي دي چې هغه په ۱۹۴۱ كې له بي بي سي سره همكاري پيل كړه او دې كار دۀ ته ډېر ه ښه موقع په لاس وركړه چې د ټي ايس اليوت، مولك راى اناند، فارستر او ويليم امپسن T. S. Eliot, E. M. Forster, Mulk Raj Anand and William Empson.په څېر له نامتو شخصيتونو سره وپېژني .سره له دې چې اوروېل ته بيبيسي ښه معاش وركاوۀ، دۀ په ۱۹۴۳ كې له كاره د دې لپاره استعفا وكړه چې (د حيواناتو كرونده) په نوم ناول وليكي. په ۱۹۴۴ كې دا ستالين ضد ناول چاپ شو چې له برياليتوب سره سره نيوكې هم ورسره ملې وې. خو دا كتاب ډېر زيات وپلورل شو، د كتاب خرڅلاو اوروېل ته ډېرې پيسې په لاس وركړې. له دې بريا وروسته د ۱۹۴۵ كال په پسرلي كې د هغه مېرمن د جراحي عملياتو په ترڅ كې مړه شوه. په ۱۹۴۹ كې د اوروېل تر ټولو مشهور ناول Nineteen Eighty-Four#Title (نولس سوه څلور اتيا) چاپ شو. داسې ښكاري چې د دې كتاب نوم د هغه د بشپړېدو له نېټې اخيستل شوى وي يعنې ۱۹۴۹ كال خو د ۴ او ۹ دوه عددونه ښكته پورته شوي دي.
خو له دې سره سره د كتاب د نېټې د بدلون په هكله زيات شكونه شته .د دې كتاب اصلي نوم (د اروپا وروستى سړى) ؤ، خو خپروونكو اورول ته وړانديز وكړ چې د هغه نوم په (1984) واړوي.
اوروېل 1949 كال په اكتوبر كې او تر مړينې لږ مخكې له سونيا برونل سره وادۀ وكړ. په شپږڅلوېښت كلنۍ كې په نري رنځ د اخته كېدو له امله په لندن كې په ابدي خوب ويده شو. دۀ د خپل ژوند وروستي درې كلونه په بېلوبېلو روغتونو كې كې په درملنې تېركړل. اوروېل وصيت كړى و چې د اكسفوردشاير په ساتن كورتني سيمه كې خاورو ته وسپارل شي. ده دغه راز غوښتنه كړې وه چې د قبر پر شناخته يې يوازې لنډ وليكل شي چې :((دلته اريك ارتور پروت دى، د زوكړې نېټه د ۱۹۰۳ د جون پنځه ويشتمه، د مړينې نېټه د ۱۹۵۰ كال د جنورۍ يوويشتمه)):
ليكوالو ته د اوروېل سپارښتنې:
– هيڅكله پخپلو ليكنو كې له استعارې، تشبې او نورو ادبي صنايعو څخه چې ورباندې څوك په اسانه نه شي پوهېداى، كار مه اخلئ.
– كه ممکنه وه چې جمله لنډه کړئ نو بې ځايه اوږده جمله مه كاروئ.
– كه كلمې ماتېداى شي، صرفه ورباندې مه كوئ.
– هڅه وكړئ مجهولې جملې او فعلونه ونه كاروئ.
– له بهرني عبارت، علمي اصطلاحاتو يا نامفهومې ژبې كار مه اخلئ، د دې پرځاى هڅه وكړئ چې مترادف يې ومومئ.
د اوروېل آثار:
· Down and Out in Paris and London (1933) — [1]
· Burmese Days (1934) — [2]
· A Clergyman’s Daughter (1935) — [3]
· Keep the Aspidistra Flying (1936) — [4]
· The Road to Wigan Pier (1937) — [5]
· Homage to Catalonia (1938) — [6]
· Coming Up for Air (1939) — [7]
· Animal Farm (1945) — [8]
· Nineteen Eighty-Four (1949) — [9]
نثري ټوټې:
Main description: Essays of George Orwell
· A Nice Cup of Tea (1946) — [10]
· “A Hanging” (1931) — [11]
· “Shooting an Elephant” (1936) — [12]
· “Charles Dickens” (1939) — [13]
· “Boys’ Weeklies” (1940) — [14]
· “Inside the Whale” (1940) — [15]
· “The Lion and The Unicorn: Socialism and the English Genius” (1941) — [16]
· “Wells, Hitler and the World State” (1941) — [17]
· “The Art of Donald McGill” (1941) — [18]
· “Looking Back on the Spanish War” (1943) — [19]
· “W. B. Yeats” (1943) — [20]
· “Benefit of Clergy: Some notes on Salvador Dali” (1944) — [21]
· “Arthur Koestler” (1944) — [22]
· “Notes on Nationalism” (1945) — [23]
· “How the Poor Die” (1946) — [24]
· “Politics vs. Literature: An Examination of Gulliver’s Travels” (1946) — [25]
· “Politics and the English Language” (1946) — [26]
· “Second Thoughts on James Burnham” (1946) — [27]
· “Decline of the English Murder” (1946) — [28]
· “Some Thoughts on the Common Toad” (1946) — [29]
· “A Good Word for the Vicar of Bray” (1946) — [30]
· “In Defence of P. G. Wodehouse” (1946) — [31]
· “Why I Write” (1946) — [32]
· “The Prevention of Literature” (1946) — [33]
· “Such, Such Were the Joys” (1946) — [34]
· “Lear, Tolstoy and the Fool” (1947) — [35]
· “Reflections on Gandhi” (1949) — [36]
· “Bookshop Memories” (1936) — [37]
· “The Moon Under Water” (1946) — [38]
شعرونه:
· Romance
· A Little Poem
· Awake! Young Men of England
· Kitchener
· Our Minds are Married, But we are Too Young
· The Pagan
· The Lesser Evil
· Poem From Burma
· ——————————-
· د هغه په هكله ليكل شوي كتابونه:
o Bowker, Gordon. George Orwell. Little Brown. 2003. ISBN 0-316-86115-4
o Buddicom, Jacintha. Eric & Us. Finlay Publisher. 2006. ISBN 0-9553708-0-9
o Caute, David. Dr. Orwell and Mr. Blair, Weidenfeld & Nicolson. ISBN 0-297-81438-9
o Crick, Bernard. George Orwell: A Life. Penguin. 1982. ISBN 0-14-005856-7
o Flynn, Nigel. George Orwell. The Rourke Corporation, Inc. 1990. ISBN 0-86593-018-X
o Hitchens, Christopher. Why Orwell Matters. Basic Books. 2003. ISBN 0-465-03049-1
o Hollis, Christopher. A Study of George Orwell: The Man and His Works. Chicago: Henry Regnery Co. 1956. ASIN: B000ANO242.
o Larkin, Emma. Finding George Orwell in Burma. Penguin. 2005. ISBN 1-59420-052-1
o Lee, Robert A, Orwell’s Fiction. University of Notre Dame Press, 1969. LC 74-75151
o Meyers, Jeffery. Orwell: Wintry Conscience of a Generation. W.W.Norton. 2000. ISBN 0-393-32263-7
o Newsinger, John. Orwell’s Politics. Macmillan. 1999. ISBN 0-333-68287-4
o Shelden, Michael. Orwell: The Authorized Biography. HarperCollins. 1991. ISBN 0-06-016709-2
o Smith, D. & Mosher, M. Orwell for Beginners. 1984. London: Writers and Readers Publishing Cooperative.
o Taylor, D. J. Orwell: The Life. Henry Holt and Company. 2003. ISBN 0-8050-7473-2
o West, W. J. The Larger Evils. Edinburgh: Canongate Press. 1992. ISBN 0-86241-382-6 (Nineteen Eighty-Four – The truth behind the satire.)
o West, W. J. (ed.) George Orwell: The Lost Writings. New York: Arbor House. 1984. ISBN 0-87795-745-2
o Williams, Raymond, Orwell, Fontana/Collins, 1971
o Woodcock, George. The Crystal Spirit. Little Brown. 1966. ISBN 1-55164-268-9
۱۹۸۴ د ارول کتاب په ۱۹۴۸ کې ولیکل شو او وروسته ډېرې میاشتې دې له پاره چه اسرار او پټ واقعات افشأ کېدل محکمه د دولت له خوا اجازه د نشرولو يې نه ورکؤ، خو ورسره ومنل شو چه بل نوم په کتاب کېږده، جارج ارول ورته ۱۹۸۴ نوم ورکړ او په ملیونونو خرڅ او ده ته ډېرې پیسې ورکړلې شوې. په دې کتاب کې چه ویل، که څه هم چه د یو رومان په شکل لیکل شوی دی، خو تول واقعات ترې روشان پوهېدل کېږي، د مثال په توګی دا په الماني کلمات لاندې: Wand der Wahlspruch der Partei: Krieg ist Frieden. Freiheit ist Sklaverei. Unwissenheit ist Kraft!“ او مانا یې داده :۱.د آزادی معنی غلامی ده ۲. سوله یعنی جنګ او ۳. حماقت کمال او پوهه! یعنی دا ټول جنګونه ومنئ چه سوله ده او دا غلامي مو چه قبوله کړې ده نو آزاد یاستئ او احمق اوسئ تر هغه چه بریالی شي یا لڼډه، ځان ناپوه وښایاست چه موفق شئ۰ هو جارج آرول زبر دست انسان او ریښتنی سوسیالیست ؤ!